پرون ما د “تخليق او ابنارملټي” په حقله يو پوسټ کړے وۀ چې د نورو ملګريو ترڅنګ ملګري خادم حسېن پرې هم کمنټ کړے وۀ چې زما توجه يې د تخليق (چې دۀ ورته د جدت ټکے هم کارولے دے) په لړ کښې د توازن په لور واړوله . نو د توازن هغه نکته مې په ننني پوسټ کښې د ځايولو يا واضحولو هڅه کړې ده.
څنګه چې مونږ د مارکسي نقطه نظر په ضمن کښې د ټولنې د اقتصادي وضعيت په لړ کښې د درې پرتونو يا طبقو نه واقف يو ، دغه رنګه د کلتوري ارتقا په حقله هم په ټولنه کښې درې ډلې يا ګروپونه شتون لري. دغه درېو کښې اوله او آخره ډله په انتها يا تر څه حده د جنونيت په مقام ولاړې وي او مينځنۍ ډله د توازن مقام لري. لاندې دغه درېواړه ګروپونه يا ډلې پېژندلے شو:
* اوله ډله: دا هغه ډله وي چې د رجعت او قدامت په مقام ولاړه وي. دا ډله داسې ګڼي چې کلتور يو جامد شے دے او بدلون پکښې بېخي يا خو کفر دے او يا بې حيايي يا د خپل تاريخ او زمکې نه سرغړونه ده. دوي ګڼي چې په خپل کلتور ټينګ درېدلو په ترڅ کښې مونږ په نړيواله کچه خپل شناخت او پېژندګلو ساتلے شو. دا ډله داسې سوچ هم کوي چې زمونږ کلتور بالکل صفا ، وينځلے او د ملاوټ نه پاک دے . دا ډله يو قسم د نرګسيت هم ښکار وي. دا د زمانې او ساينسي ارتقايي سفر د شعور څخه بې بهره وي او د مطالعاتي شعور په بنسټ ناست ګروپ وي يا به داسې ووايو چې دا مکمل په روايت پرستۍ باندې ژوند کوي. دوي ګڼي چې مونږ د هر قسمه بدلون نه پرته هم د نړۍ سره قدم وهلے شو. خو داسې ممکن نۀ وي. دوي خپل دوستان او خپل ګاونډيان بایلي لګيا وي. ځکه چې د هغو سره يې قدم برابر نۀ وي.
* اخرنۍ ډله: دا د اولنۍ ډلې په مقابل کښې په يوه بله انتها مقام لري. دا د ساينسي شعور نه دومره مالاماله وي چې خپل تاريخي او روايتي شعور يې پکښې بايللے وي او نۀ زمکنے شعور لري. دا د کلتور نه بېخي بې غوره وي او د نړۍ د پرمختلليو قامونو او اولسونو پېښې کوي. دا يو قسم هوايي قسم کلتور رايجول غواړي چې د تاريخي لمحاتو او زماني لمحاتو نه بې خبره وي. دوي ګڼي چې تش ساينسي شعور زمونږ د مرستې د پاره کافي دے . دا مجرد قسم ازاد خيالۍ ته پامته دار وي چې د روايتي پسندۍ عنصر پکښې لادرکه وي. دا دوستانو او ګاونډيانو ته د کتلو سوچ هم نۀ کوي . د رشتو تقدس هم له مينځه وړي او د قامي غوښتنو نه هم مبرا وي. دا ټولنه مخ په وړاندې نۀ بوځي بلکې ټولنه کښې انارکي خطره رامينځته کوي. د نړۍ سره تعلق هم د خپلو قدرونو په اساس نۀ ، بلکې خالص د مادي ، نفساني او ساينسي شعور په رڼا کښې د خپلو تعلقاتو ترتيبولو هڅه کوي.
* مينځنۍ ډله: دا ډله د توازن په بنسټ ولاړه وي. دا که يو خوا تاريخي او روايتي شعور لري نو بل خوا د ساينسي شعور نه هم باخبره وي. دا تاريخ ته ګوري او څۀ ترې اخذ کوي او د راتلونکي (مستقبل) غوښتنو د پاره هم منصوبه بندي لري. دا روايت او کلتور نۀ خو د مېخ په شان ټک وهلے ګڼي او نۀ يې هوايي کوم شے ، بلکې د زمان او مکان سره اوږه په اوږه متحرک يو مظهر يې ګڼي. دا د روايت پرستۍ په ځاے په روايت پسندۍ يقين لري. دا ګڼي چې د خپلو زړو دوستانو سره سم نوي دوستان جوړول او د خپل چم ګاونډ د خپلويو (رشتو) خيال ساتل هم لازم ګردانوي. دا رښتونې ترقي پسنده ډله وي چې د قام ، اولس او نړۍ د بدلون د پاره ډېر په ځيرکۍ سره خپل کار او وظيفه ترسره کوي کوم چې د يو شهري په حېث دوي ته سپارلې شوې وي.
دا درې واړه ډلې خامخا په څه نه څه شکل کښې په هره ټولنه کښې موجودې وي. خو که وګورو نو دلته هم د اقتصادي طبقاتو په رنګ اوله ډله (روايت پرسته) په اکثريت کښې وي او اخرنۍ ډله (روايت شکنه) په ډېر کم مقدار کښې وي لکه ايليټ چې تش د ټولنې يو يا دوه فيصدي لري او مينځنۍ ډله (روايت پسنده) يو څه فيصدي ضرور لري . خو ياده دې وي چې د يو نېک او ښکلي او دوامداره بدلون د پاره د مينځنۍ ډلې اهميت ډېر زيات وي او په اوږو يې ذمه واري هم قدرې زياته وي ځکه چې دا د روايت ، د سماج او ساينس يا د ماضي ، حال او راتلونکي پوره پوره شعور لري او د درې واړو نه په اکتساب خپلې پرېکړې کوي.