د تهذيبونو تاريخ پۀ اصل کښې د انساني تخليق رېکارډ دى دا داسې هر انساني عمل ته وايي چې پکښې يو غېر متوقع حېرانتيا وي ۔ چې يو منظمه ازادي لري۔ چې تضاداتو کښې وحدت راولي چې يو بوږنونکى دريات وي۔ يو نشه ايزه فضا جوړه وي او د يو مستقلې خوشحالۍ علامت وي۔
تخليق د تخئيل او تصور په نيلي سور دا ټول مهمونه ترسره کوي۔ نو ځکه تخئيل پۀ خاص کښې د عام پۀ مجرد کښې مجسم،پۀ خيال کښې امېج، پۀ تازه او نوي رنګ کښې راغونډوي۔ څومره څومره چې تخئيل تېز او ژور حساسيت لري، د اجزا د راغونډولو قوت لري او د الوت داسې غېر متوقع تېزي او زور لري چې منصوبه بندي يې نۀ وي شوي نو هغه هومره تخليق لوړ او خوندور وي۔ د کالرج د وېنا مطابق يو لوړ تخليق کار انساني روح ټول په حرکت کښې راولي۔ پۀ شکل کښې چې د روح او احساس ټول صلاحيتونه د يو بل ملاتړ وي۔او يو نوى وحدت او جسم تر لاسه کوي۔ دا عمل اورېدونکى ، لوستنوکى او کتونکى داسې دنيا ته والوځوي چې نوې هم وي او زړه هم
ښکاره هم وي او پټه هم چې عمل هم وي او فکر هم او دا د دې وجې چې خيال هم وي او امېج هم د خيال يو خوندور او متحرک امېج
تخليق کولو کښې تخليق کار د تخليق وسيلو (لفظ،رنګ او ساز وغېره) نه کار اخلي خو چې امېج تخليق شي نو دا وسيلې غېر ضروري شي۔
سائل د پښتو د دې شډل بډل وطن هغه تخليق کار دى چې د ډېر وخت نه ډېر متحرک امېجونه تخليق کوي۔ مجردو تخليقاتو نه مجسم شکلونه،چې پکښې د زمان او مکان ټول حساسيت ، تنظيم او نوى والى راغونډ وي۔ دا د يو دور د معروض داسې تصويرونه وړاندې کوي چې پکښې د تخئيل رنګونه ځائ په ځائ شيندلي وي۔ د سائل سندرې لکه
” تۀ د خورو زلفو ګېډى په سر ولاړه اوسه
د ښائستونو د سپرلو په غر ولاړه اوسه
زۀ دې تصوير د ګل په پاڼو جوړوه
مازيګر دى
نن دې په ګوتو د خپل فن سينګارؤمه
مازيګر دى“
او د سائل نظمونه لکه ” اختره پۀ ما مۀ راځه “ او ” کله مې پېرزو شې پۀ بمونو پېښوره“
د دې نظمونو امېج يقيني توګه ددغې ټول دور يو داسې تصوير ذهن کښې جوړوي چې ژوندى هم دى او متحرک هم۔
د داسې ژوندي تخليقونو امېجونه تخليق کولو دپاره سائل ځانګړي لفظي علامتونه لري۔ او دا زما په خيال د سائل د شاعرۍ د ټولو نه غټ خصوصيت دى۔
دا هنر سائل د وطن د نورو تخليق کارو نه په ښکاره توګه جدا کوي۔يوازې دا نۀ بلکې د علامتونو موسيقيت او ترنم د سائل هر نوي تخليقي امېج ته حرکت هم ورکوي او خپل تخليقي روايت سره تړي يې هم ! لکه ”لمبه“
”
ستا د نظر لمبو د سېوري ته لږ خوب کومه
ستا دې په خپل حسن قسم وي جانه ويښ مې نکړې“
”لکه ليتکى ځان بلوم اخستى شپې هم يم
لکه پتنګ اودۀ په څانګه د لمبې هم يم“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
”د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري
تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم کۀ نۀ ؟
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
”څنګه به د خپل احساس په سرو د لمبو کښې نۀ سوزم
څانګې مې د ګل هسې ارمان په سنګينونو کښې“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دغسې نظر ،شونډې ، سپرلى، ګل ،وطن، کلى ،کور، او ښار د سائل د تخليقي امېج شوخ رنګونه دي۔ او دا د سائل د حساسيت او هنر مندۍ وسيلي هم دي ۔ لکه
”سوزم لمبه کېږم لېونۍ تندې اخستى يم
شونډو ته مې شونډې رانېزدې که لېونى مې که“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
