ان الشعرا تلاميذ الرحمان– په دغه حواله بحث روان وو چې ځنې ملګرو ما نه هم د څه وييلو غوښتنه وکړه– د دغو ملګرو د غوښتنې په احترام کښې وايم چې–
د هر قول او خبرې معنا خپل تناظر لري– دغه قول چا د حضرت علي کرم الله وجهه سره منسوب کړی دی او چا ورته د قران ايت هم وييلی دی خو دا نه د حضرت علي قول دی او نه قراني ايت– دا د عربۍ يوه مقوله ده لکه زمونږ د پښتو متل– چې خپل تناظر لري- په قران حکيم کښې هم په سوره الشعرا کښې او ځنو نورو ايتونو کښې د شاعرانو ذکر دی چې هغه هم خپل تناظر لري– تناظر ته راځو خو اول د عربۍ د شعر او شعرا په معنا ځان پوهوو- عربۍ کښې شعر يا شعرا د ش په زبر کورتې يا لباس ته هم وايي د ډيرو ونو باغ يا بڼ ته هم او هجوم يا رش ته هم- اشعر بيا محسولو ته او مشاعر جذباتو ته وايي چې دغه د محسوسولو او جذباتو د اظهار په مناسبت بيا شعرا شاعرانو ته وييلی شوي دي- او په عربۍ کښې بيا شاعري منظوم کلام ته هم وايي چې په نورو ژبو کښې ورله د منظوم کيدلو شرط هم لازمي نه دی- اوس راځو تناظر ته- قران حکيم چې د شاعرانو رد کړی دی نو تناظر يې دا دی چې مشرکانو به حضور اکرم ته شاعر وييلو او قران حکيم ته د هغه شاعري نو خداې پاک يې رد وکړو چې داسې نه ده- په سوره الشعرا کښې چې شاعران غندلی شوي دي نو تناظر يې هم ښودلی شوی دی چې د شاعرانو پيروي کوونکي بې لارې ځکه دي چې هره وادۍ کښې منډې وهي او چې څه وايي هغه کوي نه- خو هغه شاعران نه څوک چې ايمان لري – نيک عملونه کوي- الله زيات يادوي- او د ظلم مخه نيسي-
غور وکړئ دلته هم د شاعرانو غندنه شوې ده د شاعرۍ نه— او په شاعرانو کښې هم يواځې د بې لارې شاعرانو- د سمو شاعرانو نه– او بيا دا اشاره هم د غور وړ ده چې هغه شاعران هم د غندنې نه ازاد دي څوک چې د ظلم مخه نيسي- ځکه خو پخپله د حضور اکرم په وخت کښې د حسان بن ثابت غوندې شاعران د حضور له خوا ستاييلی شوي دي تر دې چې د شاعرۍ پوره ديوان د حضرت علي کرم الله وجهه په نوم هم چاپ دی–
اوس راځو ان الشعرا تلاميذالرحمان ته يعنې شاعران د خداې شاګردان څنګه دي-د دې مقولې پس منظر دا دی چې په عربي ټولنه کښې به پوښتنې کيدلې چې شاعري د استاذ نه څنګه زده کيږي نو په جواب کښې يې دغه قول مخې ته راغلی دی چې شاعري د استاذ نه په کسب او علم يا زور نه زده کيږي دا د خداې له خوا ورکړی شوې ملکه ده-د خداې ورکړه ده- جبلي ده- په خټه کښې اخښلې ده- په مزاج کښې راوړلی شوې ده يعنې خداې ورکړی صلاحيت دی نو ځکه شاعران د کوم استاذ په ځاې نيغ په نيغه د خداې شاګردان دي يعنې شاعري خداې ور عطا کړې ده- د دې مقولې شاته بنيادي خبره دا ده چې د خدايي کلام يعنې قران په ايړ تصديق هم شاعرانو کړی وو- هغو شاعرانو چې ايمان يې هم نه وو راوړی– کله چې د سوره الکوثر درې ايتونه په کعبه ولګولی شول نو د عربو د فصاحت او بلاغت ماهرانو بې ايمانه شاعرانو ورته وليکل چې–ما هذا کلام البشر– يعنې دا د انسان کلام نه دی- ګويا بې ايمانه شاعرانو هم د خدايي کلام تصديق وکړو-
نو جوته شوه چې شاعري يو صلاحيت دی چې په استعمال يې اډاڼه ده– که څوک ترې بد کار اخلي نو قصور د شاعر شو د شعر نه – او که څوک ترې ښه کار اخلي نو کريډټ يې هم شاعر ته ځي– بلکل هم داسې لکه سترګه کښې چې نظر د خداې ورکړه ده -که څوک دغه نظر غلط استعمالوي هم قصور د سترګې او نظر نه دی او که څوک يې ښه استعمالوي نو هم د خدايي ورکړې درناوی کيږي– بس شاعري هم دغسې د خداې ورکړه ده– نيغ په نيغه د خداې له خوا- خو نه وحي ده او نه الهام– تر دې چې دغه ورکړه د خداې له خوا بې ايمانه او کافرو د پاره هم ده- همداسې لکه کافرو ته هم چې سترګې او نظر له خدايه ورکړی شوی دی–
نو اوس چې شاعري په کسب علم زور او قوت له چا نه زده کيږي نه نو تناظر خو بيا همدغه جوړيږي چې مقوله مخې ته راشي چې–
ان الشعرا تلاميذ الرحمان–
0