قول اول : قرآن د مغيباتو له امله معجزه ده يعنې د غيب خبرې پکښې راغلي دي اؤ داسې بل کتاب نشته چې پۀ هغې کښې دې ګنې د غيب خبرونه هم وي اؤ ټکي پۀ ټکي پوره هم وي .
قولِ ثاني : قرآن د خپل اندازِ بيان له وجې معجزه ده ، د قرآن کريم اندازِ بیان ډېر عجيبه دے ، چرته چې د جنت ذکر راغلے نو هلته ورسره د جهنم ذکر هم څنګ پۀ څنګ راغلے ، چرته د یوې پېښې ذکر کېږي، چرته نصیحتونه راشي، کله د دعا ذکر کېږي اؤ کله د الله تعالی نعمتونه شمېرلې کېږي نو داسې اندازِ بیان د بل یؤ کتاب هم نشته.
قولِ ثالث : قرآن د خپل اثر له وجې يوه معجزه ده یعنې قرآن ډېر زر پۀ زړونو اثر کوي.
قولِ رابع : قرآن باعتبارِ عدمِ خلَق یوه معجزه ده یعنې هر څومره ځله چې اولستې شي نۀ زړېږي یعنې پۀ لوستلو يې د لوستونکي زړۀ نۀ مړېږي ، د دنيا نور کتابونه چې لوستونکے یؤ څو ځله اولولي نو زړۀ يې ترې موړ شي خو قرآن یؤ داسې کتاب دې چې تر ټولو زيات لوستې کېږي اؤ هر لوستونکے غواړي چې یې بار بار اولولم .
قولِ خامس : قرآن ځکه معجزه ده چې پۀ دې کښې عجائبات دي اؤ تر اوسه پورې پۀ زرګونو تفسیرونه ليکل شوي دي خو د قرآن عجائبات نۀ ختمېږي ، هر مفسر د قرآن و سنت سره سم نوې نوې تفسیري نکتې راوړي اؤ دغسې د تفسيرونو دا چینې جاري دي اؤ جاري به ولې نۀ وي ؟ دا د خالقِ ارضُ سَماء کتاب دے
القرآنُ کلامُ اللهِ تعالیٰ لا تَنْقَضِي عَجَائِبَهُ الیٰ یَومِ القِیَامَة
قرآن د الله سبحانه و تعالیٰ کتاب دے چې د قيامت تر ورځې پورې به يې معجزې ختمې نۀ شي.
قول سادس : د اکثرو علماءُ پۀ نزد قرآن د خپل فصاحت اؤ بلاغت له امله يوه معجزه ده، يعنې د قرآن معيار د فصاحت او بلاغت پۀ لحاظ دومره لوړ دے چې بل هيڅ یؤ کلام یې سيالي نشي کولے ، ټول مخلوقات د قرآن پۀ شان د فصاحت اؤ بلاغت توان نۀ لري، نو پۀ دې اساس دا يوه معجزه ده.
نوټ : د قرآن د نازېدلو پۀ وخت د اهلِ عرب فصاحت اؤ بلاغت خپل عروج ته رسېدلې وۀ ، اهلِ عرب پۀ خپل فصاحت اؤ بلاغت ډېر زیات وياړ کوو اؤ د عربو نه پرته د نړۍ ټول خلق به د عجم پۀ نامه بلل کېدل ، یعنې ګونګيان به يې ورته وئیل .
خیام یوسفزے