Orientalists 0

مستشرقين Orientalists

مستشرقين Orientalists
لفظ مستشرق د عربۍ د شرق نه راوتے دے چې معنا يې ختيز يا نمر خاتۀ دے. مونږه مستشرقين هغۀ خارجيانو ته وايو کوم چې پۀ نسلي توګه خو پښتانۀ نۀ دي خو پۀ پښتو ژبه، ادب، کلتور، ثقافت، رسمونو رواجونو، تهذيب، تمدن، تاريخ، اصل نسل او دغسې نورو موضوعاتو باندي يې کار کړے وي. مستشرقنيو ته ختيزپوهه هم وائي او پۀ انګريزي کښې ورته Orientalists وائي.
پروفيسر نواز طائر پۀ خپل کتاب “روهي ادب” کښې پۀ مخ 441 (پۀ حاشيه کښې) ليکلي دي چې د مغربي دنيا هغه عالمان او څېړنکاران کومو چې د مشرقي ژبو او علمونو د پاره منډې ترړې وهلې دي دغه خلقو ته مستشرقين وائي.
ډاکټر محمد جاويد خليل پۀ خپل کتاب “پښتو او مستشرقين” کښې پۀ مخ 28 ليکلي دي چې “مستشرق هغه چا ته وئېلے شي چې پۀ خپلو ملکونو کښې او يا پۀ شرقي ملکونو کښې پۀ شرقي ژبو، ادبياتو، تاريخ، فولکلور، ترجمه او لغت نويسۍ وغېره باندې يې کارونه کړي وي يا يې کوي.
د پښتنو سيمې ته خارجيان د ايسټ انډيا کمپنۍ سره يا د هغې نه مخکښې او وروستو راغلل. غالب ګمان کېدے شي چې مستشرقينو کوم کار کړے دے دا يې خپل ضرورت وو خو بيا پرې هم د پښتو علمي او ادبي پنګه ډېره درنه شوې ده. دا خبره د منلو وړ ده چې ادب د ټولنې عکاسي کوي نو کۀ څوک د يو قام د خوئې بوئې، خوبيانو خاميانو، ژوند ژواک او کمزوريو نه ځان خبرول غواړي نو بايد چې د هغه قام ادب ولولي. دغه شان به د هر څۀ نه خبر شي. لکه کۀ مونږه د تېرو لسو شلو کلونو د پښتو شعرونه، ډرامې، افسانې او نور ادبي اصناف وګورو نو د جنګ او امن خبرې پکښې د هر څۀ نۀ زياتې موندلې شي او وجه يې دا ده چې پۀ تېرو کلونو کښې د پښتنو خاوره مسلسل د جنګ پۀ حالت کښې پاتي شوې ده. مرګ ژوبلې او دهماکې وي نو ځکه شاعرانو ليکولانو پۀ خپلو ليکلو کښې د امن غږونه پورته کړي دي. دغه شان کۀ د بهر دنيا نه څوک راشي او هډو د دې سيمې د حالاتو نۀ خبر هم نۀ وي خو کۀ زمونږه د ادب مطالعه وکړي نو ډېړ زر به پوهه شي چې پۀ دې سيمه کښې بدامني تېره شوې ده.
ډاکټر محمد جاوېد ليکلي دي چې:
کله چې پيرنګيانو پۀ هندوستان کښې خپلې پنجې خښې کړي او ورو ورو د پښتنو علاقو ته وغزېدل نو د پښتنو د طرف نه ورته مزاحمت وشو. د امبېلې، ملاکنډ، وزيرستان او نورو جنګونو پۀ وجه پيرنګيان پوزې لۀ راغلي وو ځکه يې خپل سوچ بدل کړواو د پښتنو د اندرون لټولو پۀ کوشش کښې لګيا شو.د دغه وجې نه يې د پښتو زده کړې شروع کړې او د پښتو د ادب لوست ته يې پام راوګرځولو. تر دې حده پورې دلچسپي يې اخيستي وه چې د ځيني پيرنګيانو پېژندګلو به نۀ شوه کېدے چې دا پښتون دے کۀ پيرنګے. ډېرو پکښې داسې پښتو وئېلے شوه لکه چې څنګه يې پخپله پښتانۀ وائي.
