Migrant Artists (Part 3 0

مهاجرې انځورګرې (درېمه برخه)

٥.. نبيله حورخش: د تشدد د يرې انځورګره
نبيله په نولس سوه او اتۀ نوي کښې په کابل کښې زيږيدلې ده. دا د ماډرن افغان ارټ نمائنده ارټسټه ده. دا اولنۍ ارټسټه وه چې په Center for Contemporary Arts Afghanistan کښې ئې خپل ارټ ننداره ترې وړاندې کړى وۀ. نبيلې په کابل پوهنتون کښې د دري ادب لوستې دى. دې سره سره ئې په ريالسټک پېنټنګ کښې کورسونه کړي دي. په کابل کښي د معاصر ارټ د مرکز مشر راهرو عمرزاد دا انځورګرۍ ته وهڅوله او د دې تربيت ته ئې خصوصي توجه وکړه. په کال دوه زره او نهم کښې دې خپله د بېچلرز ډګري ترسره کړه او دې نه پس ئې د خبريالې په توګه کار پېل کړو. دا په کابل کښې د بې رنګ ارټ اېسوسي اېشن ملګرې بڼسټګره هم ده. د دې ادارې ذکر وړاندې هم وشو. دوي د معاصر افغان ارټ په باب له د قدر وړ زيار ويستلى دى. د دې په خصوصي منډو ترړو د کابل ګوئېټى انسټيټيوټ کښې په کال دوه زره يوولسم کښې کامياب نندارتون شوى وۀ. په کال دوه زره او دولسم کښې نبيله د dOCUMENTA 13 نومې مشهور نړيوال نندارتون کښې د افغان برخې لپاره د پراجکټ اسسټنټ په توګه خدمات وړاندې کړي وو. دا د معاصر ارټ يو نړيوال سند لرونکي سرګرمي ده. دا په دغه کال د نهم جون نه تر د شپاړسم ستمبر مانځلى شوى وۀ. دې نندارتون ته راغليو سېلانيانو او د ارټ د مېئنانو شمېره د ريکارډ مطابق څۀ دپاسه نهۀ لاکهه وه. دا د کاسل نه علاوه د مصر او کنېډا د بېلابېل ښارونو سره سره د کابل او باميان ښارونو کښې لمانځلى شوى وۀ. دې نندارتون د افغانستان د معاصر ارټ په وده کښې يو مهم کردار لوبولى دى. د نبيلې د ارټ موضوعاتو کښې د تصوف سره سره د ښځينه مزاحمت څرکونه څرګند دي. دې نه علاوه په زنانو د جبر نتيجې او تشدد نه زيږىدلې يره دا په تجريدي ارټ کښې ثبت کوي. د سور او شوخ اسماني رنګ پکارونه زياته کوي. نبيله د کال دوه زره اتم نه تر د کال دوه زره دريشتم پورې په کابل، لندن، هند، المان او ابوظهبي کښې نهۀ نندارتونونو کښې فعاله ونډه لرلې ده. د کابل د سقوط نه پس فروري دوه زره دوويشتم کښې د پاکستان په لاره جرمني ته مهاجره شوه. د همبرګ ښار بېلابېلو د ارټ او کلتور ادارو سره تړون لري. دا هم د هغه تجربې چې د documenta 13 په وخت کښې دې ته تر لاشه شوې وه. اړيکې او پېژنګلو ئې جوړه شوې وه برکت وۀ چې په مهاجرت کښې ئې ورته لاس ورکړو. په پنځيشتم نومبر کال دوه زره دوويشتم کښې Amnesty Journal د کارنيليا يو تفصيلي مضمون د دې په حواله خپور کړى دى. د دې مضمون نوم دى “هغوي زۀ اووژلمه/They Killed me” دى. دا نوم اصل کښې د نبيله د هغه فنپارې دى کومه چې دې په پنځلسم د اګست کال دوه زره يويشتم جوړ کړى وۀ. نبيله ماشومه وه چې يو وارې د کوره کډوال شو. پنچشېر ته لاړل. هلته نه هم په کډه کولو مجبور شو نو پښتونخوا ته راغلل. په دوه زره دوېم خواوشا کښې دا وطن ته راغله. نوموړې ارټسټه شوه.
