د پښتو اکيډمۍ — پښتو ليکدود او املا — پټه خزانه– د قلندر مومند د في الميزان — پښتو تحقيق– کلاسيکي ادب– او خوشحالياتو په حقله هميش خليل صيب څه راې لري — په دې مرکه کښې يې وګورئ وګورئ —
همیش خلیل سره مرکه
مرکه کوونکی—- حنيف خليل
د پښتو ادب شلمې صدۍ چې کوم انتهائي اهم کسان ادب ته ورکړي دي په هغو کښې یوه نامه د همیش خلیل ده. پښتو ادب نه که د همیش خلیل خدمات منفي کړو نو ګويا چې په ګڼو شعبو کښې به د پښتو د بنیاد نه مضبوطې تيرې وباسو همیش خلیل په یو وخت شاعر، نقاد، محقق، صحافي، مترجم، افسانه نګار او نور ډبرڅه دی. د کتابونو شمير يې تقریباً پنځوسو ته رسیدلی دی ( اوس دغه شمير سلو ته رسيدلی دی ) چې غیر اهم او كم اهم کتاب پکښې يو هم نشته— زیات مشهور کتابونه ئې دادي— پښتانه ليکوال (تذکره) ورکه خزانه دوه ټوکه تذکره تول پارسنگ (تحقیق) حقیقت دادی ( تحقیق) چار ګل (افسانی ) طب نامه’ نام حق بازنامه، فراق نامه، سوات نامه اخلاق نامه و غیره خوشحاليات د شاعری درې مجموعې اوس څلورمه هم چاپ ده– او نور ډیر – د شاعر په حیث حقیقت پسند او مقصدي شاعر دے. افسانې ئې هم د ترقي پسند ادب د ژوندو مسئلو هنداره دي د حضرت عثمان رض بحقله لیکلی شوی يو کتاب ترجمه يې هم اردو نه پښتو ته کړې ده. خو د تحقیق میدان له ده سره زیات منسوب شو. دا حقيقت يې مخالفین هم مني چی کوم کار ادارې سره د وسائلو نه شي کولے – دے يې په يوازې ځان بغیر د وسائلو وکړي– زما په خیال ورته د پښتو ادب کولمبس وئیل پکار دي ځکه چې د نادرو کتابونو څومره انکشافات ده په يوازې ځان کړي دي ځینو ادارو په شریکه هم نه دي کړی د دوئ په شخصیت او ادبي خدماتو دوه کتابونه ژوند او فن او د انځر گل په نامه لیکلی شوي دي– دې نه علاوه دریم کتاب پرې هم چاپ کیدونکی دی.(دغه کتابونه هم اوس زيات شوي دي چې پکښې د جوهر خليل او شير احمد خليل کتابونه هم شامل دي ) ورسره د جر نلیزم ډیپارټمنټ پیښور یونیورستۍ يو طالب علم د دوئ په شخصیت او ادبي کارنامو تحقیق وکړو او بل طالب علم د دوئ په ادبي مجله دوران تحقیق کوي– دوران نه علاوه ئې پخوانۍ مجله جمهوریت هم چلولې ده. با گرام يې خپل اخبار وو او د اردو په انقلاب کښې ئې ملازمت کړے دے. د پښتو ادب تاریخ به د دوئ خدمات تل په خپله لمن كښې محفوظ لري او قدردان پښتانه به ئې په خدماتو تل وياړ کوی
س
همیش صیب دلته تقریباً څلویښت کاله وړاندې د پښتو ژبې او ادب د ترویج او ترقۍ لپاره یوه حکومتي اداره قائمه کړے شوې وه د دغه ادارې د ادیي فعالیتونو په حقله ستاسو څه خیال دے؟
ج:
دا اداره د افغانستان د پخواني حکومت په لره پښتونخوا د پښتو ژبې ادب او پښتنو لیکوالو د استحصال خلاف د هغه پروپیگنډې نتیجه ده چې د ریدیو نه کولی شوه– د دغې ادارې پیل خو ډير ښه و او ابتدا کښې چې د پښتو ژبی او ادب ترویج او ترقۍ لپاره کوم کار شوے دے، د ډیر اطمینان وړ دے خصوصاً د مولانا عبد القادر خان کردار ډیر اهم دی.
