شاعري قدرت د بعضې انسانانو په خټه کښې اغږلي وي لکه څنګه چې عامه ژبه د انسان جنياتي خاصه ده چې انسانان به ارمرو خبرې اترې کوي په عمومي ډول انسانان د نورو مخلوقاتو نه سيوا د خپل مافي الضمير اظهار په بشپړه توګه کوي خو په خصوصي توګه هغه انسانان فصيح او بليغ وي چا ته چې د خدائي ورکړې سره سره غوره ماحول هم مېلاؤ شوے وي هم دغه رنګ شاعرانه اظهار د خدائي ورکړې سره سره يو زبردست ماحول هم غواړي چرته چې شاعران د يو ارتقائي سفر نه تېرېږي خپل خيالات او جزبات په اهنګينه ژبه کښې د وړاندې کولو هڅې کوي د دغې اهنګينې ژبې په قدرت لرونکو ښاغلو کښې يو زمونږ ډېر محترم ملګرے علي محمد شاهد صېب هم دے څوک چې د ژوند د اواؤ ژرندو نه تېر شوے دے د مشاهدې او تجرې ډېر والي په هغه دا فساد کړے دے چې د خاموشۍ کندې ته ئې غورځولے دے او کۀ خبره کوي نو شل ځله ئې په خوله کښې تلي بيا ئې کوي خو د شعري اظهار په معامله کښې ګويانه پاتي شوے دے د قلبي وارداتو په جوش ئې لاس نۀ دے بر شوے او هغه خبرې د کومو نه چې هغه په عامه ژبه کښې ګرېز کوي هغه ئې په فني ژبه کښې عام اولس ته سپارلي دي ـ
هغه موضوعات کوم چې د دوران د زور ظلم جبر استحصال بد امنۍ او بې روزګارۍ سره تعلق ساتي په هغې خو د سره هم خاموشه نۀ دے پاتي شوے بلکې داسې وړو وړو مهيمو ستونزو ته ئې پام ګرځولے دے چې د هغې نه د ښاغلي شاهد صېب د ژورې مشاهدې اندازه لګي د دغې ژورې مشاهدې او تجربې په شا د عربو په شګلنه زمکه کښې اوږده مسافري ده کومې چې زمونږ ښاغلے د شاعرۍ د اهنګينې ژبې د ماحول نه لري ساتلے دے چې هم له دغې وجې په فني حواله د ماحول نه د لري پاتي کېدو کمے کله کله محسوسېږي خو په ذاتي توګه ئې دومره فراخه مطالعه کړې ده چې د موضوع په حواله د ژوند سره د هرې تړلې ستونزې او مسئلې عکاسي او ترجماني ئې په غوره توګه کړې ده چې د بېلګې په توګه ئې په شاعرۍ کښې تاريخي واقعې او شخصيتونه ځائے په ځائے داسې جوړ په جوړ وړاندې کړې دي چې دغه ئې د ژورې لوستې ښکاره او کره دليلونه دي ـ
په درناوي
ډاکټر سمندر يوسفزے
پښتو څانګه ملاکنډ پوهنتون
.