0

مقامِ سفاهت ( د خپل کتاب فنار نه انتخاب)

د “کَمَآ ءَاَمَنَ النَّاسُ” نه “مطلقِ ناس اؤ یا “ستیا ناس” مراد نۀ دي بلکې “اصحابِ النبي (صلی الله تعالیٰ علیه وسلم)” ترې مراد دي ، چې تاسو داسې ایمان راوړۍ لکه څنګ چې صحابه کرام ایمان راوړے ، الف لام دلته د عھد اؤ یا د کمال د پاره راوړلې شوے ځکه چې صحابه کرام د کمال درجې ته رسېدلې وۀ نو پۀ ایمانیاتو کښې صحابه کرام معیار دے اؤ پۀ ایمانیاتو کښې د ھغوئ تقلید ضروري دے. د دغې وخت مالدار مګر نالائقه خلکو به اصحابِ رسول ته د غربت د لاسه “سُّفَهآء” وئیل یعنې احمقان لکه چې وائي “کَمَا آمَنَ السُّفَهآءُ” ایا مونږ داسې ایمان راوړو لکه څنګ چې دې جاهلانو/احمقانو راوړے دے نو الله د اصحابِ الرسول دفاع کوي اؤ وائي ” ألآ إنَّهُمْ هُمُ السُّفَهآءُ ” خبردار !! یقیناً دا (منافقان) پۀ خپله بیوقوفه دي. ألَآ ، حرف تنبیه د پاره ، اؤ بیا “إنَّهُمْ” اؤ بیا ورپسې “هُمْ” د تاکید در تاکید د پاره راغلې دے اؤ دې ته خبرِ انکاري هم وائي. دلته د سفاهت لفظ راغلې دے ، “سفیه” اصل کښې هغه چاته وائي چې لاره ترې خطا وي اؤ یا پۀ خپل سود و زیان باندې نۀ پوهېږي ، نو دې منافقینو به ورته سفهاء ځکه وئیل چې صحابه کرام د اخرت پۀ فکر کښې داسې سرشار وۀ چې د دنیا نفع و نقصان ئې شاته غورځولې وۀ. پۀ قران کریم کښې پۀ موضع اِفساد یعنې لَا تُفْسِدُوْا باندې شعور (وَلٰکِن لَا یَشْعُروْنَ) ذکر کول او پۀ مقامِ سفاھت (ألآ إنَّهُمْ هُمُ السُّفَهآءُ) باندې علم (وَلٰکِن لَا یَعْلَمُوْنَ) ذکر کول د کمالِ بلاغت مظهر دے اؤ دې سره دې اړخ ته هم اشاره اوشوه چې د حق اؤ باطل د پېژندلو د پاره علم ضروري دے اؤ د فساد اؤ اصلاح د پېژندلو د پاره شعور ضروري دے.

#خیام یوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