اقبال د خپل دور لوئي شاعر دے او پخپل دور ئې شاعرۍ ډېر اثرات پريښي خو بلخوا د اقبال شاعرۍ کمه ګټه نه ده راوړې ځکه چې کوم وخت کښی اقبال شاعري کړې دغه وخت کښی د هند مسلمانان په هر ډګر د ماتې سره مخ وو ټولنيز ژوندون ئې د سائنس او جدت نه د لري والي په وجه په تيارو کښی وو.
د مسلمانانو حالت د زوال شوي ملت وو داسې وخت کښی پکار وه چې اقبال د مسلمانانو د ماضي پرست کولو په ځآی د هغې د حال د زوال حقيقي لاملونه په ګوته کړي وې د دوئي د زوال په سیاسي او تاريخي کمزورو ئې تنقيد کړې وې اقبال مسلمانان ېوه خيالي نړۍ ته روان کړي او هغه د پخوا د دور ناممکنات ورته زمزمه کوي چې څه ېو زوال شوې ملت اورېدل غواړي.
دغه دور کښی لويديځ په سائنس ټېکنالوجۍ کښی پرمخ روان دې جمهوري اقدار خپلوي اقبال دغه وخت کښی د بې تېغه جنګ محالات آئډيل کوي.
د غرب سره فکري اختلاف پخپل ځائې خو که د اقبال په شان سړي د خپلی ټولنې سمه تجزيه کړې وې مسلمانانو ته ئې د روحاني خودی او مقام کبريا سره د سائنس په مېدان کښی د مادي زغل ترغيب ورکړې وې شائد چې نن دا ټولنه څه نه څه بدل وې د غرب سره سیاسي اختلاف پخپل ځائې خو د هغې د مادي پرمختيا انکار او هسې د ماضي پرستی په سراب پسې ځان تړل دهغه ټولنې خوئي وي چې ځان نه بدلول غواړي .
دا خيال په حقيقت کښې ډېر زهرژن ثابت شوې چې غرب ماده پرست دې او اصل سکون په روحانيت کښی دې او روحانيت د هند سره دې ! حقيقت دا دې چې مادي پرمختګ مانا چرې هم خپل روحاني او کلتوري اقدار د لاسه ورکول نه دي د غرب ټولنيز حقيقتونه بدل وو ځکه هلته د ټولنې د واک ټوله قبضه د کليسا په جبر کښی ښکېل وه چې کليسا ماتې اوخوړه هر څه ئې اوبېلل ، د هند ټولنيز چاپېريال د لويديځ بدل وو دلته د مادي زغل او روحاني اقدارو تړون او سمون ډېر په آسانه ممکن وو.
دغه راز هند د کثير النوع تهذيبونو خاوره ده مسلمانان هم ددې خاؤرې خلک وو په ځائې ددې چې مسلمانانو ته هم پدی خاوره کښې د سیاسي جدوجهد امېد ورکړل شوې وې اقبال د مغلو او پخوانو سلاطينو د استعماريت خوبونه وړاندې کوي ددې په نتيجه کښې مسلمانان پدی خاوره د شناخت د بحران سره مخ شو نتيجه ئې دا ورکړه چې د هندوانو د اکثريت په مقابله کښی مسلمانان په سیاسي توګه په اقلیت کښی شو او اقبال هم ددغه وېرې د جمهوريت استرداد ته لاړې اقبال د خلافت په نوم د شخصي ملوکيت په ايډيالوژي تېر خوړلې وو چې د برطانوي هند استعمار په هند ناروا وو نو د مغل او بل هم ناروا وو .
مولانا عبېد الله سندهي په اقبال سخت ټکونه کوي او وائي اقبال لاهوري د اسلام د تعبير په اړه د سختو تېروتنو ښکار شوې وو ، اقبال د شاعرۍ د نظم په ژبه کښې لوړ سړې وو خو د فکر په اړه بيخي خام وو هغه به ټول عمر ، عربيت عريبت ، کولو عربيت ئې فقط اسلام ښودلو خو حقيقت دا دی چې عجميت هم اسلام دې د عجمو کلتوري ارزښتونه د اسلام نه غورځول د ېو لوئي علمي او فکري تشکيک اساس وو چې ګنې اسلام کم ځانګړي کلتور په چا ورتپي د بنو اميه او بنو عباس په وخت کښې زيات ښه والې د عجمو برکت وو عجمو چې د اسلام لپاره کم څه کړي نو عرب ترې ډېر روستو دي سندهی صېب زياتوي چې د اسلام د سوري لاندې د قامونو او کلتورونو بشپړ تحليل کول د مېنځه وړل ددې فرضي فکر اساس وو چې ګنې اسلام د ددغه حقيقتونو نه انکار کوي دغه تېروتنه اقبال روانه کړه او تر نن پې خلک تیندک خوري .
خوشال بابا په فکر او عمل کښې د اقبال لوئي دې خو د بده مرغه رياست ئې شاته نشته ، مونږ د خوشال بابا په اړه د هغه ذهنيت خلاف يو چې کم ځنې پښتنو لیکوالانو لکه ، سېد رسول رسا ، پروفېسر پرېشان خټک غمي ، او ډاکټر نسيم اقبال ، پشان مفلوج ذهنیتونو خپل کړې چې خوشال بابا ته ئې د رياست د تنخاګانو په مينه کښې پاکستانې شاعر وائلې ېا پکښې ېو بيخي د ايمان نه تېر شوی وائي خوشال بابا د پاکستان په خاوره خخ دې او جنا د خوشال خان د ارمانونو تعبير ويستې.
مولانا خانزېب…