اقبال د نسل نه کشميری او د ژبې نه پنجابی وو- د هغه په افکارو او عمل دواړو کښې چې د يو نسل يا ملت په حيث تر هر چا زياته مينه عقيدت او احترام چا سره ليدی شي هغه پښتانه دي- بل يو قام او ملت داسې نشته– تر دې چې کشميريان او پنجابيان هم نه- خو بيا هم زمونږ پښتنو کښې ډير خلق شته چې اقبال پرې ښه نه لګي- دغه تناظر کښې زما ذهن ته اکثر څو خبرې راځي يا پوښتنې راځي چې غور پرې کوم-
۱— اقبال د پښتنو نه پرته يو ملت هم داسې نه ليدو چې د ايشيا زړه يې ورته وييلی وی– دغه درناوی يې يواځې پښتنو ته ورکول لازم ګڼلي دي چې دا ولې-
ملت افغان در ان پيکر دل است
۲— اقبال د څوارلسم دسمبر ۱۹۱۸ په يو مکتوب کښې د هند پښتون تاريخ دان نجم الغني رامپوري سره د پښتو په اصل نسل او تاريخ خپله څيړنه شريکوي چې دلچسپي يې څه وه-
۳—- همدغه رامپوري صاحب ته يو مکتوب کښې وايي چې کاش ماله پښتو ژبه راتلی چې د پښتو رزميه شاعري مې د ترجمې په لاره نړۍ ته رسولی وی چې دې کار کښې به يې ګټه څه وه-
۴— اقبال د پښتنو په حقله پښتون دانشور مير احمد شاه رضواني سره بحث مباحثې کولې چې پښتانه په رښتيا معنا وپيژني- چې غرض يې څه وو-
۵—- اقبال په ۱۹۲۴ کښې د ترکي حکومت ته مکتوب ليږلی وو او ورسره يې د شپږو ليکچرو يو خاکه هم ليږلې وه چې په دې بايد منظمه څيړنه وشي- دغه خاکه کښې د پښتنو تاريخ– روښاني تحريک — او خوشحال بابا په ځانګړي ډول شامل وو- چې اقبال دا ولې غوښتل او د اقبال تر دوره دغسې سوچ کوم پښتون هم کړی دی که نه-
۶—- اقبال په ۱۹۲۸ کښې په ستر خوشحال بابا په انګريزۍ کښې يوه علمي مقاله ليکلې او په دکن کښې اسلامک کلچر مجله کښې چاپ شوې ده– خوشحال خان خټک دي افغان واريير پويټ– په نوم- چې تر دغه دوره په خوشحال بابا پخپله پښتنو څومره مقالې او کتابونه ليکلي وو او په کومو ژبو کښې يې ليکلي وو-
۷— سيد سليمان ندوي په سير افغانستان کښې ليکلي دي چې اقبال په ۱۹۳۳ کښې افغان حکومت د تعليمي او علمي مشورو د پاره راغوښتی وو نو په دغه موقع يې د پښتو تحريک مشر عبدالحئ حبيبي صاحب سره مجلس کښې وييلي وو چې هر څو که فارسي د زرو کالو راسې د دې سيمې علمي ادبي او درباري ژبه پاتې شوې ده خو د افغانانو مورنۍ ژبه پښتو ده او دغه مقام به يوه ورځ پښتو تر لاسه کوي— چې د دې پښتو دومره فکر اقبال سره ولې وو-
۸—– چې اقبال د کال ۱۹۱۹ راسې رسالدار سجيد ګل سره دې د پاره مسلسل ملاقاتونه او بحثونه کول چې د پښتنو او خوشحال بابا په اړه معلومات تر لاسه کړي نو دا دومره سرخوږی يې د خپلو کشميريانو او پنجابيانو په اړه ولې نه کولو-
۹— چې دې اقبال د جمال الدين افغاني احمدشاه ابدالي نادرشاه او غازي امان الله خان دومره درناوی په خپلو کتابونو او نظمونو کښې کولو نو دې کښې يې څه ګټه وه-
۱۰— په خوشحال بابا د خديجه بيګم په پي ايچ ډي مقاله کښې د دومره مرستې او خوشالۍ څه اړتيا وه-
۱۱— اقبال د دريو ژبو ليکوال وو– انکريزي فارسي او اردو– دغو درې واړو ژبو کښې د پښتنو او خوشحال بابا صفتونو کښې يې څه مفاد وو-
۱۲– دا چې د سمندر خان سمندر او حمزه بابا غوندې سترو شاعرانو نه علاوه د غني خان او اجمل خټک غوندې قامپالو هم اقبال ستاييلی دی نو د دغو پښتنو اتلانو پيروکار او قامپاله پښتانه يې ولې غندنې کوي-
۱۳—- ځنې وايي چې په ملکه برطانيه يې نظم ليکلی وو او يا د پيرنګيانو صفتونه يې کړي دي– نو چې دې نه به پښتنو ته کوم نقصان رسيدلی وي- دا چې اجمل خټک په جناح صيب نظم ليکلی دی او يا غني خان پخپله اقبال ستاييلی دی نو په هغې ګنې اجمل او غني هر څه بايلل-
۱۴— که پښتانه په دې اعتراض لري چې اقبال د پيرنګي نه د سر خطاب اخستی وو ځکه پرې تنقيدي تبصرې کوو نو چې پښتون دانشور مير احمد شاه رضواني همدغه پيرنګي نه د شمس العلما خطاب اخستی وو په هغه مو څومره تنقيدي تبصرې کرې دي-
۱۵ —- ډير وايي چې اقبال د خوشحال بابا نه او يا نورو شاعرانو نه شعري مفاهيم اخستي دي نو اقبال خو هغه شخصيات ياد کړي او ستاييلي هم دي او خپلو دغسې کلامونو ته يې ترجمه يا ماخوذ وييلي دي او يا يې شعري اشارې کړې دي— زمونږ پښتنو چې د فارسۍ عربۍ انګريزۍ او اردو نه کوم مفاهيم راخستي دي نو چرته چرته يې ماخذ ښودلی دی او چرته يې ماخوذ يا ترجمه ورسره ليکلي دي-
۱۶— که څوک وايي چې اقبال د دې هيواد خوب ليدلی دی او يا يې پښتنو ته کوم سياسي اخلاقي او علمي زيان رسولی دی– نو نه خو اقبال د دې هيواد خوب ليدلی دی او نه يې دا هيواد په سترګو ليدلی دی- چا چې ورپورې دغه خبرې تړلې دي هغې کښې د اقبال څه قصور دی-
که دې نه علاوه د اقبال کوم قصور وي نو ښه به نه وي چې د هغه پښتنو سره د دغه پريمانه عقيدتونو په نتيجه کښې هغه قصور ورمعاف کړو- د بيش بها نيکيو يې احسان مند شو- او بس نور يې د دغو غندنو او رټنو نه لاس واخلو– روح يې شاد-
0