Da Rahman Baba Taali, aw da Khushal Baba Wazadari 0

د رحمان بابا تعلي او د خوشحال بابا وضعداري

خوشحالا او دولتا مې غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم
د رحمان بابا د دغه شعر په اړه ډير نقادان دا راې لري چې دا د رحمان بابا نه دی بلکې د هغه ديوان ته چا له ځانه ورزيات کړی دی– لکه مرحوم ډاکټر راج ولي شاه خټک يې چې خپل کتاب– د رحمان په شعر– کښې تفصيلي جاج اخستی دی– ځنې څيړونکي يې بيا تعبير په بل رنګ کوي– ارواښاد عبدالحئ حبيبي صاحب وييلي دي چې د رحمان بابا له خوا خوشحالا او دولتا وييل اصل کښې خوشحال بابا او دولت لواڼي ته درناوی ورکول دي چې نومونه په دغه انداز اخستل د هغه وخت د دود له مخه د عزت او درناوي نخښه وه- مولانا عبدالقادر بيا وايي چې دا خو رحمان بابا خوشحالي او دولت ياد کړي دي او مصرعه داسې ده-
خوشحالي دولت مې دواړه غلامان دي
د دغه شعر په اړه زما راې دغو ټولو نه بدله ده– زه دغه شعر د رحمان بابا خپل ګڼم او په همدغه شکل يې درست ګڼم څنګه چې يې ديوان کښې راغلی دی- دليل يې دا وايم چې د پښتو کلاسيک شاعرانو کښې د رحمان بابا عقيدت مند شاعر نجيب سربندي د رحمان بابا په دغه متعلقه غزل تضمين کړی دی او د رحمان بابا د دغه تعلي مقطعې تاييد يې هم کړی دی–دې نه علاوه د خوشحال بابا د کړوسي کامګار خټک يادونه يې هم کړې ده چې کامګار هم د رحمان بابا د دغه تعلي جواب کړی وو- نجيب ۱۱۷۸ کښې معروف شاعر وو او رحمان بابا تر ۱۱۲۳ ژوندی وو چې تر مينځه د وخت فاصله يې هم ډيره کمه ده- د نجيب شعرونو ته غور وکړئ-
چې يې شعر لا مثل دی باندې ښايي
که رحمان وايي په شعر عالمګير يم
د کامګار دا بي هوده خبره ګوره
چې وييل کا خان بادشاه زه يې وزير يم
ګويا د نجيب او کامګار په دور کښې هم دغه شعر د رحمان بابا په ديوان کښې موجود وو- زه يوه خبره بله هم ورياتوم هغه دا چې د رحمان بابا شاعري خوشحال بابا ته هم ضرور رسيدلې ده– ځکه چې د خوشحال بابا مشر زوې اشرف خان هجري ته چې دکن ته رسيدلې وه او هغه د رحمان بابا يادونه دکن کښې د قيد دوران کښې کړې ده چې پخپله اشرف خان د رحمان بابا نه عمر کښې مشر هم وو– د خوشحال بابا بل زوې عبدالقادر خان چې د رحمان بابا همزولی وو هغه هم د رحمان بابا يادونه کړې ده نو ضرور به خوشحال بابا ته هم د رحمان بابا شاعري رسيدلې وي خو بل خوا د خوشحال بابا او د هغه د زامنو وضعداري وګورئ چې نه خو خوشحال بابا چې تر ۱۱۰۰ ژوندی وو د رحمان بابا د تعلۍ جواب کړی دی چې تر ۱۱۰۰ رحمان بابا پخپله د يو لوې شاعر مقام ترلاسه کړی وو او نه د خوشحال بابا زامنو د دغه تعلي جواب کړی دی– اشرف خان په ۱۰۹۲ کښې دکن کښې قيد شوی وو چې تر ۱۱۰۶ ژوندی وو- هلته يې په شاعرانو ليکلي يو نظم کښې رحمان بابا ته درناوی پيش کړی دی او وييلي يې دي چې-
د رحمان په وييل ځاې د لقب نشته
چې يې ما شعر منظور کړو معتبر دی
عبدالقادر خان هم د رحمان بابا په يو غزل تضمين کړی دی او هلته يې وييلي دي چې-
زه خټک د يار په غم تازه تازه شم
غوريا خيل رحمان که شو ورځنې ستړی
ځکه له دغو سندونو نه زه دا نتيجه اخلم چې د تعلي دغه مقطع شعر د رحمان بابا خپل دی او په همدغه شکل دی– تعلي د هغه دور دود او غالب رجحان هم وو-خو ورسره خوشحال بابا او د هغه زامنو هم د ډير دروند خصلت او وضعډارۍ څرګندونه کړې ده چې د رحمان بابا د دغه تعلۍ جواب يې نه دی کړی بلکې رحمان بابا ته يې دروند نظر کړی دی-او بيا د خوشحال بابا اولاد کښې کاظم خان شيدا خو د رحمان بابا په يوه مصرعه زړه باييلي چې وايي-
د رحمان په دا مصرعه د شيدا زړه دی
ته پري يې که اهو يې که جادو کړې

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