0

د انکار فلسفه

انکار هسې خو يو ساده شان ټکے دے چې په معنا يې هر څوک پوهېږي خو په فلسفه يې ښايي هر څوک نۀ دي خبر.‌
انکار مدام د يو داسې څيز ، عمل او حکم څخه کېږي چې انسان يې د خپل حېثيت ، صلاحيت او قابليت برخلاف ګڼي. هر کله چې انسان ته دا معلومه شي چې د دې حکم او عمل په ترسره کولو کښې زما د حېثيت او صلاحيت نفي کېږي ، نو د هغې څخه د انکار نوبت مخې ته راځي.
انکار د ډېر لوے طاقت (طاقت په معنا د ارادې) ، د ستر جرأت او جوت همت متقاضي وي. کمزورے انسان انکار نشي کولے. انکار په انسان کښې لانديني صفات پېدا کوي:

* خودي: هر کله چې انسان د انکار جرأت وکړي نو هغه د بل په طمع او اسره او هيله د ژوند کولو ټولې رسۍ پرې کړي . نو دلته هغه صرف په خپل ځان او ذات باندې د انحصار کولو جوګه شي . دارنګې يوه ستره خودي پکښې پېدا شي.

* ځان باوري/خود اعتمادي: هر انکار کونکي انسان کښې د نورو انسانانو په مقابل کښې په ځان باور او يقين او اعتماد د اول نه هم زيات وي او کله چې هغه انکار ته مخامخ شي نو نور يې هم په ځان باور او يقين زيات شي. هغه داسې سوچ کوي چې زۀ هر څۀ کولے شم او بغېر د بل د کومک او مرستې نه يې کولے شم.

* خواري/محنت: انکاري انسان چې کله په خپل ځان او پخپلو مټو د انحصار کولو هوډ وکړي ، نو د هغۀ سره صرف يو څيز پاتې شي او هغه محنت دے. هغه په خپلو پښو د ودرېدو کلک هوډ وکړي . هغه د ټولنې سره يو قسم د ضد په بريد هم ودرېږي چې هر څنګه وي ځان به شتۀ کول وي او هرمحنتي انسان د کاميابۍ مخ ضرور ويني.

* ازادي: انکاري انسان ځان ازاد متصور کوي. په ځاني يعني په حقيقت کښې که هغه غلام هم وي ، که په زندان کښې هم وي او که په زولنو کښې هم تړلے شوے وي؛ خو بيا هم ځان ورته ازاد ازاد لګي ، يعني هغه په ذهني توګه ازاد وي. د دې اپوټه هر هغه کس چې د ټولنې/معاشرې ، روايت او رياست هر حکم ته تسليم وي ، نو هغه که په ځاني توګه ازاد‌ هم وي ، ولې په ذهني توګه غلام وي.

* همدردي: انکاري انسان په بنيادي توګه انکار هغه وخت کوي ، کله چې هغه وۀ ګڼي چې ما سره ظلم کېږي ، جبر کېږي او د هغه ظلم او جبر په ضد هغه ودرېږي . نو دارنګې هغه بيا د ظلم او جبر ښکار بل هر بنيادم سره هم همدردي لرونکے شي.

دا د انکار فلسفيانه توضيحات دي چې نور پوانټس پکښې هم اضافه کېدے شي.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