اے خوبونو
تاسو خالص نجې ملکیت یۍ
زمونږ نه پټ کړې یۍ چا
دا استحصال دوامداره دے لا
د سشپتې* د مرګ وخت چې متعین شوے دے
مٸینانو پیژندلے دے
مٸینان ددې ناروا حساب غواړې
د بدل نوعیت مارکسی انقلاب غواړې
اے پښتنو لیکوالانو
سقراط که زهر نه وو څښلې مړ شوے به وو*
او تاسو که زهر وڅښل
نو مړه کیږۍ
خاورې کیږۍ
د همیش د پاره پناه کیږۍ
اے د مدرسې ملایانو
فطرت ځناور له په سر ښکر ورکړې
خو تاسو له یې د پښو په مینځ کښې درکړې دې
په دې د عدم تشدد فلسفه مه ماتوۍ
اے د خبرو صلاحیته
خلک نه پوهیږې
ځکه د نقصان پیټے په شا ګرځوې
زه خو پوهیږم په تا
ځکه زه مٸین په هغه خبرو
کومې چې زما او زمونږ نه هیرې شوې دې
اے په اوږو ناستو لیکوالانو
ماته املا وښایۍ
د سیکس په وخت د خلی نه راوتلے اواز
تاسو کښې کوم یو لیکوال لیکې
او څنګه یې لیکې ؟
ماته یې هم چل وښایۍ
ځکه ماته یو څوک ښکارې
چې ددغه اواز مجسم صورت دے
اے د مینې اظهاره
ته د ذهن د نفرت او تشدد مرګ یې
زما نه لرې ګرځې
چې د مینې تور جادوګر
په ما اب حیات څښلې دې
عنایت خان
*سشپتې .. د پنتنجلې اصطلاح ۔۔ د خوبونو نه خالی خوب
*وینا