0

د ډاکټر اقبال سم اړخ.

د رياست د مصنوعي نېشنلزم د تکميل لپاره د اقبال فکر د ېو سیاسي ضرورت او تاريخي الې په توګه نيمګړې او خام ښودل کيږي.
د غېر فطری رياستونو لوېه ستونزه په تاريخ کښې خپله حواله پېدا کول وي د هند د زرګونو کاله شريک کلتور ماتولو د جواز لپاره د اسلام نوم اوکارول شو او د تاريخي حوالې جوړولو لپاره د اقبال علمي شخصيت مسخ کړل شو.
د اقبال د قدامت خوښی او د خیالي سراب د ډېرو خبرو سره اختلاف کېدې شي خو بلخوا چې اقبال څومره د افغان ملت د تاريخ ژور خبر وو او ډېر په فلسفيانه انداز ئې سل کاله وړاندې د افغان ملت د جغرافيائي مقاميت د اوچې تجارتي لارو په اړه څه وائلي هغه نن سل په سله رښتيا دي د دغه فکر ئې د خپل شخصیت معراج دې ، اقبال پخپله پارسي شاعرۍ کښی افغانستان ته د ایشیا زړه او کابل ته د جنت ځمکه وائي .
اقبال د افغان ملت سره د خوشال بابا هم ډېر متاثر دې د هغه د اشعارو ئې د توارد په توګه په شعوري بنړه بلها استفاده کړې، اقبال په هر ځائې په رياستي کچه ليکل او اورول شي خو د خوشال بابا نوم په رياستي کچه ورک دې ځکه فکر خوشال د رياست د نېشنلزم مجعول تصور لپاره ننګونه ده .
عبد الهادي حېران د خوشال بابا په اړه ليکي څو کاله پخوا د سند اکادمي ادبيات مشر د وفاقي حکومت نه ېوه ګوښتنه کړې وه چې په سرکاري ټيلي ويژن دې د جنا صاب او اقبال د وېناؤ سره د خوشال بابا ،اقوال او اشعار هم وړاندې کول شي خو دغه وېنا اونه منل شوه.
ډاکټر اقبال د افغان افغانيت او د افغانانو د وطن د سیاسي جغرافيائي تاريخي او اقتصادي ارزښت تر پوره حده خبر وو د افغان ستائنې شاته هم دغه راز وو چې پدی منطقه کښی تر جنوبي ایشیا په تاريخي او جغرافيائي توګه په حېث د قام او رياست د افغان ملت بل ثاني نه وو ددې منطقې پرمختيا اقبال د افغانانو په شکل کښې ليدله .
د اقبال د افغانانو سره څومره نزدې اړيکه وه ؟ د اقبال څلۍ جوړونه تر 1948 د لس کاله نه د زنډ ښکار وو کله چې دغه څلۍ د مغل او افغان فن تعمير په شکل د دکن د نواب زېن ېار جنګ په مشرۍ کښی د جوړونې پرېکړه اوشوه نو دغه وخت په هند کښې د افغانستان سفير صلاح الدین سلجوقي وو د هغه د اقبال سره ډېرې نزدې شخصي اړيکې وې پخپله هم ېو اديب سړې وو سلجوقي د خپل حکومت سره د اقبال د څلي د جوړونې خبره اوکړه په افغانستان کښې د قبر لپاره د مرمرو ېو ښه کانړې ( LAPISLAZULI ) جوړ کړل شو دغه کانړې د مېنځې ايشيا او افغانستان پرته بل ځائې نشته دغه تيار کانړې لاهور ته راوړل شو او په 1950 کښی د اقبال د څلي تاؤ کړل شو.
د بده مرغه په پاک سټډي کښی د اقبال د افکارو لوېه عمومی برخه پټه کړل شوې د افغانو په اړه د اقبال د افکارو په رياستي کچه دلته عملاً انکار دې ، د اقبال غوره شاعري او دهغې زمانه چې کمه د بار نړۍ / لويديځ د عملي کتلو پس ده نو د هغې زياتره برخه د پارسي شاعري ده ، د پارسي شاعري د رياست په وسائلو ورکه پاتي ده او صرف اردو شاعرې کښی د خپل سیاسي موخو لپاره ډېر کمه برخه د ځانکړي اشعار راغونډه کړل شوې .

