پاکستان کښی د تېرې سر شمېرنې په رڼا کښې د پښتو ژبې ويونکو ابادي څلور کروړه دري دېرش زره نهه سوه شپږ څلوېښت ده پدغه شمېر پښتو د پنجاپي ژبې پس دوېم شمېر کښی ده پښتو د 18/15 سلنه وګړو او پنجاپي د 36/98وګړو ژبه ده سندي په درېم شمېر 14/71 سلنه وګړو سرائيکي په څلورم د 12/ وګړو او اردو په پينځم نمبر د 9/ وګړو ژبه ده.
پښتانه د پښتونخوا افغانستان او په نړۍ کښی خواره که راغونډ شي نو د لس کروړه ډېر دي دا قام په ټوله کښی په دېرش غټو قامونو کښی دې او څه وخت پس به پښتو ژبه د نړۍ په لسو غټو ژبو کښی شامل شي.
دغه سرشمېرنه د ډېرو تېروتنو هم ډکه وه ځکه چې د ډېرو نورو قامونو د مورنۍ ژبو په اړه هم پکښې ډېرې تیروتنې د ېو ریاستي پراجېکټ په توګه د پوليټيکل انجنئرنګ لپاره شوي دي.
ددې سرشمېرنې په رڼا کښې پوښتنه دا ده چې په پينځم نمبر ژبه اردو څنګه د نورو څلورو قامونو په زوره قامي ژبه کول شي ځکه که د اردو څېړنه مو اوکړه نو دا حقيقت کښې د ېو قام ژبه هم نه ده ځکه د اردو په نامه کم قام د نړۍ په سر وجود نه لري اردو کم تاريخي فولکلوريکي ادب نه لري البته د رابطې په توګه په ډېرو خلکو د انګرېزې پشان په زوره خپله کړل شوې.
په پښتونخوا کښې څه اووه اتيا لاکه ويونکي د نورو ژبو هم ليکل شوي پښتونخوا د زرګونو کاله د تهذيبونو ځانګو ده دلته مېشت نور قامونه/ نسلونه هم د پښتون قاميت لاندې پښتانه دي ځکه چې پښتو ژبه او کلتور د قاميت د شریک توکي په توګه خپلوي که کوهستاني دي که ګوجر که هندي او که مغل او تاجک دا ټول که په نسل هرڅوک وي خو په قاميت پښتانه دي پښتون کېدل نسلي اکائي نه بلکې د قامي شناخت حواله ده .
دوېمه دا ده چې ددغه سر شمېرنې په رڼا کښې د تېر ځل د شمارياتو په اساس د پنجاپې ژبې ويونکي دولس لاکه کم شوي او د پښتو ژبې ويونکي دوه لاکه! د سندې او سرائيکي ويونکي هم کم شوي خو د اردو ويونکي دوه نيم فيصده ډېر شوي .
دا ځل د نورو ژبو سره، شينا ، مېواتي ، کوهستانی ، کيلاشي ، کشميري هم په رسمی توګه د مورنۍ ژبو په شمار کښی راوستل شوي.
سؤال دا دې چې د ژبې ویونکي ولې کميږي ېا ېو ژبې ته د وجود په ساتلو کښی کمې ننګونې پیښ وي ؟
ړومبی دا چې پښتو ژبه د خپل اولس په زور د زرګونو کاله نه تراوسه ژوندې ده رياستونو ددې ژبې سره تل تربګنی کړې د نصاب او رسنۍ ويستل شوې خو بېا هم پښتو د ګلوبلائزېشن پدی ېرغل کښی د فنا د خطر بار ده خو پنجاپي ژبه سره د بادار کلاس د فنا د خطر سره مخ ده ځکه چې پنجاپيان خپله مورنې ژبه په کور کښی نه وائي اردو او انګريزي په وياړ سره خپلوي.
دغه راز هغه پښتانه چې د وطن بار دي د دغه بار پښتنو په کورنو کښې هم څه وخت پس پښتو وائل پرېښودل شي په پښتو ورته ځان بدې ښکاري دوېم نسل څه وخت پس د پاکستان په نورو ښارونو کښی د ژبې پرېښودو له کبله غېر پښتون شي ماشومان د خپلې ژبې او د خپلې خاورې د کډوال کېدو له کبله ټول تهذيبي ميراث بېلي .
هڅه کوې چې کم پښتانه په نورو هېوادونو کښی ېا د پاکستان په نورو ښارونو کښی مېشت دي خپله ژبه پخپلو ماشومانو مه هېروئ!
ېوه ژبه فقط ېو لغت ختمېدل نه وي بلکې پوره د ېو اولس ،کلتور ،تاريخ ، او ، حافظه محوه کېدل وي.
په نړۍ واله توګه د مورنی ژبې د بېلات ېو لوئي لامل په نړۍ کښې پراخېدونکې ښاريت ،دurbanisation، دې د اتلسمې پېړۍ نه چې کله صنعتي انقلاب راپېل شو دخپل امروزه ژوند ژواک د ضرورتونو لپاره خلکو په لوئي کچ د کلو نه د ښاريو په لور کوچېدل شروع کړل مورنۍ ژبه په کلي بانډه کښې خو پخپل سوچه شکل کښې غوړه سمبال پرته وي خو په ښار کښی لادرکه شي.
تمدني زغل او ېرغل ښارونه ډېر او غټ کړل د ټېکنالوژۍ بدلون نوره تيزي هم وخت په وخت راوسته په ښارونو کښې د هر ځائې نه راغلي خلک د مجبورې نه بله ګډه ژبه په مارکيټ دوتر کښې وائي چې په نتيجه کښې مورنې ژبه پاتي شي دغه د بلې ژبې اغېز څه وخت پس د خلکو کورونو ته اورسي هغه پښتانه هم چې په نورو ښارونو هېوادونو کښې اوسي په کور کښې په پردې ژبه خبرې ډېر وياړ ګنړي په نتيجه کښې څه وخت پس ماشومان د خپلې ژبې سره ناشنا شي ښاريت او جهانيت نړۍ والې که د اوس وخت انسان ته ډېرې ګټې او د ژوند آسانې ورکړي نو بلخوا دغه نوي دور لکه د مورنې ژبې د ګواښ سره د مخ کولو پشان ډېرې بدې راوړنې هم روړي د اقتصادي او نړۍ وال رسنو په سېلاب کښې ېو ډؤل نړۍ وال کلتوري هڅو د بېشمېره محکوم او زپلي قامونو ژبې او کلتورونو د ستر ګواښ سره مخ کړي ځکه دغه نړۍ وال ېرغل د کمزورو اولوسونو په مقابل کښې په ډېر سائنسي هنرونو او وسائلو مجهز دې.
مولانا خانزېب..