د خپل وطن نمائندګي ئې په بين الاقوامي فورمونو کوله. د افغانستان د معاصر ارټ وده کښې ئې مرکزي کردار لوبولو. او يو وارې بيا کابل مات شو. دا ځل نبيله د جرمني همبرګ ته مهاجره شوه. دا وارې دې سره خپل دوه ماشومان او خاوند هم په کډوالۍ شريک وو. دا وائي زما د خپل وطن سره تړلي ټول ارمانونه يوه لحظه کښې خاورې ايرې شو. نوى راغليو حاکمانو د ارټ متعلقه اوزار او فنپارو باندې خلق وژل. زۀ پېژندلې څېره ومه. د جبر د يرې به رژېدم. کله چې دوي د کابل په ور داخل شو نو ما تمامي انځورونه د فرېمونو نه را اويستل. راغونډ مې کړل او د کور په يو ګوټ کښې مې پټ کړل. د عالمي نندارتونونو رپورټونه مې ووسوزول. هر هغه سند چې ورپکښې د خارجيانو اعترافونه وو او د افغان معاصر ارټ د تاريخ اساسي شواهد وو ايره ايره شول. دغه مضمون چې د کومې فنپارې نه خپل عنوان/سرخط اخستى دى هغه فنپاره دا رنګ بيانوي.
One picture shows a woman with closed eyes, her mouth missing. The woman’s body appears to have sunk into a pit. In countless black lines, the headscarf, hair, and body outline melt into the earth. Two birds are already perched on top, pairs of eyes stare out from the ground. Dozens of times, between the tangle of lines, is written in Farsi: “They killed me.”
د همبرګ ښار کښې دغه مهاجره انځورګره په ماتم نۀ ده ناسته. د ارټ د لېونتوب زمه وارۍ اوس هم په ټوله هنري او تخليقي مينه سنمبالوي.

٦.. جهان ارا رفيع: د مخونو د خاموشه ژبې انځورګره
جهان ارا لا ماشومه وه چې په خپل وطن کښې کډواله شوه. بيا د کډوالۍ مجبوريو پښتونخوا ته راوسته. دا د نولس سوه او نوي خواوشا زمانه وه. په دوه زره دوېم کښې واپس خپل وطن ته لاړه. په کابل کښې مېشته شوه. دلته ئې د ارټ زده کړو ته په رسمي او غېر رسمي توګه توجه وکړه. دوه زره درېم کال کښې ئې د کابل پوهنتون د فاين ارټس فېکلټي کښې داخله واخيسته او تر د دوه زره اووم پورې ئې خپله ډګري پوره کړه. دې دورا کښې دا د Centre for Contemporary Arts of Afghanistan غړې جوړه شوه. دلته ئې فعاليتونه کول او دوه کال پس ئې دلته Centre for Women Artists جوړ کړو. نورې ملګرې ئې وروزلې. په کال دوه زره اتم کښې ئې د جرمني ښار برلن کښې د افغان ارټسټ په توګه د وطن نمائندګي وکړه. د فاين ارټس سره سره ئې د ډاکومنټري جوړولو په باب له هم بېلابېل تربيتي کورسونه وکړل. د خپل وطن د ارټ او ارټسټانو لپاره ئې د خپل پېغلتوب يوه يوه ورځ قربانوله. دغه مد کښې ئې د ملګرو په مدد او اخلاص کابل کښې شمامه ارټ ګېلري پرانسته. د دې موخه د ارټ د ودې سره سره د افغانستان د ښځو ارټسټانو کار زيار