فرید خان (۱۴۷۳ نه ۱۴۸۶ ترمنځه پېدا) د پښتون بادشاه شیر شاه سوري خپل نوم ؤـ شیرخان ورته د خپلې بهادرۍ یا د ځینو له قوله د ازمري سره د مقابلې له وجې وئیلے شوے ؤ، شاه او سوري ئې په هندوستان له فتوحاتو نه پس د خپل نوم سره ورزیات کړې وو ـ
د هغه پلار حسن خان د بابر جاګیردار ؤـ شیرشاه په خپله سره د نورو پښتنو د مغلي فوځ حصه پاتې شوې وه، خو دغه دوران کښې ئې د هغوي د نفسیاتو او کمزوریانو په غور سره جاج اخستے ؤ او دې نه خبر شوے ؤ چې مغل په کومو کومو طریقو وهلے کېدې شي ـ هغه څو څو ځله د نورو پښتنو سره خپله دا مدعا شریکه کړې وه او وئیل به ئې کۀ پښتنو راسره اتفاق او همت وکړو نو د مغلو نه به د هندوستان بادشاهي بېرته اخلم ـ
بابر په هندوستان کښې د مغل سلطنت باني ؤـ چا چې په هند کښې د پښتنو بادشاهۍ ته د پاي ټکے یخښودلے ؤ او د پاني پت (۱۵۲۵،۱۵۲۶ء وړومبے جنګ) په مېدان ئې په خپله جنګي حکمت عملۍ، نورو سلطنتونو په مرسته او په هند کښې په وړومبي ځل د بارودي موادو په استعمال سره د پښتنو د یو لاک نه سېوا فوج او پښتون بادشاه ابراهیم لودهي ته ماتي ورکړې وه او په باقاعده توګه ئې د مغلیه سلطنت بنیاد یخښودے ؤـ
د بابر د فتح نه پس ډېر اقوام د هغه په فوځ او جاګیر کښې شامل شوې وو، فرید خان/شیرشاه هم د هغوي په وفادارو کښې شامل ؤـ د خپلې وفادارۍ د ثبوت د پاره ئې د محمود لودي په ماتي او همایون په مرسته کښې خپل (متنازعه) کردار لوبولے ؤ ـ اګر کۀ دا ذاتي مفاد په قامي مفادو قربانول وو، خو بیا هم داسې نۀ کولو په راتلونکي کښې د شېرخان د پاره مسلې جوړولې ـ بیا هم هغه کۀ هر څو د هغوي په ملتیا کښې موده تېره کړې وه خو د پښتنو سره شوې چارې ئې د ذهن نه نۀ وتلې او د دوي د بیا ودانۍ او خپلواکۍ خوبونه ئې رښتیا کول غوښتل ـ
د بابر د مرګ نه پس همایون (د بابر زوي) ته ځاے په ځاے بغاوتونو سر پورته کړو، په دغه بغاوتونو کښې تر ټولو زوردار د شېرخان مزاحمت او حکمت عملیانې وې، چې په ظاهره خو ئې ځینې چارې د جنګي اصولو خلاف ښکارېدلې، ولې نور دا د شیرشاه د تجرباتو نچوړ او د مروج سیاست غوښتنې برېښېدلې ـ
شیر شاه په ۱۵۳۳ کښې بنګال مسخر کړو او له هغې پس ئې په فوځي او سیاسي طاقت کښې نور زیات والے راغلوـ شهنشاه همایون د هغه د سرکوبۍ خیال لرلو خو په نورو امورو کښې به بوخت شو او داسې شیرخان ته د مغلو خلاف د یو لوے قوت جوړېدلو موقع په لاس ورغلله ـ
شیرخان د مغلو د پاره یو ویروونکے خوب جوړ شوے ؤ، هغۀ مغل په پرله پسې چپاوونو ډېر زیات زپلي ووـ د لویو وړو واقعاتو نه علاوه شیرشاه، همایون او د هغه فوځ له په ۱۵۳۹ او ۱۵۴۰ کښې شکستونه ورکړې ووـ
په وړومبي ځل په لویه سطح شیرخان، همایون له د چوسا په مقام ماتي ورکړې وه ـ دا حمله دومره ناڅاپې او زورداره وه چې په مغلي فوج کښې د چا کوم خوا مخ ؤ، په هغه خوا وتښتېدل ـ د مغلو ډېر فوجیان مړه، زخمیان شو او همایون ډېر په ګرانه د مېدان جنګ. نه اګرې ته په تښتېدو کښې کامیاب شوـ شیرشاه ځینې خوا او شا علاقې په خپله قبضه کښې راوستے او په سویلي هندوستان ئې د بادشاهۍ اعلان وکړوـ
همایون یو کال په اګره کښې د لښکر تیارولو کښې مصروفه ؤـ په بل کال د یو لاک فوج سره د شیرخان خلاف جنګ ته را روان شوـ شیرخان د دوي خلاف پنځوس زره فوج جمع کړوـ د “قنوج” په مقام د دواړو فوځونو ترمنځه جنګ شروع شوـ همایون او د هغۀ فوج د خپل طاقت پوره د استعمال کوشش کوو، خو د وړومبي جنګ د ماتي سیورے او ویره ئې زړونو ذهنونو خوره وه ـ د څۀ مزاحمت نه پس او مغلي فوج په شا کېدو له کبله د مېدان نه بیا په تېښته شول ـ همایون په خپله دومره ویریدلے ؤ، چې په بغیر زین شوې اس/لغړ اس باندې د میدان نه وتښتېدو ـ د خپلو بیبیانو د حفاظت ئې هم څۀ خیال ؤ نۀ ساتلوـ په لاره په یو مات شوې پل ورغلو، چې د اوړېدو څۀ ول ئې جوړ نۀ شو له هېبته ئې په اس اوبو ته ورټوپ کړل ـ اس اوبو یوړو او همایون ډېر په ګرانه ځائي خلقو بچ کړو ـ
پښتون شېرشاه د هند بادشاه شو..
