0

تعقل او تخيل

تعقل په عقل ولاړ دی او تخيل په خيال– خيال کول هر څوک کولی شي خو خيال جوړول صرف تخليق کار کولی شي- تعقل د خارج نه دليل راوړي او تخيل د داخل نه – خارج يعنې د انسان د ذات نه بهر مادي کاينات او داخل يعنې د انسان د ذات دننه تصوراتي دنيا – ځکه تعقل معروضي دی يعنې ثابتې نتيجې ښايي او تخيل موضوعي دی خپلې متحرکې نتيجې ښايي – تعقل تحقيق کوي او تخيل تخليق کوي- تعقل په علم يعنې ساينس او فلسفه کښې کار کوي او تخيل په هنر او ادب کښې يا په ټولو زيبا هنرونو کښې کار کوي- تعقل د مخکښې نه د موجود جهان دريافت کوي او تخيل د نوي جهان تخليق کوي- تعقل د مادي نړۍ سره کار لري او تخيل د معنوي جهان سره- تعقل رښتيا لټوي او تخيل ښکلا لټوي-
ګويا د دواړو فطرت جدا دی او دواړه په جدا جدا لارو سفر کوي خو بيا هم کله کله دواړه له يو بل نه مرسته اخلي- ګويا تعقل که د کوم مادي حقيقت په لټون وي نو وړومبی ورته خيالي مفروضې جوړوي– بيا يې رد کوي بيا يې جوړوي – دغه عمل يې د تخيل دی خو اخر هم چې حقيقت درک کړي نو نتيجه يې په تعقل تمامه شي- دغسې تخيل هم دی چې هغه کله د يو نوي معنوي او خيالي جهان تخليق د ښکلا زيږولو د پاره کوي نو ورته د يو منطقي ربط او توازن ضرورت وي- دغه منطقي ربط او توازن يې د تعقل کار دی خو د نوي معنوي جهان د تخليق په صورت کښې نتيجه يې تخيلي وي– لکه يو شاعر چې د ښکلا زيږولو په خاطر يو نوی خيالي تصوير وړاندې کول غواړي نو عناصر به د مادي کاينات نه راخلي– عناصرو ته علامت تشبيه استعاره او ترکيبونه به د ژبې نه راخلي او بيا به د ابلاغ نه مخکښې يو خيالي يا تصوراتي تصوير ته د نوي شکل ورکولو د پاره د ترتيب تنظيم او توازن نه کار اخلي- تر دې ځايه عمل خو يې تعقلي دی – خو چې نوی تصوير پيش کړي نو هغه بيا تخيلي وي او مقصد يې د ښکلا زيږول وي – دا کار د شاعر نه علاوه مصور موسيقار سنګتراش او اداکار هم کوي– خو فلسفي او ساينسدان داسې نه کوي- د هغه مقصد د حقيقت درک کول وي- د ښکلا زيږول نه-
که دغه دواړه متضاد صفتونه تعقل او تخيل د يو بل نه مرسته اخستلی شي او کله کله خپلې لارې يو کولی شي نو په ټولنه کښې مونږ انسانان هم که دغه فطرت نه يا د فطرت دغه قانون نه سبق واخلو او د تضاد او اختلاف باوجود د يو بل نه مرسته واخلو د يو بل په کار راشو يو بل سره لارې يو کړو نو شايد چې دا به د تعقل هم تقاضه وي ځکه چې انسان د انس نه دی او عقلي غوښتنه يې د انسيت ادراک کول دي– او بيا دا به د تخيل هم تقاضه وي چې انسان ښکلا غواړي د ښکلا زيږون په هم دغه انساني نزديکت کښې دی— تعقل هم شاد او تخيل هم اباد-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