س
همیش صیب د نوې املا په باب ستاسو اطمینان تر کومه حده دی؟
ج
دا تاسوچی کومی املا ته نوې املا د پښتو وا یئ دا قطعا نوې نه ده سيوا د يو الفبت نیم په بدلولو را بدلولو دا املا کټ مټ په افغانستان کښې د ډیرو کلونو راسې رائجه ده هر کله چې کوزه پښتونخوا کښې او بره پښتونخوا په املا کښې خصوصاً د–ي– ګانو په ليکلو کښې فرق و اوس د دغی املا په رائج کیدلو د دواړو اړخونو ترمینځه د املا فرق ختم شو او دا د پښتو ادب په پرمختګ کښې يوه ډيره ښه او ګټوره ابتدا ده. په کار ده چې د ادب د ترقۍ په خاطر
ټول پښتانه دا عملي کړي —
س :
تاسو د « پټه خزانه في الميزان نومی کتاب جواب ولې وکړو؟ او بيا که ستاسو د جواب په جواب کښې هم څوک کتاب ولیکي نو ستاسو رد عمل به څه دی؟
ج
څوک چې زما د ژبې بنيادونه نړوي او د هغی قدامت ته محض د ذاتي مفادو لپاره نقصان رسوي نو په داسې حالاتو کښي آخر زه څنګه خاموش پاتې کیدی شوم؟ د يوې غلطې نظريې خورولو د اصلاح او مخنیوي لپاره دا زما ادبي فرض و چی خلق د گمراهۍ نه وساتم او حقیقت ورته وړاندې کړم دا اوس د لوستونکو خوښه ده چی دواړه کتابونه په غور ولولي او بیا خپله فیصله وکړي چی حقیقت څه دی، که زما د جواب څوک جواب وکړي نو د جواب جذبی ته به ګورم که دا جذبه انتقامي وه نو بیا مرد يم، انتقام به اخلم او که جذبه د اصلاح وه نو بیا به ئې هم که ضروري وه هم د اصلاح په
جذبه کښې جواب وکړم.
س
د پښتو ادب په پرمختګ کښې د کلاسیک ادب څومره لاس دے؟
ج
هر کلاسیک ادب د خپلې ژبې بنیاد ګڼلی شي ځکه نو کلاسیک ادب هم زمونږ د ژبی بنیاد دے د دغه بنیادي کردار په وجه زمونږ د نوي ادب ترقی هم د کلاسیک ادب منت باره ده او هر څومره چې ادب بنیادي وي عظمت او تمکنت به ئی حقیقت مومي
س
همیش صبب ستاسو د کتاب تول پارسنگ» متعلق که دا ووئیلی شی چې په هیواد د بحث به دوران د نظم به برخه کښې ستاسو دلائل ډیر قوي دي ولې د هیواد د نثر د برخې په ضمن کښې تاسو د نثر مثالونه نه دي راوړي ولې
ج
حنیف خانه زما په خیال تاسو کتاب په غور نه دی لوستی – او يا مو داخبره د چانه اوریدلې ده خو بیا مو ورپسې د کتاب لوستلو زخمت نه دی کړے ، زه ستاسو د جذبی سره اتفاق نه شم کولی ځکه چې په متلونو کښې د هیواد د «وطن» به معنی لپاره ما ډير ضرب الامثال پیش کړي دي. نه شم وئیلی چې تاسو ضرب الامثال يعني متلونه څه ګټلي دي. نظم او که نثر؟ اوس هم يو څو پکښې ماته یادیږی چې دادی. د يو هیواد اوبه د بل هیواد اوبه وي–او د یهودو په هیواد ګټه حرامه ده.
س
د پخوانۍ مجلې پښتون د ژبی او ادب د خدمت په باب ستاسوڅه خیال دے؟
ج:
اگر که « پښتون مجله د یو سیاسي تحریک ترجمانه وه، دغه تحریک یو پیغام لرلو او دغه پیغام رهبرانو قوم ته رسول غوښتل بيا يو داسي قوم ته چې پښتو نه بغیر په بله ژبه نه پوهیدو ځکه نو په پښتو ژبه د دغې مجلې د اجرا ضرورت هم و او مجبوری هم خو د خپل سیاسی کردار سره سره دغه د پښتو وړومبۍ مجلې چې د پښتو ژبې او ادب کوم خدمت کړے دے، زما په خیال پښتو کښي لا بلې کومې مجلې دا فخر نه دی تر لاسه کړے ملی بیداری ده که ادبی بیداری هم د دغې مجلې له برکته مينځته راغلی په پښتو ادب د سکوت درنې پردې ئې لرې کړی. نوی نوی لیکوال پیدا شول او د پښتو ادب په ټپه ولاړه بیړۍ یو ځل بیا د منزل په لور خرامانه خرامانه روانه شوه
س
د پښتو ادب د تحقیق او مستقبل متعلق ستاسوڅه رايې ده؟ ج:
پښتو ادب کښې د باقاعده او اصولی تحقیق د رجحان موده ډیره کمه ده چې ډېر زور شي دغه څلوېښتو پينځو څلویښتو کلونو راسې تحقیق ته توجه شوې وه –کامل صیب حبیبی صيب رښتین صيب او بينوا صيب په دغه لړ کښې ډير مفید او درانه ادبی تحقیقونه کړی دی. موجوده وخت کښې هم د ادبی تنقید کوششونه روان دی چې ډيرې ښې او سود منې نتيجې ئې زیږولی دی او که د تحقیق دا رفتار هم دغه شان روان پاتې شو نو بيا د پښتو ادب د نورو صنفونو غوندې د تحقيق مستقبل هم روښانه لیدلی شی.