اقبال په اردو کښې څلور کتابونه ليکلي ، بانګ درا ،دا ئې ړومبې چاپ کتاب وو ، بال جبريل ، ضرب کليم ، او ، د ارمغان اردو برخه. په پارسۍ کښې ، رموز بېخودي ، پيام مشرق ، زبوروعجم ، جاوېد نامه ، پس چه بايد کرد ای ملت شرق ،مثنوي مسافر ،ليکلي . په پارسۍ کښې ډېرې شاعرې سره بېا هم اغېز د اقبال د اردو شاعری ډېر شوی چې لامل ئې رياستي وسائل او د ېو ځانګړي نېشن جوړولو لپاره د رياستي سيسټم تل اړتيا ده.
د اقبال ټول شعرونه څه دولس زره جوړېږي پدې کښې اووه زره په پارسۍ کښې دي بلخوا د خوشال بابا د شعرونو شمېر تر پينځه څلوېښت زره پوری دې.
بال جبريل اقبال په 1935 کښې ليکلې او بانګ درا ئې د اردو ړومبې کتاب وو چې په 1924 کښې چاپ کړې وو.
د بانګ درا نه تر بال جبريل ېوولس کاله زمانه د اقبال د پارسۍ شاعرې زمانه ګنړل شي دغه وخت کښې بار نړۍ کښې هم ګرځېدلې وو د دغه وخت په شاعرۍ کښې د نړۍ والتوب ممکنه اسرار هم د هغه د فکر مطابق جوت راسپړدل شي. ضرب کليم کښې د مولانا عبد القادر د وېنا ترمخه فلسفه ډېره او شاعري کمه ده او په بال جبريل کښې زياته شاعري ده او فلسفه نسبتأ کمه.
پاک سټډي کښی وائل کيږي چې اقبال د پاکستان خوب ليدلې او په ړومبی ځل ئې په اله آباد کښې دغه تصور وړاندې کړې خو بلخوا تاريخي واقعيت او حقيقت بل شان دې.
د جلا رياست او د ېو فېډرېشن لاندې د ېو اکائي په توګه دننه پاتي کېدل د ځمکې او آسمان هومره توپير لري.
د اقبال ځوئي جاوېد اقبال وائي زما پلار کله هم د ېو جلا سټېټ غږ نه دې کړې. اقبال د 1930 پوری په مسلم لیګ کښی هم نه وو بلکې د يونينسټ ګوند غړې وو کله چې مسلم لیګ کښی ګډون کوي نو خپل دغه ګوند هم نه پرېږدي په فرورې کښی په اله آباد کښې چې کمه وېنا کوي د مسلم لیګ پدغه غونډه کښې جنا صاب نشته لندن ته پوخ تلې وو او سیاسي مبارزه ئې پريښې وه روستو چې کله مسلم لیګ دوه ډلې وو نو اقبال د جنا صاب په ځای د سر شفيع د پيرنګېانو په کلکه وپاداره ډله کښی وو.
دغه راز په 1934 څلور مارچ اقبال د سر اېډورډ تهامسن د ېو ليک په جواب کښی ښکاره ليکي چې زما د پاکستان سکيم سره هيڅ اړيکه نشته زما تجويز د متحده هند د فېډرېشن لاندې د ېو خودمختاره صوبې وو.
د پاکستان سکيم ډېر روستو په کېمرج کښی جوړ شوې وو په 1940 کښی قراداد پاکستان هم په حقيقت کښې قراداد لاهور دې دغه تاريخي دستاويز هم د ډاکټر مبارک علي او ېو شمېر پوهانو د څېړنې ترمخه بلها تاريخي شکوک لري چې سر ظفر الله او وائسرایې په شريکه جوړ کړې وو.
د جنا صاب نزدې کس ايم اې اېچ اصفهاني هم د اقبال د خوب او تخليق پاکستان کلک رد کوي.
د اقبال د خوب او قراداد پاکستان دغه مصنوعي تاريخ د جنا صاب د مرګ پس ډېر روستو د ېو سیاسي ضرورت په توګه تخليق شوې.
اقبال د خپل جهاني فکر په اساس چې څومره د افغان ملت د جيو پوليټيکل او هسټارېکل اهميت نه خبر وو د افغانو د تاريخ او جغرافئې په ژورتيا څومره پوهه وو دومره پوهه او خبرتيا ډېر پښتانه دانشوران هم نه لري.
د رياست مصنوعي نېشنلزم د اقبال نيم افکار او وېناوې پټې کړي او د پښتون افغان وطن په اړه چې اقبال کم فکر لرلو ریاست د هغې په ضد روان دې خو د اقبال دغه اړخ باندې هيڅ خبره نه کول شي.
مولانا خانزېب…

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