ژبه د انسان د اظهار يوه داسې ذريعه ده چې د دنيا په ګوټ ګوت کښې په بېلابېلو اندازونو موجوده ده خپل خپل علامتونه او نخښې لري چې د علمي انداز نۀ واخله تر عوامي انداز پورې پکښې خلک خپل مافي الضمير وړاندې کوي د يوې ژبې د ټولو نه مؤثر ډول شاعري ده او شاعري مؤثره په دې وي چې يوه خاص فنکاري او جادوګري وي ځکه خو قدرت په خاصو بنديانو پېرزو کړې وي د لفظونو سره فنکاري او هنرکاري ډېر خلک کوي خو څوک د ابلاغ په رسولو کښې کامياب شي او څوک تشه فنکاري وکړي ـ د لفظونو په اوږو په مؤثر انداز کښې پېغام رسول چل او هنر غواړي
د کلاسيکي شاعرۍ نه علاوه که د ژبې اعليٰ او ارفع استعمال چرته هم په نظر راځي نو هغه اولسي ادب دے چې په عوامي انداز پکښې د ژوند د هرې طبقې د خلکو د احساساتو او جزباتو عکاسي شوې ده په دغه عکاسۍ او ترجمانۍ کښې رواني او مستي غاړه غؤټۍ وي ـ هم دغه رنګ او اهنګ چې چرته هم د چا په شاعرۍ کښې په نظر راځي نو د توجه وړ وي ـ زما په خيال هم دغه د يو فطرتي او سوچه شاعر نخښې وي چې يو پکښې زمونږ ډېر محترم مشر بخت زمين بخت صيب هم دے څوک چې په ادب کښې د مخکښې نه متعرف شوے هم دے او تخليقات ئې منظر عام ته راغلي دي خو تر اوسه پورې ورته هغه مقام له نه دےمېلاؤ شوے کوم چې د هغه حق دے شايد وجه ئې د وطن نه بهر مسافري يا د ادبي منظرنامې نۀ څنګ وي چې په ادبي هلو ځلو او پروګرامونو کښې ئې ګډون ډېر کم کوز په نظر راځي بايد چې ځان ئې د ادبي دنيا سره تړلے ساتلے وے ـ د هر چا خپل مزاج او مجبورۍ هم وي خو دا عمل ئې د ستائينې وړ دے چې خپلې شاعرۍ ته ئې په تېر اخر توجه پام شو او زما د معلوماتو تر مخه ئې دا دوېمه هڅه ده چې په مختلفو اصنافو لکه حمد،نعت،قطعو،رباعيو،غزلو، نظمونو،ټپو چاربېتو ،لوبو او سندرو مشتمله ده ـ
په ډېرو کلامونو ئې سرخطونه هم موجود دي او ډېر کلامونه د اصنافو په نومونو شامل شوي دي ـ په فني لحاظ هر صنف د خپل روح مطابق تخليق کول ګران کار وي ځکه چې په عامه توګه ډېر صنفوبه د يوبل نه په لږ توپير سره جدا کېږي او په خصوصي توګه خو په اولسي صنفونو کښې دغه فرق ډېر معمولي وي او په هر يو بېله بېله طبع ازمائي کول که يو اړخ ته ګران او مشکل وي نو بل اړخ ته ئې حق پوره پوره ادا کول ممکن هم نۀ وي خو تر ډېره حده محترم مشر بخت صيب په دغه حواله کامياب په نظر راځي محترم بخت صيب که په لنډ بهر کښې شاعري کړي ده او که په اوږد بهر کښې خو وزن او اهنګ او ربط پکښې چرته هم پريوتے په نظر نۀ راځي ـ د ټپې نه پس چې په پښتنو کښې کوم صنف ډېر مقبول پاتي شوےدے هغه چاربيته ده چې مزاج او فطرت ئې د پښتنو د نفسياتو سره برابر دے ځکه چې پښتانۀ مزاجً جزباتيان دي او چاربيته په دغه حواله د پښتنو په زړونو لکه د پهي لګي بخت صيب