د همایون لښکرې تېښته ترې کوي نه…
د فتح نه پس شیرشاه د پښتون روایاتو پاسداري وکړه او په عزت سره ئې پسې بېګمات ولېږلې شوې ـ له دغې وروسته همایون په پنجاب هم تنګ کړې شو ـ همایون په شېرشاه د تاخت فکر بیا هم لرلو خو د هغه وروڼو او نورو خلقو ئې مرستې ته غاړه نۀ یخښودله ـ اخر همایون د هندوستان نه په وتلو مجبوره شوـ جلاوطن کړې شو، د دغه جلاوطنۍ په ورځو اکبر (اکبر باچا) هم پېدا شوے دے ـ شیرخان د دهلي په تخت کښېناستو، د سلطنت جلوس ئې وکړو، د خپل نوم سیکه ئې جاري کړه ، خپل نوم ئې د شیرخان نه شیرشاه کړو او د سور/غور (خاندان) په نسبت ئې ورسره سوري ملګرے کړوـ فرید خان د شیر خان نه شیرشاه سوري شو او داسې د هندوستان واګې یو ځل بیا د پښتنو لاسو ته راغلې او د شیرخان لیدلي خوبونه په حقیقت کښې بدل شوـ
شیرشاه سوري د لس پنځلس کالو نه حکومتونه کول خو په لویه پېمانه هغۀ په هندوستان صرف ۵ کاله حکومت کړے دےـ خو د دۀ دور حکومت د اصلاحاتو او نورو تنظیمي امورو په بنا د هندوستان تاریخ بهترین دور حکومت ؤـ په ۱۵۴۵ء کښې شیرشاه سوري د بارودي موادو د ډزېدو له کبله په حق ورسېدوـ تر ۱۵۵۵ پورې د سوریانو حکومت په څۀ نه څۀ شان وچلېدوـ خو لکه د شیرشاه غوندې استحکام ئې نۀ لرلو اخر همایون ته بیا موقع مېلاو شوه او په هندوستان ئې حمله وکړه ـ د هغه مقابله ؤ نۀ کړې شوه او داسې یو ځل بیا د پښتنو نه حکومت مغلو ته لاړو او همایون د بابر نه پس یو ځل بیا د مغلي سلطنت ځیلې په هندوستان ښخې کړې ـ
و مغل وته به هسې زور ښکاره کړم..
چې راضي راڅخه روح د فرید خان شي (خوشحال)
د فرید او د حمید دور به بیا شي
چې زۀ وکاندم په هر لورې تاختونه
(شعر، احمد شاه ابدالي)
/
لیک/لټون/تلخیص:
عدنان خیالي
۱۹ نومبر ۲۰۲۳
ـــــــــــــ
د نور تفصیل د پاره وګورئ:
تاریخ شیرشاهی (پښتو ژباړه) ـ
پښتانۀ د تاریخ په رڼا کښې ـ
د هندوستان پښتانۀ. بهار ـ
پښتانۀ شخصیات ـ
خپل اتلان وپېژنئ ـ
(یا په شېرشاه سوري ځانګړي لیکلي شوې د اردو پښتو بېلابېل کتابونه) او داسې نور
ـ
نوټ: دا لیک مې د خوشحال د شعر د تشریح (چې ما کړې وه) د متن نه بېل کړوـ
0