پۀ میقاتِ اعتذار کښې چې کله بني اسرائیلو د روئیت باری تعالیٰ غوښتنه اوکړه نو دوئ تندر اونېول نو دلته ډېرو خلکو ته مغالطه شوي چې روئیت باری تعالیٰ ممکن نۀ دے ، که د الله جل جلاله لیدل ممکن وے ، نو دوئ به نیول شوي نۀ وے ، معتزله هم له دې آيت څخه استدلال کوي ، دغسې د “لن تراني” د آیت نه هم معتزله د امتناع روئیت باری تعالیٰ استدلال کوي ، مونږ دا وايؤ چې روئیت باری تعالیٰ فقط ممتنعِ شرع دے مګر پۀ دار الدنيا کښې ممکن دے ځکه خو يې وئیلې موسیٰ (ع) ته چې (لَن تَرَانِي وَلَٰكِنِ انظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي) یعنې “المعلق علی الممکن ممکنًا” نو دې ته تعليق الشيء بالمحال وايي ، څنګه چې معلقات بالمحال وي دغسې معلقات بالممکنات هم وي نو استقرار د غر امرِ ممکن دے اؤ پۀ دې معلقات الممکنات اوشو د ” فَسَوْفَ تَرَانِي “.
پۀ آخرت کښې روئیت باری تعالیٰ عقلً اؤ شرعًا پۀ هر اعتبار به وي خو پۀ دنیا کښې دا پۀ امتناع د شرع کښې راځي . دویمه خبره د موسیٰ (ع) پۀ زړۀ کښېې د خدای د لیدلو هیله پخپله د روئیت باری تعالی د امکان ثبوت دے.
فطرتِ سلیمه (قيد د سلیمه) هم د دغسې شیانو غوښتنه کوي کوم چې از قبیلِ ممکنات وي ، کوم څېزونه چې قبیلِ ممکنات نۀ وي د هغې آرزو پۀ زړۀ کښې نۀ پېدا کېږي اؤ پۀ “لن تراني” کښې دغه “لن” د تعقيد د پاره دے نهٔ چې د تعبيد د پاره .
اوس دلته دا سوال پېدا کېږي چې دغه اوياه کسان بیا تندر ولې اونيول (أَخَذَ الصَّاعِقَة) نو دغه تندر نيول د عناد له وجې وو ، دغه د روئیت باری تعالیٰ غوښتنه نۀ وه ، کۀ چرې دغسې وے نو بیا پکار وو چې موسیٰ (ع) هم پۀ دغه ګرفت کښې راغلے وے ، خو د دواړو پوښتنو اؤ د دواړو غوښتنو تر منځ توپير شته . د موسیٰ (ع) غوښته د روئیت ، عاشقانه ، استدعانه ، نیاز مندانه وۀ ، اؤ د بني اسرائيلو غوښتنه متعنتانه ، مخالفانه ، دښمنانه اؤ معاندانه وۀ.
دغسې د دغې اوياوو کسانو مرګ درسي (عبرتي) وۀ ، اجلي نۀ وۀ ، ځکه بیا ژوندي شول چې مطیع اؤ فرمانبردار اوسي.
#خيام يوسفزے