کله چې مونږ شاعري ګورو نو په هغې کښې اولنے څيز مونږ ته مخے ته راځي اسلوب يا سبک-
دغه اسلوب/ انداز يا سبک چې بلکل ځانګړے وي او دا د يو فرد خپل وي! مطلب شاعر/ لېکوال چې د هغه خپل څۀ الفاظ، خپل انداز، خپل څۀ علامتونۀ، څۀ استعارې يا د انداز بيان څۀ نور اجزا وي چې د هغې نه هغه شاعر/لېکوال پېژندلے شي نو دې ته د اسلوب فني اړخ مونږ وئيلے شو
دغه رنګ اسلوب يا سبک فکري اړخ هم لري لکه ځينو شاعرانو اديبانو سره څۀ خاص خبرې وي ـ څۀ خاص موضوعات او خاص رسايي وي چې دغه فکري ځانګړتياوې دي – خو اسلوب يا سبک کښې بنيادي خبره دا ده چې دا د يو فرد ځانګړے شناخت وي او د هغه د پېژندګلو سبب جوړيږي
کله چې دا اسلوب يا سبک عام کېدل شروع شي او د نورو افرادو د شاعرۍ يا ليک برخه جوړيدل شروع شي ــ مطلب نور افراد د هغه پېروي شروع کړي ــ نو دغه شان هغه اسلوب په رجحان کښې بدل شي ــ داسې هر کله چې يو ځانګړې رويې ته (که د فن په لحاظ وي او که د فکر) د ډيرو خلکو توجو ورواؤړي نو هغه اسلوب په رجحان کښې بدل شي او رجحان کښې هم هله بدل شي چې هغه انداز عام شي او اولس د هغې سره اشنا شي –
اوس اسلوب چې يو قدم واخستو د رجحان په طرف نو بيا په بل قدم کښې د هغه رجحان نه يو مکتب جوړيږي لکه ډير خلک د هغې طرف ته توجه وکړې بيا پکښې ورځ تر بله اضافه کېږي او د دغه لارې پېروې زياتېږي په دغه فکر او تصور کښې اولس په زيات شمېر کښې شامېلېږي نو دغه رنګ رجحانات په مکتب کښې بدل شي او مکتب بيا په تحريک کښې بدلېږي
تحريک کښې داسې بدل شي چې کله د هغه مجموعي روحيو د خورولو د پاره شعوري هڅې شروع شي يو منظم جدوجهد شروع شي او څۀ خاص مقاصد وټاکلے شي او بيا د دغه مقاصدو پوره کولو د پاره يو اجتماعي کوشش، عمل او جدوجهد شروع کړے شي نو خبره تحريک ته لاړه شي-
دغه رنګ په شعر و ادب کښې يو ارتقائې صورت حال وي
۱ اول “سبک” ځانګړې رويه په فن او فکر دواړو کښې-
۲ “رجحان ” د هغې رويې طرف ته د خلکو مائله کېدل
۳ “مکتب ” د خلکو په مائله کيدو کښې اضافې کيدل
۴ ” تحريک” د منصوبه بندۍ په بنياد خپل اهداف ټاکل، غوښتنې لاس ته راوړل او د هغې د پاره شعوري او عملي جدوجهد کول-
0