د پښتو ځينې زاړۀ او ورک کتابونه او قلمي نسخې پۀ يورپ يا نورو ملکونو کښې موندلے شوي دي کومې چې دغه وخت دې مستشرقينو ته پۀ لاس ورغلې وې او د ځان سره يې وړې وې. دا هم امکان لري چې ځينې نور ورک او نامعلوم کتابونه وس هم هلته پراته وي او وخت پۀ وخت يې درک معلوم شي. مشهور مستشرق راورټي او د ناروے مستشرق مارګن سټرائن دواړه دا اعتراف هم کوي چې د روهېلکنډ د پښتون قام د رياستنو د تباهۍ پۀ وجه د نجيب اباد د حافظ رحمت خان د کورنۍ د کتابونو څلوېښت صندقونه پيرنګي فوج له پۀ لاس ورغلي وو کوم چې يورپ ته وړے شوي دي.
پۀ دغه مستشرقينو کښې مذهبي، فوجي، انتظامي، علمي او ادبي خلق شامل وو. پېرنګيانو کۀ دا هر څۀ د کوم مقصد د پاره کول، زمونږه وسايل يې لاس ته کول، پۀ مونږه يې حکومت کولو، مونږه يې غلامان کولو، زمونږه زور يې ختمولو، د خپل دين پرچار يې کولو او يا يې نور کوم سياسي مقصدونه وو، دا ځانته اوږده موضوع ده ښۀ ډير بحث پرې شوے دے او نور هم پرې کېدے شي. خود دې هر څۀ نه پرته د دغه مشن د وجې د دې سيمې ژبې، ادب، فولکلور، تاريخ وغېره ته بلها ګټه رسېدلې ده.
دلته د يو څو کسانو غټ او ښکاره کارونه پۀ لنډو ټکيو کښې ليکم.
مېجر راورټي:
راورټي د انګلستان اوسېدونکے وو.پۀ هندوستان کښې د انګلستان د فوج نه د مېجر پۀ څوکۍ ريټائرډ شوے دے. د پښتو د پاره يې ډير زيات کارونه کړي دي لکه د پښتو ټائپ هم د راورټي ايجاد دے. د پښتو ژبې يو ګرائمر يې A Grammar of the Pukhto، Pushto or language of the Afghan پۀ نوم ليکلے دے. يوه ډکشنري يې هم د A Dictionary of the Pukhto، Pushto or language of the Afghan پۀ نوم مرتب کړې ده. د پښتو د زده کړي يو کتاب The Manual of Pashto يې يوه بله کارنامه ده. د دې نه علاوه يې د څو کلاسيکي شاعرانو او د هغوي د ژوند لنډ معلومات د Selection from the poetry of the Afghan (from the 16th to 19th Century) پۀ نوم قلمبند کړي دي. Gulshan-i-Roh ګلشن روه يې بل يو تاليف کړے کتاب دے.
سر اولف کيرو:
اولف کيرو د انګلستان اوسېدونکے وو. څۀ موده يې يې پۀ فوج کښې کار کولو بيا وروستو پۀ هندوستان کښې پۀ سول نوکرۍ باندې ولږېدۀ. د صوبه سرحد د چيف سيکرټري پۀ توګه يې هم کار کړے دے. د پښتو د اصل نسل پۀ حقله يې بلها ډېر لوست کړے وو او پۀ دغه وجه يې د پښتنو د تاريخ يو غټ کتاب “The Pathan” پۀ نوم ليکلے دے. د خوشحال خټک د ځينې نظمونو انګريزي ژباړه يې هم کړې ده.
ايس ايس تهابرن:
دا نامتو مستشرق پۀ بنو کښې د يو سرکاري افيسر پۀ توګه پاتي شوے دے. د پښتنو پۀ اولسي ژوند کښې يې دلچسپي لرله. د Bannu or our Afghan Frontier پۀ نامۀ يې يو کتاب چاپ کړے دے چې پۀ هغې کښې د پښتو متلونه او اولسي قيصې/سندرې شامل دي.
