په پښتو ، عربۍ او فارسۍ کښې د صنعتِ تجنیس څو قسمونه دي او په دې صنعت کښې یو لفظ په بېلا بېلو معنو کښې تکرارېږي. مثلًا یؤ اسم وي او یؤ فعل راشي خو معنوي اختلاف لري يا دوۀ همشکله الفاظ راشي چې یؤ مرکب وي او یؤ مفرد وي خو د دواړو کلمو معنوي مُراد جدا وي یا داسې کلمې چې په هئيتي توګه یؤ شان وي خو په معنا کښې توپير لري صنعتِ تجنیس وي. دې ته بعضې شاعران صنعتِ ضلع او جناس هم وائي لکه قرآن کښې راغلي : فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ (دلته “الاعتداء” په معنا د “العُدْوَان” د برناحقه برید اؤ د بدلې په معنو کښې راغلې دے) ، دغسې بلها نور مثالونه دي لکه : البدعة شرك الشرك ، وَلَكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ، وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ. په پښتو کښې لاندنې شعر د صنعتِ تجنیس یؤ ښکلې مثال دے :
چې په سر کښې مې ستا خیال دې دېره شوے
د سر وېره مې ځاے نۀ مومي په سر کښې
په شعر کښې په معانو، بیان ، بدیع اؤ صنائع د تفهیم د پاره هر ممکنه هڅې کېږي مګر په بلاغت کښې دا علوم یؤ کُلّی تصور لري نو په جزئي توګه پرې پوهېدل ګران شي مګر چې کله دغه ټول محاسن په شعرونو کښې سره خپلو کښې سُفته شي نو بیا په مجموعي توګه د شعري حسن د اسبابو د پاره مُسبب شي.
د ډاکټر علي خېل دریاب صېب په شاعرۍ کښې دغه قسم کُلّی محاسن داسې ځانګړتیاوې لري چې د کلام معنوي حسن رامينځته کوي. په صنائع لفظي او معنوي کښې دریاب صېب الفاظ په داسې طریقه کاروي چې لفظي اؤ معنوي حُسن د قاري يا سامع د حظ د پاره دوۀ چنده شي. په انصات کښې به د کُلّي مَحاسنو بحث په جزئیاتو کښې کولې شي لکه څنګه چې دلته د مِنقار غوښتنه د مُتجانس الفاظو ده اؤ دغه د دریاب صېب په کلام کښې په فطري توګه په شعرونو کښې راغلي دي :
د یؤ “نازک” بدن سودا مې تقريبًا کړې وه
چې یوه “نازکه” شان وعده راته رامخې ته شوه
ستا ښکلا رابانـدې دغه کُفر وکړو
ګنې ما وې د “بنده” به څوک “بنده” شي
صنعتِ تجنیس په هر ادب کښې شتون لري او په انګريزۍ کښې د وئیلیم بلیک/William Blakes د Chimney Sweeper کښې ، او د روپرټ فروسټ/Robert Frost نظم Out-Out چې د همغږۍ او اتحاد د پاره ټکي تکراروي ئې مثالونه دي.
عباسي خلیفه ابو جعفر المنصور د خپل وخت شاعران محدود کړي وو، د هغه د حافظې دا المیه وه چې شعرونه به ورته په یؤ ځل د اورېدلو سره ازبر شول، دغسې د هغه غلام چې هغه ته به اوږدې اوږدې قصیدې په دوۀ ځله اورېدلو سره حفظ شوې او د ابو جعفر یوه جاریه وه چې هغې ته به قصیده په درې ځله اورېدو سره یادېدله. د ابو جعفر غوښتنه وه چې شاعران دې داسې قصیده وړاندې کړي چې هغه چرته اورېدلې نۀ وي او د دې د پاره ئې د هغه وخت د کاغذي وزن په اندازه سرۀ زر په انعام کښې ټاکلي وو، حالانکې په دغه قصیدو کښې به سرقه نۀ وۀ او د شاعرانو خپل کلامونه به وو، خو د ابو جعفر دغه چالاکي او فریب وۀ چې د خپلې حافظې په اساس به ئې شاعرانو ته غلط معلومات ورکول او دغسې د هغه غلام او جاریه به پرې هم ګواهي ورکوله چې ګنې دا قصیدې د وړاندې نه لیکلې شوي دي ځکه چې دوي ته یاد دي. خلیفه دا کار له ټولو شاعرانو سره وکړو، نو شاعران د نا امیدۍ او مایوسۍ سره مخ شول.
