ادب يو داسې مظهر دے چې د ټولنې د بېلابېلو قبيلو/خېلونو ، برادريو او طبقاتو ، قامونو او هېوادونو تر مينځه د تړون او ارتباط سوب جوړېدے شي.
مونږ ګورو چې په عام ژوند کښې قامونه (يا د يو قام وګړي هم) د خپلو ګټو وټو په ترڅ کښې د يو بل نه په توپير او د بديل په بريد ولاړ وي. د يو ګټه دبل په استحصال ولاړه وي.داسې قسمه نمونه په يو طبقاتي سماج کښې زياته ليدل کېږي . مونږ وينو چې هېواد په هېواد ورخېژي ، قامونه په قامونو بلوسې کوي ، قبيله په قبيلو ورځي او زمکې او وسايل يې د پښو لاندې کوي . مونږ وينو چې د يو مذهب منونکي د بل مذهب د منونکيو څخه په فاصله وي او مونږ وينو چې د يو مسلک خلق د بل مسلک د خلقو کورنه سوځوي او يو د بل په قافلو ډزې او بمبارونه کوي. ګويا مونږ داسې ګڼلے شو چې ډېري مظاهر د اولسونو ترمينځه فاصلې سوا کوي او زياتوي.
ادب د فرد د ذاتي ژوند ، عقيدې ، فکر او نظر او تر هر څۀ زيات د جذباتو نماينده وي . په اول صورت کښې ادب د ذات اظهار وي ، په دويم صورت کښې د ټولنې ترجمان وي. که د ادب اولنۍ فريضه د ټولنې نمايندګي کول وے ، بيا د ادب د هم اهنګۍ دايره هم تنګېږي. هر کله چې ادب د ذات د ترجمانۍ کار کوي نو هغه د ټولنيزو يا اجتماعي پابنديو او اخلاقياتو چوکاټونه هم ماتوي. هر کله چې د ادب دا مروجه چوکاټونه ماتوي نو ګويا هغه نورو انساني ټولنو ، برادريو ، طبقاتو تر دې چې هېوادونو ته هم لاس ور غزوي او په هغو هم د ځان د لوستلو يا منلو جوګه کوي . دغسې د دوو بېلابېلو ټولنو ترمينځه د تړون او خپلولۍ سوب ګرځي . د ادب د لارې يوه ټولنه بله ټولنه ته د ادب تخليق کونکيو په ترڅ کښې ځان ورپېژني . څو د يو بل نفسيات ، خواهشات ، ضروريات او غوښتنې وۀ پېژني او د ورورګلوۍ فضا ته يې وۀ هڅوي.
که څه هم دلته سوال دا دے چې تر دې دمه د نړۍ ادبيات د يو انساني ټولنې د مخته راوړلو کښې ولې ناکامه دي؟ زما په خيال د نړۍ د ادبياتو تاريخ که په وئيلو ډېر اوږد دے ، ولې د ثابتولو په ترڅ کښې دا تاريخ دومره اوږد هم نۀ دے . د اوسنو ترقي يافته ژبو د تاريخي مطالعه که وکړے شي نو د هرې ژبې د باقاعده ادب تاريخي دورانيه ايله د شپږو نه تر اتو نهۀ سونو پورې غزېږي. د قامونو يا بيا د يو نړيوال سماج د جوړېدو د پاره دا دورانيه بېخي د سیکنډونو او منټونو په حساب ده. نو دا نړۍ چې اوس څومره يو بل ته نزدې کېږي يا نزدې شوې ده (د انټرنېټ قيصه بېخي اوسنۍ ده) ، دې کښې هم ښۀ کافي کردار د ادب پاتې شوے دے. که څه هم خلقو په يو بل د انحصار غټ لامل اقتصاد وي ، خو د يو بل د پېژندنې کردار بيا ادب (شفاهي او تحريري) ترسره کوي .