او تخليقي هڅو له يو د شعوري پرمختګ زمينه جوړول وۀ. د دې نه علاوه دا څلوره کلونه School Of Leadership, Afghanistan (SOLA) کښې د ارټ مستقل استاذه وه. دا په افغانستان کښې د خپل نوعيت ځانګړې داسې اداره وه چې جينکيو ته به ئې د بورډنګ سکول تمامي سهوليات ورکول. د دې ادارې د معاش زمه امريکيانو پوره کوله. په کال دوه زره شلم کښې دا اداره په زور بنده کړې شوه. د دې زده کونکې او عمله در په در شوه. دا اداره اوس په مهاجرت کښې په روانډا کښې کار کوي. هغه مرکز چې جهان ارا ورسره د کال دوه زره دولسم نه کار کولو هم د توالبونو راتګ سره بند کړى شو. تقريبا اتلس کاله جهان ارا د افغانستان د معاصر ارټ خدمت ته داسې لوګى کړل لکه څوک چې څنګه د خپلو ارمانونو ابياري کوي. رسمي او غېر رسمي کلاسونه، سيمينارونه، ورکشاپونه او بېلابېل نندارتونونه راجوړول. د ارټ خصمانه کښې د ټولنې جبر ګالل او بلها نور خنډان سر کول يقينا چې اسان کار نۀ دى خو جهان ارا د دې نه چرته دومره موده کښي يو قدم هم نۀ ده ورستو شوې. د نورو ملګرو روزلو سره سره ئې د خپل وطن د ارټ نمايش او نمايندګي کولو لره هم بېشانه کردار ادا کړى دى. تر دې دمه ئې پښتونخوا، کابل، برلن، کنېډا او امريکا کښې د افغان ارټ فعاله نمائندګي کړې ده. تر شلو زيات داسې پروګرامونه ئې په ريکارډ دي چې قامي او بېن الاقوامي رسنيو خوندي کړي دي.
د جهان ارا د ارټ ستره موضوع انساني څېره/مخ دى. دا د مخ په خاموشه ژبه پوهيږي. د مخ د تاثراتو د اغېز او اظهار نه خبر ده. دغه خبرلوثه پوهه دا د يوې بلې خاموشه ژبې په لار داسې انځور کوي چې بشري جذبات رالړځوي. دا د انسان د غم مصيبت او زغم کېفيت په مخ څرګندوي کۀ دغه کېفياتو له مخ ورکوي دا د دې انځورګرې کمال دى. په خپله ټولنه کښې د تکليف او درد جبر چې زنانه د کومې ژرندې نه دل کوي جهان ارا دغه جريان ته مخونه ورکوي. ځينو انځورونو کښې جهان ارا غړۍ/مرۍ/غاړه/څټ ډېر لوړ رغوي. د ارټ نقادان دې علامت ته خصوصي توجه کوي. هسې خو ستره غاړه د حسن علامت هم دى او د نړۍ يوه برخه کښې د دې ناپ د حسن پېمانه ګڼلې کيږي. دچا غاړه کښې چې زياتې نه زياتې کړۍ اغوستې کيږي هغه هومره زياته ښايسته بللې کيږي. خو جهان ارا دا سترې غاړې په يو بل معنويت اړولي دي. هغه دا چې مجموعي کېفيت ورسره د درد دى او دې غاړو کښې يو يا بل رنګ ول هم دى. کوم چې د فرحت په ځائ د کرب انعکاس کوي. د ارټ د نقد روايت کۀ په افغانستان کښې مروج وې نو نن به د دې ارټ خامخا د هر چا په خلۀ بحث وۀ. هرکله چې د يويشتمې پېړۍ د اولنۍ پاوېزې د معاصر ارټ افغانستان ذکر کيږي نو زۀ باوري يم چې دا د مخونو د خاموشه ژبې انځورګره به پکښې هسکه غړۍ ولاړه وي.