د دغې وخت شاعر اصمعي چې د خلیفه د مکر نه خبر شو نو اصمعي د کلماتو یوه متنوع او عجب شعره قصیده د “صَوتُ صَفيرِ البُلْبُلِ /د بلبل د نغمې غږ” ترتیب کړه او خلیفه ته ئې عريضه وړاندې کړه چې زۀ یوه قصیده لرم چې تاسو به مخکښې اوریدلې نۀ وي. خلیفه ورته وویل: هغه څۀ چې لرے، وړاندې کړه :
صوت صفير البلبلِ
هيـج قـلبي الثمل
فقال لا لا لا لا لا
وقــد غــدا مهرولِ
والعود دن دن دن لي
والطبل طبطب طب لـي
طَب طَبِطَب طَب طَبِطَب
طَب طَبِطَب طَب طَب لي
والسقف سق سق سق لي
والرقص قـد طاب لـي
أقول في مطلعها
صوت صـفير البلبلِ
اصمعي د بُلبل دغه نغمه وړاندې کړه چې ۲۹ شعرونه لري خو د صنعتِ تجنیس له رويه خلیفه ته هیڅ هم ياد نشول، بیا ئې خپل غلام اؤ جاریه راوسته، خو هغوي ته هم هیڅ یاد پاتې نۀ شول. خلیفه اصمعي ته وویل: زۀ به تاته د دې قصیدې د کاغذ د وزن په اندازه سرۀ زر درکړم، نو ته هغه کاغذ/لوحه راوړه. اصمعي ورته وویل: ماته په میراث کښې د خپل پلار نه د مرمرو یوه ټوټه پاتې شوي وه او هم په دغې ټوټه مې دا قصیده نقش کړې ده او دغه ټوټه څلور کسان پورته کولې شي. د اصمعي دې حيرانونکي او غېر متوقع کلام د خلیفه د شاعرانو سره د اړيکو په پراخوالي کښې یو اوږد مهال تاثیر ثبت کړو ځکه چې د شعر تاثیرات ژور کیدے شي، د تفکر په اساس شعر فراخه وي، شعر د کلتور ساتنې، سیاسي تبصرې او د شخصي څرګندونې یوه وسیله وي. شعر په تاریخ کښې په ټولنو کښې مهم رول لوبولے او دغه تر ننه ورځې پورې دوام لري مګر بعضې شعرونه معاشره نۀ قبلوي نو د “فَسَّرَ الماءَ بعد الجهدِ بالماءِ” په مصداق د داسې اشعارو نه ژغورنه پکار ده. دغه وجه وه چې افلاطون به داسې شاعري خوښوله چې په تعميري اؤ اخلاقي معیارونو به اراسته وه.
د دریاب صېب په کلامونو کښې د صنعت تجنیس د لفظي صنائعو له ډلې څخه دغه صنعتونه موندلې شو چې په یوه شعر کښې مختلف الفاظ یا په یوه مصرعې کښې دوۀ داسې کلمې راوړي چې د حروفو ډولونه (یعنې د کلمې ظاهري شکل)، د حروفو شمېر (په کلمې کښې د حروفو تعداد)، د حروفو ترتیب (یعنې په دواړو کلمو کښې د حروفو ترتیب) او حرکات او سکنات ټول په کښې توافق او مطابقت لري، مګر معنی ئې مختلفې وي.
د چغژۍ وجود ئې ځار شم
د خوَږو ډکه چغژۍ شوه
دا ژوندون به داسې ګران شي بې حسابه
خدایه ماته شرافت چې شر آفت دے
د زاهد د خُلې نه مونځ کښې لاړې لاړې
د جامونو دا کړنګارے دې میرات شي
دا د سپینو د تورونـو برکت دے
دا وېښتۀ چې زما سپین دي په ځوانۍ کښې
په وړه خلۀ کښې وړې وړې خبرې
که ټنګرۍ ټنګرۍ ګبین دی په کلۍ کښې
خیام یوسفزے