زۀ چې ستا د چاؤدو شونډو سپورو زولفو وير کؤم
ګوره خلق دې ته د وطن سندرې نۀ وائي
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د يار په شونډو اوچ پاړونه
د دې وطن د ګلستان تصوير دى“
” د دې سپرلي په ګل ورين نظر کښې
زما د تار په تار ګرېوان تصوير دى“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
” ما لېونى هم غلى کولى نۀ شي
ستا د لېوني نظر د زور ژبه“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
”ولې دې د مخ لمبې خاموشه شوې
دا د اوره چا پرې کړه د اور ژبه“
ستا په غوڅو شونډو د سپرلي قيصه
پېژني پرهر د زړۀ ټکور ژبه“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
ټي اېس ايليټ چې د فنپارې د کلاسيکيت خبره کوله نو دوه څيزه يې لازم ګڼل۔ دا دواړه پۀ اصل کښې د يو منبع راوتي دي ۔ يو هغه کلاسيکي فنپاره چې د وخت څپېړو ته ځان نيوى شي او په هر دور کښې خپل وجود برقرار اوساتي هغه دې په يو وخت کښې تاريخي ۔ تخليقي تسلسل هم لري او بل دې هغه څنګه چې زمکې سره نېزدې تړون لري۔ دغسې دې آفاقي حقيقتونه هم خپله لمن کښې ځائ کولى شي۔ دې ته د اسانتيا دپاره دې بحث کښې کلتوري حساسيت هم وئيلى شو۔ دا خبره به حقيقت ته نېزدې وي کۀ مونږ اوايو چې کله سائل خپل تخليقي سفر شروع کولو په هغه تاريخي مرحله کښې د داسې قسمه تخليقي اظهار روايت پښتو شاعرۍ کښې موجود نۀ وۀ۔ د حمزه خان شينواري، صنوبرحسېن کاکاجي، اجمل خټک، قلندرمومند او شېر علي باچا پۀ تخليقونو کښې د سائل نۀ مخکښې د کلتوري حساسيت اظهار شوى وو۔ او دغسې د پښتو دنړۍ نه بهر په هند کښې سجاد ظهير، فېض احمد فېض او ددې ډلې نورو نامتو ليکوالو تخليقونو کښې د داسې قسمه اظهار اعلىٰ نمونې موجودې دي۔
او دا ممکنه ده چې سائل ددې ټولو نه په خپل خپل ځائ اثر اخستى دى۔خو د سائل خپل تخليقي شخصيت دومره ارت بېرت او پراخه دى چې کلتوري حساسيت اظهار يې هم پۀ خپل تخليقي اندازکړى دى۔ کۀ دې ته مونږه د اردو نقادانو په ژبه مزاحمتي اظهار اوايو نو دا به د دې پراختيا لنډول وي۔سائل د کلتوري حساسيت اظهار څۀ په دا رنګ کړى دى۔
” څومره نادانه ده په ډک محفل کښې
د اوښو لار په لوپټه ورانوي“
” په ډمامه د کلي خلق راغلۀ
چينار يې اوسېزو چينه ورانوي“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
” کله يې لمبې ګلونه ، کله يې ګلونه اور
زار شمه ترې ګل دى که لمبه زما د خاؤرې ده“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
” زما ګرېوان يې ريښې ريښې کړو، زما وجود دې اندام اندام کړو
پردى ټوپک دى پردى سنګر دى ، هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم
کوڅه کوڅه مې د زړۀ په وينو روزانه لامبي زۀ ورته ګورم
ما په ما وژني کافر هنر دى، هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم
يو شان پښتون دى ، يو شان وجود دى کۀ کابل دى کۀ پېښور دى
يو مې زړګى دى بل مې ځيګر دى هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دا مونږ ټولو ته پته ده چې د سائل د کلتوري حساسيت دا اظهار يو وخت کښې د عام اولس تخئيل داسې موټي کښې اخستى وۀ چې د زرګونو جلسې به يې اولړزولې۔ او زما په خيال هم دا هغه هنرمندي وه چې سائل يې د پوره يو نسل د ذهني تحريک سر خېل کړو۔ دا خوش بختي سائل خان په خپل تخليقي زور او هنر ګټلې ده۔