د کال دوه زره او يويشتم د اګست شپږويشتمه ورځ وه چې جهان ارا د هغه قيامت نه چې په دې او د دې په خاوره رانازل شوى وۀ نه لږه سا واخسته. دې ته د خپل کارزيار، خدمت او تعلقاتو په اساس د تېښتې لار ملاو شوه. د دې يو پل غټ لامل دا هم وۀ چې داسې قسمه تشخص لرونکيو ته د ژوند د لاسه ورکولو تر ټولو زیاته يره وه نو دوي زر راويستل مهم وو. دې سره محص يو صندوق وۀ، کور، د کور سامان او د شلو کلونو د ارټ زيار او يادونه دغسې پاتې شو. مهاجرت مجبوري شوه. ضرورت شو. د ژوندژغورنې يويستوې لاره پاتې شوه. دا په درېم ځل مهاجرت وۀ او د تېر وار نه لا زيات خونړى وۀ! جهان ارا په دغه سوچونو کښې ډوبه وه په خپل قسمت ئې ماتم کولو چې د يوې بلې داسې سانحې نه خبر شوه چې خپل تور بخت ورته اوس سپين او روښانه ښکاره شو. دا په څلور بجې د کابل نه قطر ته الوتې وه. او لس منټه کم شپږ بجې د کابل هوائي ډګر باندې بمي چاودنه وشوه. يو سل او نوي انسانان پکښې اووژل شو. د افغانانو نه علاوه اوولس امريکنيان هم دې کښې شامل وو. همدا سانحه وه چې د دې د لاسه د نورو ډېرو خلقو د وطن نه وتل ناممکن شو. دا اخري الوتکه وه. جهان ارا اوس ګڼل چې کۀ د دې اخري فلايټ نه هم پاتې شوې ومه نو خدائ خبر د نورو کومو کومو مصيبتونو نه به راتېرېدمه. جهان ارا د قطر سرښار دوهې ته راورسېده. دلته نه جرمني ته لاړه. څلور پنځۀ ورځې پس دغلته نه امريکا ته ورسيده. څو مياشتې ئې د مهاجرو په کېمپ کښې اوويستلې. له دې ورستو عادي ژوند ته راتګ لره ئې شواخون پېل کړو. بله ژبه زده کول ئې شروع کړه. د دې استاذې برېنډي کېلمر خپله يوه خاطره شايع کړې ده. دا ليکي چې زۀ انګرېزي ژبه درس کوومه. يوه ورځ زما کلاس ته جهان ارا هم راغله. ما ته معلومه شوه چې دا شمالي ويرجينيا کښې د مور پلار او دوه روڼو سره د مهاجرت ژوند کوي. زما ورسره دوستانه شوه. خو د خوند خبره بله دا وشوه چې يوه ورځ زۀ واشنګټن ته د يو پروګرام روداد ليکلو له روانه ومه نو جهان ارا مې هم وليده. زۀ دغلته خپل دې کار له تلمه او جهان ارا دغلته د يو ارټسټ په نمائندګۍ روانه وه. دې استاذې ليکلي دي چې ما ته د جهان ارا د سختو ورځو احساس وۀ. زۀ پوهېدمه چې دا تخليقاره د جسماني تکليف سره سره د نفسياتي اذيت نه هم را تېريږي نو ما وېل چې د دې څۀ امداد وکړمه. ما خپلو متعلقينو کښې داسې څوک وکتل چې هغه د ارټ سره تړون لري خو ما ته څوک داسې ملاو نۀ شول. بيا ما د سوشل ميډيا متعلقينو کښې يوه جينۍ داسې راپېدا کړه چې ارټ سره ئې علاقه وه. ما جهان ارا دپاره ورته سوال وکړو. هغې په سرسترګو قبول کړو او د جهان ارا لپاره ئې اسانتیاوې جوړې کړې. جهان ارا خپل انلاين پاڼه لري. دغلته نه د ارټ پالنه کوي. او د افغانستان د ارټ او ارټسټانو لپاره په هر مناسب فورم اواز وچتوي. د “دي ارټ نيوز پېپر” سره تفصيلي مرکه کښې ئې تر ټولو زيات تاکيد په دې حقله کړى دى.
