woman 0

ښځه —-

ښځه د پښتو عجيبه کليمه يا لفظ دی– د کورودانې په معنا هم او د عمومي ښځې په معنا هم— د ډير لټون نه پس هم ما د دې لفظ جرړه د نړۍ په يوه ژبه کښې ونه مونده— پکار وه چې په زړو اريايي ژبو کښې يې چرته ريښه تر نظره شوی وی خو ماته تر نظره نه شوه— د کورودانې په معنا په سنسکرت ژبه کښې هم هغه د هندۍ معروف لفظ– پتني– دی— په فارسۍ کښې خو هډو مفرد توري لري نه– هلته همسر دی–لکه عربۍ کښې چې زوجه دی— خو همسر او زوجه خو متقابل جوړې ته وايي نو بيا خو همسر او زوج سړی هم کيدی شي يعنې د ښځې جوړه— جرمن ژبه هم اريايي ريښه لري خو هلته — فراو — توری دی– په يونانۍ کښې سايزيګوس دی چې دا هم– ښځه — لفظ نه ډير لرې دی– دغسې جاپاني ژبه کښې — تسوما– دی چې لفظ ډير لرې نه دی خو ژبه پښتو نه ډيره لرې ده– په سپينش ژبه کښې — ايسپوزا— دی چې ښځه لفظ ته نور هم نزدې کيږي خو دغه ايسپوزا اصل کښې د فرنچ — ايسپاوس– او د انګريزۍ — spouse دی چې هم هغه متقابل جوړې ته وايي نو بيا دغه دواړه لفظونه د پښتو — ښځه — لفظ نه لرې کيږي– ترکي هم مونږ ته نزدې ژبه ده— هلته — ايش– دی چې د دې نه زيات پښتو ته نزدې توری د عبرانۍ — ايشه— دی–هر څو که عبراني سامي ژبه ده او پښتو اريايي— خو دا امکان لري چې د عبرانۍ ايشه د ترکۍ په لاره تر پښتنې سيمې هم رارسيدلی وي— په روسۍ کښې کورودانې د پاره— ژينه– لفظ راوړل شي چې –جينۍ– لفظ ته نزدې دی— خو پښتو کښې بيا جينۍ کم عمره ماشومې ته — پيغله د واده عمر ته رسيدلې ناواده شوې ته او ښځه واده شوې ته وايي– البته په يونانۍ کښې عام ښځې ته جينايکا– وايي چې د جينۍ ريښه پکښې شته– بلوچۍ کښې هم — جن — عام ښځې ته وايي خو دغه جن د فارسۍ د — زن — نه جوړ شوی دی– چې زياتو ښځو ته بيا بلوچۍ کښې– جنين — وايي — د عربۍ — جن او جنين– د پټ او خفيه په معنا دي چې د جينۍ د شرم و حيا د پټوالي سره يې نسبت کيدلی شي– خو باقاعده عمومي ښځې د پاره عربۍ کښې د نسا او امرا توري راوړلی شي– د سندهۍ — زال- او د براهوۍ — اورايي– خو بيخي پښتو نه لرې دي–
نو نتيجه هم دا کيدی شي چې — ښځه– بيخي د پښتو خپل توری لفظ يا کليمه ده چې نه خو له کومې ژبې اخستلی شوې ده او نه بلې کومې ژبې ته تلې ده—داسې به پښتو کښې ګڼ شمير لفظونه راغونډ شي چې ريښه به يې چرته هم سمون نه خوري— د دې وجه ما ته دا ښکاري چې پښتانه پخواني قباييلي او غرييز ژوند کښې د نورو خلقو نه ډير په ډډه او بيل پاتې شوي دی نو د تورو او کليمو اوړنه راوړنه يې هم پخواني دور کښې ډيره کمه شوې ده— چې يو توری يا کليمه يې دغه ښځه هم ده—- زه که د پښتو خپله معنا يې کول غواړم نو هغه به هم دغه د –کور ودانې– په تصور کښې وي يعنې کور يو مقام دی يا ځاې دی — نو د ځاې ښه کوونکې — ښځه کيدلی شي— ښه ځاې جوړونکې— ښه ځاې ابادوونکې– مطلب د ښه او ځاې دوه تورو مرکب— ښځه–
دا زما خپل سوچ او اندازه ده— اصل ريښه به يې د ژبو پوهان څرګندولی شي—

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