لکه د کائنات ارتقا د نورو څيزونو د سائل تخليقي شخصيت هم وخت تر وخته ارتقا کړې ده کۀ چاپ شوې مجموعې مونږ د سائل د مختلفو دورونو يادګارونو ګڼو نو دا څرګندېږي چې د سائل وړومبۍ مجموعه ” د لمبو په سېوري“ کښې د ذاتي احساسونو اظهار ډېر ښکاره دى۔ ددې مجموعې لوستو نه وروستو سائل باندې د دردېدلي روماني ښار ګمان کېږي۔دلته د سائل د فن باريکۍ پۀ وړومبي ځل مخې ته راغلي دي لکه چې وائي۔
”پۀ تلو کښې لږې سترګې راړولى شې کۀ نۀ شې
ټوټې مې د زړګي پېوندولى شې کۀ نۀ شې
” لوګى دې د نظر د تندرونو نه جانانه
دا پاتې دنياګۍ مې سېزلى شې کۀ نۀ شې“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
”د ښائستونود سپرلي بادونه“
او ” د وير په چم کښې وار د نغمو دى“
د سائل د دويم دور شاعري ده۔ د دې دور شاعرۍ کښې سائل د معروضى او سماجي ماحول تخليقي تصويرونه راښکلي دي۔ دې کښې حرکت، تېزوالى او ترنم دى۔ خو په قافيو کښې يې ځائ بې ځايه بدعتونه هم موجود دي لکه چې يې د ”لمبې“
او ”لېونى“ او د ”مېکدې“ او ”تندى“ قافيي تړلي دي خو دا هم يو حقيقت دى چې د دې دور شاعرۍ په لکونو زړونه درزولي وو او په زرګونو ذهنونه يې مشتعل کړي وو۔ لکه چې پخپله وايي:
” شمعې مو جامونه کړل په ټول محفل مو اوويشل
عام مو کړل
خلقو کښې د فکر د لمبو شراب
خبر د شعور ابرېښېدو لاړ د هر تصوير په مخ
هر ښائست رڼا رڼا او هر نظر ګلاب ګلاب“
يا لکه چې وايي:
”چې د خپل ذهن د سرو وينو نه سپرلى جوړوي
چې د زړګي د څړيکو مستې ترانې جوړوي۔
چې د وختونو په اوورونو کښې ګُلونه ګوری
چې اسويلی راغوڼوي ترې نه وږمې جوړوي
چې فضاګانې ئې اثر د ليونتوبه اخلي
د زړۀ درزا نه چې د سوي ژوند نغمې جوړوي.
چې دا به څوک وي ليونے غوندې فنکار ښکاري.
………………………………….
د سائل د دريم دور شاعري چې په٫ د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري؛ او ٫تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم کۀ نه؛ کښې چاپ ده د هنرمندۍ فني باريکۍ او تخليقی فراختيا اعلٰی نمونې لري.د دې دور شاعري کۀ يو طرف ته د وړومبی او دويم دور حسين امتزاج دے نو بل طر نه دلته سائل د شناخت مسٔلې سره مخ دے.دلته د سائل يقين شک کښې او قهر ښفګان کښې بدل شوے دے.ځکه لهجه کۀ ئې مړه مړه وي خو دننه سکروټې لری د. لکه
پرون په څومره لويه بیعه خرڅيدل سرونه
مونږ ليونی وو چې بې ځايه مو شيندل سرونه.
د سرو ګلونو هيږ مښې خوب کول مشکل خو نه وو
مونږه د غرونو سره هسې جنګول سرونه.
………………………………….
د وينو رنګ مې کۀ جامه د ګلاب.
اوس په ځان رقص کوي نغمه د ګلاب.
لکه کوڅه کوڅه زما د وطن.
په وينو پاڼه پاڼه سره د ګلاب.
چې د نظر لمبې پرې مړې کړم کۀ نه.
ټق د خماره چوي کاسه د ګلاب.
حوالې…
(۱) Daich es David CriticalA Pproaches To Literature Longman Group UK Ltd 1981
2 Halpem Dian F Thought & knowledge Lawrence Erbaum Associates 1996
۳ خالد اقبال ياسرـ سه ماهي ادبيات شماره ۳۱ تا ۳۴ اکادمی ادبيات پاکستان (۱۹۸۵) ۴ سائل رخمت شاه ٫د لمبو په سيوری؛ اولسي ادبي ټولنه مردان ۱۹۸۵ –
(۵) سائل رخمت شاه ٫ د ښائستونو د سپرلي بادونه؛
(۶) سائل رخمت شاه ٫د وير په چم کښې وار د نغمو دے؛
(۷) د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاری؛ جدون پریس ۱۹۹۲.
(۸) سائل رخمت شاه٫تاله تصوير په ګلاب جوړ کړم کۀ نه؛ وحدت پریس پيښور ۱۹۹۴