0

چرګان څنګه جنسې مِلاپ کوي؟

جنسې مِلاپ د ټولو جاندارو بنیادي ضرورت او د نسلونو مخ په وړاندې بوتللو او برقرار ساتلو مهم عمل دے
نن به صرف په دې زان پوهؤو چې چرګان څنګه جنسې ملاپ کوي او د دې موضوع سره تړلې ځینې عام معلومات به درسره شریکؤوم
زه امید لرم دې تحریر لوستلو سره به تاسو ډېر معلومات حاصل کړئ
راځئ د موضوع شروعات کوؤ۔۔۔۔
جاندار په مختلفو طریقو یو بل د جنسې ملاپ لپاره تیاروي داسې نر چرګ(بانګي) هم د مادې چرګې د جنسې ملاپ ته تیارولو لپاره مختلف قسمه حرکات او اوازونه کوي دې عمل ته Courtship behaviour واﺉ دا عمل په لاندې قسمونو کښې ویشلې شوی
👈1د وزرو ودرولfeathers puffing
نر چرګ د بدن وزرې راوباسې تر څو زان چرګې ته غټ او دلکش ښکاره کړې
👈2 اوزونه کول او په زمکه مخوکه لګول Clucking and Tidbitting
نر چرګ مخصوص اوازونه کوي او خپله مخوکه په زمکه وهې دا هم د ماده چرګې جنسې ملاپ ته د رابللو یوه طریقه او د courtship حصه ده
👈3ګډا کول side step dancing (waltzing)
تاسو به ليدلي وي چې بانګې یعنې نر چرګ د جسم د یو اړخ وزر خور کړې او د چرګې نه تاويږي ګډا کوي
اوس که چرګه نه غواړې نو د بانګې نه به لرې تختې خو که اوغواړې نو په زمکه به کینې او خپلې وزرې به معمولې کولاو کړې تر څو ځان جنسې عملیاتو ته تیاره کړي
⬅د جنسې ملاپ عمل matting process
چې کله چرګه کینې نو بانګې د هغې په شا اوخیژي او د چرګې په جسم د خپل جسم توازن( balance)لپاره د چرګې سر خپله مخوکه کښې اونېسي او د پښو په ذریعه ځان بېلنس کړې ۔
⬅د سپرم اخراج ejaculation
👈یاد لرئ چې نارینه مرغو کې عضو خاص (penis)نه وي او نه په ماده مرغو کښې د جنسې میلاپ لپاره جدا کوم مخصوصه حصه وي (لکه څنګه چې انسانانو کښې د نارینه عضو خاص او زنانه فرج وي )
دلته چونکې مونږ د چرګانو خبره کؤو نو داسې بانګي کښې هم دغه یو سورے وي او چرګه کښې هم چې cloaca ورته وائي
👈 دوي دغه cloaca هم د جنسې ملاپ لپاره استعمالوي او داسې د خوراک نه جوړه شوي فضله (digestive waste)هم د دغه یو سوري په ذریعه اوځي ۔
👈تاسو به کتلې وي چې کله بانګي او چرګه ملاپ کوي نو چرګه خپله لکۍ اوچته کړې او داسې بانګې خپل cloaca د چرګې cloaca سره میلاو کړې او سپرم ورته داخل کړې دې عمل ته cloacal kiss او یا cloeacal contact ویلې کېږي
👈دې نه بعد دواړه د یو بل سخه جدا شي ۔
👈سپرم د ماده چرګې په وجود کښې ذخېره شي( تر دوه هفتو پورې )او د یو ځل جنسې ملاپ د سپرمو نه ډېرې اګۍ(14_10) پیدا کولے شي ،
یعنې د یوې اګۍ لپاره هره ورځ د چرګې د چرګ سره جنسې ملاپ ضرورې نه دے خو که کوي نو د انډو سلسله به جارې وي ۔
👈د چرګې بدن کښې اګۍ هم د مختلفو مراحلو په نتیجه کښې جوړېږي او دغه اګۍ (fertilized egg) بیا چرګه د cloaca په ذریعه اچوې او دې عمل ته oviposition وائي
👈د اګۍ نه د بچي پېدا کولو لپاره مخصوص حرارت او ماحول پکار وي دې مرحلې او عمل ته incubation وائي دا عمل د شل یویشتو ورځو پورې وي ۔
👈د انکوبیشن دا عمل کورونو کښې چرګې خپله هم کوي (natural incubation )د بچو راویستلو لپاره خپله په انډو کینې او حرارت ورته مهیا کوې او یا دا عمل د مشین incubater په ذریعه په غټه سطحه هم کېږي artificial incubation ورته وایي۔
👈د انډو نه بچي په 20-21ورځو کښې راوځې که صحیح حرارت او ماحول ورته میسر وي
👈چې کله د انډو نه بچي راوځې نو د هغوي د خوراک کولو، ماحولیاتې خطرو نه حفاظت کولو او د ګرم ساتلو دې عمل ته brooding واﺉ
تاسو به کتلي وي چرګه خپل بچي د خپلو وزرو لاندې کوي ګرم ئې ساتي او حفاظت ئې کوي ۔
👈د بچو پېدا کېدلو روسته ماده چرګه مخصوص انداز او اوازونه کوي تر څو خپل بچي ځان سره رابطه کښې وساتي د خوراک په وخت کښې یې ځانته راوبلې او تربیت ئې وکړي ۔
👈چې کله بچي غټ شې د خپل حفاظت او خوراک تلاش کولو جوګه شي نو د مور نه جدا شي
👈چرګه د brooding دوران کښې انډې نه راوباسې او نه د بانګي سره جنسې ملاپ کوي بلکې صرف د بچو په حفاظت کې مشغوله وي د خوراک بندوبست ئې کوي د ماحولیاتې خطرو نه ئې بچ ساتې ۔
⬅ دې نه یوه خبره دا معلومه شوه چې د بچو حفاظت یواځې انسانان نه بلکې ځناور هم کوي څنګه چې انسانانو کښې یوه مور خپله نوړۍ بچي له ورکوي داسې یوه ماده ځناور هم کوي بچو له د خوراک غټې ټوکړې معده کوي او د خوراک لپاره ئې خپل خواته رابلې۔
#الیګزینډر_حسین_ننګیال

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