جېمز ډار مسټېټر:
دا ښاغلے د فرانس وو. پۀ ادب کښې يې د پي اېچ ډي کړې وه. د فرانس حکومت ورته پۀ هندوستاني ژبو باندې تحقيق کول حواله کړۀ. پښتو فولکلور يې راجمع کړے دے او “د پښتونخوا د شعر هار و بهار” پۀ نامۀ يې چاپ کړے دے. پۀ دې کتاب کښې د پښتنو د نسل او تاريخ پۀ حواله هم خبرې شوي دي. “د هند پۀ باب ليکونه” د دې نوموړي بل يو کتاب دے پۀ کوم کښې چې د افغانستان تاريخ بيان کړے شوے دے. دغه شان يې “د پښتنو تاريخ او منشا” نومې کتاب هم ليکلے دے.
پادري ويليم کېري:
دا يو مذهبي سړے وو د خپل مذهب د پرچار پۀ مشن د برطانيې د حکومت لۀ اړخه رالېږلے شوے وو. د پښتو وړومبے چاپ شوے کتاب هم د ويليم کېري کتاب ګڼلے شي کوم چې د انجيل پښتو ترجمه ده.
جينز انولډسن:
دا هم پادري وو پۀ اصل کښې د ډنمارک اوسېدونکے وو. د اذادۍ نه پس پېښور ته راغلے وو. دلته د “غلام عيسي” پۀ نوم مشهور وو. پۀ پېښور پوهنتون کښې يې کار کولو. روانه پښتو به يې وئېله. ناسته پاسته او جامې پېزار به يې هم د پښتنو پشان وو. د کتابونو دکان يې پۀ يو وېګن کښې جوړ کړے وو چې د يو ځاے نه بل ځاے ته به يې بوتلو. پۀ وېګن يې ليکلي وو “کتابونه دريابونه”. دا لانديني کتابونه يې د ياد وړ دي
1. سپوږميه کړنګ وهه راخېژه (د پښتو ټپې او متلونه سره د ډېنش ژبې د ترجمې او دويم ځل سره د انګريزۍ ترجمې)
2. د رحمان بابا د منتخب کلام پۀ انګرېزۍ کښې منظومه ترجمه The Nightingale of Peshawar
3. د پښتو يو درسي کتاب An Introduction to Pashto
4. د خوشحال خټک د منتخب کلام پۀ ډېنش ژبه کښې ترجمه
5. د انجيل پښتو ترجمه
6. د تورات او زبور پښتو ترجمه
پادري هيوز:
دا پادري پۀ هندوستان کښې او پۀ خصوصي توګه پۀ پښتونخوا کښې د عسائيت د تبليغ د پاره راغلے وو. د پښتو نه علاوه يې اردو او عربي ژبي هم زده کړې وي. د پښتو زده کړې د پاره يې د “کليد افغاني” پۀ نوم يو کتاب مرتب کړے دے. د انجيل پښتو ترجمه يې هم کړې ده.
جان ګورډن لارېمر:
دا مستشرق پۀ لړم پيرنګي مشهور وو. وايې چې د دۀ سترګې ډېرې وړې وي نو ځکه ورته خلقو د لړم نوم ورکړو او يا دا چې د دۀ نوم “لارېمر” پۀ صوتي توګه د “لړم” سره يو شان والے لري نو ځکه ورته پښتنو لړم پيرنګے وايو. د برطانيې اوسيدونکے وو او دلته يې د وزيرستان د پولېټيکل ايجنټ پۀ څوکۍ کار کړے دے. د وزيري لهجې ګرائيمر يې د a grammar and vocabulary of waziri Pashto پۀ نوم چاپ کړے دے. د پښتو ځيني عالمان لړم پيرنګے د پښتو وړمبے افسانه ليکونکے هم مني خو پۀ دې خبره کښې اختلاف شته.
د دوې نه علاوه نور هم ډېر داسې وو چې پۀ پښتو او پښتنو يې کارونه کړي دي. دلته يې ذکر کول د ليک لمن نوره هم غزوي خو د يو څو کسانو نومونه دا دي:
ايم ايس الفنسټن…. برطانيه
جوئيس کلاپروت…… روس
ګولډن شټټ… جرمني
برناډ ډرون…. جرمني
لېود مېلايا څېويچ…. روس
#ترتيب_کونکے:#حسن_زېب_حسن

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