دا يو داسې سوال دے چې د پښتنو يا روستو پاتې ټولنو کښې يې زيات وګړي په ښکاره کوي يا يې محسوسوي. زما نه هم دغه سوال زياتره کېږي او زۀ ورته دغه څو معرضات کوم:
* جذباتي اثر: Emotional Impact
څنګه چې مونږ ته پته ده چې شاعري د جذباتو په زور مخې ته راځي نو دا د لوستونکي يا اورېدونکي هم جذبات او احساسات رالړزوي. د جذباتو د رالړزېدو په زور د دوي پخپلو ذاتي تجرباتو او خيالاتو کښې يو ارتعاش پېدا کېږي . دا جذباتي تړون او ارتعاش د ځان پېژندنې (خود شناسي) ، ځان موندنې (خود دریافت) او د ذاتي پرمختګ سوب ګرځي.
* د تناظر بدلون: Perspective Change
شاعري د ژوند ، خپلويو (رشتو) ، ټولنې او انساني تجربې په اړه يو نوے تناظر او بصيرت مخې ته راوړي. په تخليقي او تخيلاتي انداز خپله مدعا او اظهار د وړاندې کولو په ترڅ کښې لوستونکي يا اورېدونکي ته ګواښ ورکوي چې د يو بدل (مختلف) انداز نه سوچ وۀ کړي ، په موجودو مفروضو سوالونه پورته کړي او نړۍ ته د يو نوي نظر سره وۀ ګوري.
* همدردي او تعلق: Empathy and Connection
شاعري د انساني جذباتو په لړ کښې د انساني جبلتونو (ضرورتونو) اظهار هم کوي . د عالمګيرو موضوعاتو لکه محبت ، غم ، درد ، خوشحالي او نورو لټون کوي چې د هر انسان ضرورت دے . نو په دغه سوب مونږ وئيلے شو چې شاعري د يو زړۀ (اصل کښې ذهن) نه پورته شوے اواز وي چې بل زړۀ ته ننوځي. دارنګې د يو مشترکه انسانيت احساس زېږوي ، د نسلونو ، قامونو ، رنګونو او مذهبونو توپيرات (اختلافات) له مينځه وړي او انسانيت يا اولسونه د يووالي په لور دېکه کوي.
* الهام او ترغيب: Inspiration and Motivation
شاعري د ذات او وګړيو (يا ټولنې) د محرومۍ ، خواهشونو او ارمانونو نه الهام اخلي او وګړي د خپلو خوبونو ، ارمانونو او خواهشونو د پوره کولو يا لاس ته راوړلو د مبارزې او هڅې د پاره هم چمتو کوي. د وګړيو د محرومۍ په لړ کښې شاعري (شاعران) د همت او امېد په شان مواد هم وړاندې کوي چې ورسره د وګړيو روحونه تازه کېږي ، په ژوند يې باور زياتېږي او د يو مثبت بدلون د پاره يې حوصلې لوړېږي او د يو روڼ سباون په لور د قدم اخستو جوګه کېږي.
* کتهارسس او روغتيا: Catharsis and Healing
شاعرۍ ته کهتارسس يا د خوشحال خټک په ژبه د سړي حېض هم وئيلي شوي دي . کتهارسس يو ضروري عمل دے چې په نۀ کېدو يې ډېرې نفسياتي ناروغۍ هم مخې ته راځي. شاعري (اظهار) کول که د شاعر کتهارسس دے چې په ترڅ کښې يې شاعر د نفسياتي ستونځو نه رابهر کېدے شي او شاعري لوستل يا اورېدل ګويا د لوستونکي يا اورېدونکي کتهارسس دے ، يعني لکه د يو ناروغه انسان سره چې بل ناروغه انسان خبرې کوي او خپل درد يو بل سره شريک کوي چې په پايله کښې يې نفسياتي ستونځې کمېږي او روغتيايي اړخ ته رادرومي.
* تخليقيت او تخيل: Creativity and Imagination
شاعري پخپله تخليق وي ، د تخيل زېږنده وي او د ذات اظهار وي نو په دغه سوب د لوستونکيو يا اورېدونکیو تخليقي صلاحيتونو ، د تخيل قوت او د ذات د اظهار د پاره هم يوه مثبته لاره ګوري. په شاعرۍ کښې د ټکيو ، علامتونو ، منظرونو ، حادثو او واقعو کښې لوستونکي او اورېدونکي مشغول او مصروف شي چې په پايله کښې تخليقي سوچ کښې يې پراختيا راځي ، خپل تخيل ته وده ورکوي او د خپل اظهار نوې طريقې لټولے شي.
* تنقيدي سوچ: Critical Thinking
څنګه چې شاعري د تنقيدي سوچ زېږنده وي ، دغسې د لوستونکي او اورېدونکي تنقيدي سوچ هم لوړوي. شاعري په ژوند تنقيد دے او د ژوند په هره چاره او هرې زاويې په اړه د خپل نقطه نظر په ترڅ کښې يوه خپله مقدمه وړاندې کوي چې د لوستونکي يا اورېدونکي تنقيدي سوچ کښې هم ارومرو پراختيا او زياتوالے راولي .