“The world has left the people of Afghanistan alone and they are just watching what is going on! Unfortunately the “studentan” rule has no place for arts and artists, and they will never have a place for them. We need to find a way out for the artists who are still stuck,”
بل وارې همدغه مرکه کښې بيا وائي
“I want to ask the international art organisations to please work on this matter and collaborate with the endangered Afghan artists because the “stutdentan” law has no respect for arts and they will never accept the artists,”
د کابل د ماتېدو نه څۀ ورځې وړاندې جهان ارا يو نظم ليکلى وۀ چې دا ئې بيا د تحفظ له مخه وران کړى هم وۀ. د دې يوه برخه دلته راوړم.
Let’s pack up our dreams,
Our dreams are too big,
They are not meant for this small world
And the small minded people here,
We have to throw our dreams out of the window
so they can fly up high….

٧. سارا نبيل.. د ارټ او سياست د رشتې انځورګره
سارا نبيل په کابل ښار کښې په کال نولس سوه او څلور نوي کښې زيږيدلې ده. د وړوکوالي نه ئې د ارټ سره مينه ده. د سکول زده کړې ئې ټولې په کابل کښې ترسره کړي دي. تر د کال دوه زره پنځلسمه پورې ئې د کابل پوهنتون نه د سياسياتو باضابطه زده کړې هم کړي دي. د څوارلس کلونو عمر کښې ئې د Center for Contemporary Arts Afghanistan سره کلک تړون جوړ شو. دلته نه ئې د ارټ رسمي او غېر رسمي زده کړو سره سره سياسي کلتوري او ادبي فعاليتونه هم پېل کړي دي. په کال دوه زره او پنځلسم کښې د زده کړو جريان کښې نېدرلېنډ ته يو کانفرنس ته وبللې شوه. تر دغه وخته دې دلته دومره زورور مزاحمت پاللې وۀ چې مرګ ګواښونه ورته کېدل. په ورپسې کال په جرمني کښې په سياسي پناه اخستو مجبوره شوه. د مهاجرت بار ور په سر شو. خو د دې خټه کښې د مزاحمت يو نۀ ستړې کېدونکى روح هر دم متحرک دى. دلته ئې د زړۀ ارمان داسې پوره کړو چې د Hochschule für Gestaltung (University of Art and for Design) کښې ئې د ارټ رسمي او باضابطه زده کړې پېل کړې. تر دې دمه ئې تر پينځۀ څلوېښتو قامي او بېن الاقوامي کانفرنسونو او نندارتونونو کښې فعاله ونډه لرلې ده او د افغانستان د معاصر ارټ نمائندګي ئې پاللې ده. د افغانستان نه علاوه ئې په جرمني، فرانس، ناروى، سپېن، امريکا، نيپال، اټلي او هندوستان کښې د ارټ د نمائنده او مزاحمتي کارکنې په توګه د يوې نړۍ توجه او اعتراف ګټلې دى. دې چې افغانستان کښې د معاصر ارټ د مرکز سره کوم تړون وۀ هغې کښې دا د دغه مرکز د اداراتي ډلې د فعاله ممبرې تر عهدې راورسېده. دې نه علاوه دا د Women’s Art Center in Afghanistan د بڼسټګرو نه يوه ده. دا رنګ د شمامه ارټ ګېلري د بڼسټ اېښودونکيو کښې هم دا شامله وه. سارا نبيل په کال دوه زره او يوولسم کښې محض د اوولس کلونو عمر کښې د افغان دولت د ښځو د وزارت