په بنيادي توګه د چاربيتي شاعر دے ځکه خو دغه رنګ او اهنګ ئې تقريباً په هر صنف کښې جوت ليدے شي د مجموعي شاعرۍ د نچوړ وړاندې کولو نه مخکښې د بخت صيب ټولې چاربيتې د ستائينې وړ دي خو په خصوصي توګه تلميحاتي او تاريخي چاربيتې ئې د کمال دي زما په خيال که بخت صيب خپله ټوله توجه چاربيتې له ورکړې وې نو زما په خيال دا به ئې په په خاصه توګه په پښتو ژبه او پښتنو احسان ؤ، دا په دې چې په دې زړۀ پورې صنف د ډېرو کمو شاعرانو لاس بر وي د دې سره سره ئې سندرې او لوبې هم د ستائيلو جوګه دي چې که يو خوا په فني حواله په تول پوره دي نو بل خوا سنجيده هم دي هيڅ قسمه بازاريت پکښې نۀ برېښي ـ
د محترم بخت صيب د اولسي رنګ او اهنګ سره سره د معمو ليکلو او داسې تجربې په کلام کښې کول چې تر اخره پورې پکښې شونډې نۀ جنګېږي دغه کلاسيکي رنګ او روايت ئې هم حيرانونکے دے او د دې دا اندازه ډېره په اسانه لګي چې د محترم کلاسيکي شعور او پوهه هم پوره او کره ده ـ
لکه څنګه چې وړاندې ووئيل شو چې محترم په کوم صنف قلم پورته کړے دے تر ډېره حده ئې حق ادا کړے هغه که هر صنف دے د هغه زړۀورتيا بهادري پکښې په غرځنګونو ده د جهاد په نوم د فساد ئې ښه په نره غندنه کړې ده د کومې موضوع په خوا چې څوک له ويرې هم نشي تېرېدے محترم بخت صېب ښه په واز کومې په ډانګ پئيلي بيان کړې ده قدم په قدم د يوايغ نېغ او زيګ پښتون په شکل څرګند شوے دے چې څه ئې په طبعت بد لګېدلې دي نو بروڼه ئې په چا نۀ ده دوړولې هغه که ادبي پوهان دي که سياسي مشران دي او که د هغه خپل زامن دي ټول ئې تاريخ ته بربنډ کړې دي او د توبې دروازې ئې پسې بندې کړې دي ـ
د محترم بخت صيب د شاعرۍ نه د هغه د تاريخي شعور ، مذهبي وابستګۍ او قامپرستۍ اندازه ډېره په اسانه لګي په عالمي سياست نظر او په خصوصي توګه عرب دنيا ته د راپيښو مسئلو ذکر کول ئې په سياسي شعور دلالت کوي خو د موجوده سياسي رهبرانو د کردارونو په بغض کښې د امريت پلوي هم په نظر راځي او هم د هغې امرانو تايد کوي کومو چې د ترهګرۍ او دهشتګردۍ تخمونه کرلې دي او د کوم فساد نه چې ګام په ګام سر تندے وهي،دغه فيصله اوس ګرانه ده چې دغه ئې ناپوهي ده او که دعصري ستونزو شديد ردعمل دے ـ
ددې نه علاوه د محترم بخت صيب په شاعرۍ کښې د ژوند د هر اړخ او هر وخت د حالاتو او واقعاتو عکاسي او ترجماني شوې ده،هغه واقعات که څوارلس پنځلس سوه کاله وړاندې وو او کۀ په موجوده دور کښې د کرونا وباء په شکل کښې دي په زړۀ ئې اخستي دي او خپل قلم ته ئې په داسې خوند رنګ وړاندې کړې دي چې نۀ يواځي دا چې دغه حالات او واقعات به تازه وي بلکې هم د دغې په سوب به د تل عمر د پاره د بخت صيب نوم هم ژوندے وي ـ
په ډېر درناوي
ډاکټر سمندر يوسفزے
سپينه ماڼۍ سېرۍ ملاکنډ
0