س
همیش صبب تاسو خپله دغه دعوی چې اشرف خان هجری څوارلس كاله قيد و خنکه ثابتولی شئ؟
ج
حنیف جانه د اشرف خان هجری به گوالیار کښې د بنديدو ذکر خو د هغه زوی افضل خان خټک په تاریخ مرصع کښې هم کړی دی البته څه وخت چې د ګوالیار له قلا نه دکن بیجا پور ته ولیږلی شو نو د ځینو خلقو خیال دی چی بیجارپور کښې هغه قیدی نه و بلکې آزاد و حالانکې هم په دکن بیجا پور کښې لیکلی د هغه ډير داسې د پښتو او فارسی شعرونه دا گواهی ورکوی چی اشرف خان هجری په بیجا پور کښې آزاد نه و بلکې قید و بیا که هغه آزاد و نو خپل وطن ته ولې نه راتلو او بیا په تیره تیره هغه د خپل پلار خوشحال خان د ناروغتیا نه خوضرور خبر و او د خوشحال خان خټک د ناروغتیا په دوران کښې اشرف خان هجری په دکن کښې ؤ نو که هغه آزاد وی نو د خپل پلار په ناروغتیا با مرگ ولی نه راتلو، چونکی هجری په قید کښې و، ځکه خو د پلار په ناروغتيا او مرگ د هغه نه راتله د هغه مجبوری وه یا د بهرام خان سره داقتدار لپاره د جنګونو نه پس هجری دا خنکه برداشت کولی شوه چې بهرام خان دې اوس هم د هغه دسرداری لباره د هغه د زوي افضل خان سره جنګونه وکړی اودی دې پۀ دکن کښې بې غمه خوبونه کوی یا بندی دې نه وی آزاد دې وی او د بهرام خان به مقابله کښې دې د خپل زوي افضل خان امداد له نه راځي-ډ په گوالیار کښې د کال نیم قید نه پس دکن بیجا پورته لیږلے شوی وي- له هجری د خپلو شعرونو نه واضحه ده چې لس لس نیم کاله په زندان کښې و او دا شعرونه هغه هم د بیجا پور په زندان کښې لیکلی دی
مثلا :
ده سال و چند ماه شده کز عتاب شاه محبوس گشته ایم درین دار عاصیان تسع بگذشت که در نا رعتاب هستیم
سال عاشر شده بر عمر عذابم آغاز چو بنشید به کان خویش مرور
بیاد آورد زبنديوان مهجور من از فرقت به کیش ذبح ماتم دکن برجان ما چون نار تنور
اوس هم که څوک ووائی چی اشرف خان هجری به دکن بیجاپور کښی آزاد و نو دا به د هغه سر زوری وی.
س
همیش صیب د نثر هغه بازنامه چی تاسو د افضل خان خټک په نامه یاده کړې ده ځینې خلق دا د خوشحال خان خټک ګڼي تاسو په کوم دلیل دا د افضل خان ثابتوئ؟
ج
گوره خانه! دا خو هر چاته معلومه ده چی خوشحال خان خټک په خپله کورنۍ کښې په خان هم یادیدو او چونکې دغه بازنامه کښې يو ځائی کښی داسي لیکلی شوی دی چې:
لوئی خان په خپله منظومه بازنامه کښې وئیلی دی بیا د هغه يعني خوشحال بابا د بازنامې يو شعر ئې هم راوړی دی نو که دا بازنامه د خوشحال خان وی نو هغه پخپله به داسې ولې وئيل : نو دې نه معلومیږی چې دا د خوشحال خان خټک خو بلکل نه ده اوس سوال دا پیدا کیږی چې اخر نو د افضل خان خټک څنګه شوه؟ د افضل خان په دې شوه چې افضل خان خټک په دغه بازنامه او تاریخ مرصع دواړو کښې د بهادر شاه د زوې رفيع القدر ذکر کړی دی او د شهزاده سره د ښکار او ملاقاتونو احوال هم بیانوي ځکه نو دا امکان ډیر قوي دی چې دا بازنامه د افضل خان خټک دہ
10-7-95 د مرکې نيټه
نوټ—– د املا د غلطيو راته بخښنه وکړئ—
0