او د خراسان چېئرټي فاونډېشن له خوا د معاصر ارټ په مېدان کښې د يوې بڼسټګرې په سند ونازولې شوه. په افغانستان کښې د ښځو د حقونو مبارزه د ارټ په لاره سر کولو لره دا د Vice President of the Afghan Women Coordination nation association in Afghanistan په مسئوليت هم کېنښولې شوې وه. دا مهال په اروپا کښې د نورو ډېرو ارټ د کارونو سره سره دا يوه خپله ادار د همفکره ښځې په نوم لري. ورسره دوه نورې ملګرې هم دي. دوي د دې د سېوري لاندې خپله مبارزه مخ په وړاندې بوځي. سارا نبيل يوه داسې ارټسټه ده چې د دې کارڅارونکي او په دې ليکونکي دا د (ultra-contemporary Art) نمائنده ګڼي. دا په خپل ادبي کار کښې په يو وخت د انځورګرۍ، تصويرکشۍ، ډيجټل ارټ، انسټالېشنز او اداکارۍ يوه بشپړه پکارؤنه کوي. دې د ارټ د دې ټولو څانګو زده کړې کړي دي. د دې تربيه ئې اخستې ده. بيا ئې دا ټول هنرونه د خپل تخليقي ځواک په يو پياوړې تار تړلي دي. او د مزاحمت د سپېڅلتيا مبارزه پرې وړاندې وړي. دا خپل دا ځانګړې کار په يوه دومره اغېزمنه طريقه سمبالوي چې دا ئې د نړۍ د يو لاک اغېزمنو ښځو په قطار کښې ودرولې ده. د ارټفېکټس نومې يوې معتبرې ادارې چې د ارټ او ارټسټانو تعين قدر په شمارياتي تجزيو ترسره کوي، ترمخه سارا نبيل د نړۍ دغه چوڼ شوې يو لاک مېرمنو کښې په شپاړسم نمبر ده. دا رنګ دې ته د أفغانستان د لسو اغېزمنو ښځو په قظار کښې هم د ودرېدو شرف ترلاسه دى. د دغه يادې ادار ترمخه دا دغو لسو کښې په درېم نمبر ولاړه ده. دا پېمانې کومې داسې حتمي هم نه دي چې اختلاف ورسره نه شي کيدى، بالکل کيدى شي، خو دا بهرحال د دوي د اغېز يوه څرګندونه کوي او د دې لپاره تجرباتي شواهد او استناد راوړي.
سارا نبيل په کابل کښي د يوې ځان م رګ ي چاودنې مشاهده کړې وه. دا د دې نه په معجزاتي توګه بچ شوې وه او يو بل ژوند ورته ملاو شوې وۀ. د دې په ارټ کښې د مېموري او مهاجرت نه علاوه ستر توکي په پاور سټرکچر سوال راپورته کول دي. د پاور سټرکچر ساختونه، د دې جبر او نتيجې راڅرګندول دي. په وګړي او ټولنه د دې اغېز رابرڅېره کول دي. خصوصا په بشري حقونو کښې د ښځو صورتحال او د دوي د وجودي بحران سره سره د دوي د شناخت مقدمه پالل دي. لکه څنګه ما په تمهيد کښې د نړيوال ارټ د تاودۀ موضوعاتو کوم چوڼ کړى وۀ دا هغه يو يو په خپل ارټ کښې د يوې زورورې مزاحمتي مفکورې سره وړاندې کوي. همدا وجه ده چې د دې نقادان د دې کارزيار کښې د ارټ او سياست بېلتون کولو کښې پاتې راځي. او دا پاتې راتلل د سارا نبيل بريا ده. دا هغه ټول تعليمي، سماجي، کلتوري، مذهبي، سياسي او معاشي جوړختونه چې د انسان د ازادۍ په مرۍ غلۍ دي او د شناخت يو مسخ صورت ئې رازېږولې دى په يوه زوروره طريقه د ارټ د لارې چېلنج کوي. دې خپل يو نندارتون کښې د بلېک اېنډ وائټ انځورونو يوه لړۍ وړاندې کړې وه چې ورپکښې پټ مخونه، نيم مخونه، په برقعه دپاسه پټکي او داسې نور ننداره کړي وو او دې لړۍ له ئې د “پاور” نوم ورکړى وۀ. دا رنګ يو بل نندارتون کښې ئې يو غټ تاوېدونکې مېز د علامت په توګه داسې وړاندې کړى وۀ چې د هغې د اثر نه ئې بلها معنويتونه تراشل. دې لړۍ ته ئې د No Objection Possible نوم ورکړى وۀ. د ښځو د نړيوالې ورځ په موقع دې د يونايټډ نېشن د جينيوا هېډکوارټر مخې ته د کېمرې په وړاندې دوه نيم منټه کوکارې اووهلې. دا د اخلاص، ديانت او اداکارۍ يو په زړۀ پورې پېوستون وۀ. چا دا نۀ شو وېل چې دا اداکاري ده کۀ د اخلاص اظهار او کۀ د احتجاج او مزاحمت يوه عملي لاره! د دې لمحې نوم دې “د ژوندژغونې، مزاحمت، انساني يووالي او ازادۍ بغاره” کېښودو. دا رنګ يو بل نندارتون کښې د مزاحمت او احتجاج په توګه د نندارتون د پرانستې په وخت دې خپل ټول د سر وېښتۀ وخرول. او د ليدونکيو نه ئې هم د دې شان احتجاج مطالبه د دې لپاره وکړه چې په انسان د جبر کړۍ ماتولو لره عملي څۀ وکړي. تخليقي مزاحمت راڅرګند کړي. د دې لپاره چې سياست، اقتدار او نظرياتي تصادم کښې دې د انسان/زنانه وجود، تشخص او پېژنګلو ولې د جبر خام مال وګرځي! د دغه احتجاج درې بېلابېلې ويډيوز جوړې شوي دي. په دې د ارټ سره تړلې نړيوالو ډلو بېلابېل مکالماتي پروګرامونه راجوړ کړي دي. سارا نبيل ګڼي چې ارټ يويستوې داسې مهذبه اوزار دى چې انسان له په هر قسمه صورتحال کښې د عمل او فعاليت تحريک ورکوي. دا ليکي چې زما تجربه د هغه ملينونو وګړيو ده چې هغوي د خپلو سياسي او مذهبي اندونو له قبله د ظلم ښکار کيږي. د کډوالۍ باردار کيږي. په يو وخت دوو کشتيو کښې په تګ مجبوره کيږي. دا وائي چې زما په برقعه او پرده هېڅ نيوکه نشته، زۀ خو د دې اوازار په سياسي پکارونه نيوکه لرم. د دې په توسط د جبر د روا ساتلو زمينه جوړولو باندې نيوکه لرم. د پاور سټرکچر ناراواو لره چې دا تعامل کوم لاس ورکوي چې د هغې په نتيجه کښې د شناخت، ملکيت او تشخص بحرانونه زېږون بىامومي زۀ په هغې نيوکه لرم. سارا د خپل ارټ په باب له په ناروى کښې د ارټ د يوې نړيوالې معتبرې ادارې “لايېو اېکشن” ته داسې جواب وائي.
“As an Afghan woman I have a deep feeling for my fellow Afghan women; therefore, most of my art work is focused on social and political issues, and positive change in women’s lives. Art is my weapon, it serves as a tool through which I fight against patriarchy, injustice, unfair politics and inequality. Art is a tool through which I can achieve my goal of making contributions to make societies adhere to gender equality, principles of open society, justice and fairness.”
سارا نبيل د يادو ټولو مشغولاتو سره سم د افغانستان د جينکيو لپاره يو E-School Afghanistan هم چلوي. دا د هغه جينکيو لپاره مواقع راجوړوي چې د تېرو څلورو کلونو نه د تعليم دروازې پرې بندې دي.
جاري
سمىيع الدين ارمان

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