Rafiq Shinwari 0

رفيق شنواري: 1926–1991 ، د پښتو موسيقۍ ستره اثاثه

رفيق شنواري: 1926–1991
د پښتو موسيقۍ ستره اثاثه
نوميالي روحاني شخصيت پير سيد عبدالستار شاه بې نوا ( باچاجان ) د پښتو هنري نړۍ ته دوه لوې شنواري بخښلي وو– په شاعرۍ کښې حمزه شنواري او په موسيقۍ کښې رفيق شنواري- د رفيق شنواري د پلار نيکۀ وطن ننګرهار افغانستان دے چې د برصغير د وېش نه لږ مخکښې د پېښور پښتنې سيمې ته راغلي وو. لا وړوکے وو چې پلار يې وفات شو- رفيق شنوارے چې رالوې او زلمے شو نو د روحانيت سره سره ئې د شاعرۍ او موسيقۍ سره مينه پېدا شوه. د روحاني بزرګ حضرت باچا خان(سيد عبدالستار شاه باچا) مريد او د حمزه بابا د طريقت ورور شو. د روحانيت په دغه لړۍ کښې د حمزه شنواري او رفيق شنواري نه پس لوې هنر مند او سندرغاړے خيال محمد هم شامل شو. درې واړه د باچا خان مريدان او د پښتو د فني مېدان د بيلو بيلو مېدانونو شهسواران شول. حمزه شنواري د غزل بابا، خيال محمد د غزل شهنشاه او رفيق شنوارے د پښتو موسيقۍ د فن بادشاه ثابت شو. درې واړو په فلمي نړۍ کښې هم د پښتو موسيقۍ ته نوې زاويې او تازه رنګونه وبخښل. حمزه بابا خو په فلمي نړۍ کښې ډېره موده پاتې نۀ شو. خو د رفيق شنواري موسيقي او د خيال محمد اواز يو بل د پاره لازم او ملزوم وګرځېدل. رفيق شنوارے لوستے هم نۀ ؤ- د موسيقۍ کومه اله يې هم نه شوه غږولے خو د موسيقۍ، سرونو، سازونو او راګونو خدائے ورکړے صلاحيت ئې بې پناه او بې انتها ؤ. په عام محفلونو، کښې سندرې او د باچا جان په دربار کښې قوالۍ خو ئې ډېرې کړې وې – د رحمان بابا او حمزه بابا صوفيانه کلامونه به يې د قوالۍ په شکل وييل- د حمزه بابا نظم جونګړه ته يې په خپل طرز او اواز تلپاتې ژوند ورکړے دے- خو ورسره د رېډيو او ټي وي او بيا د پښتو د فلمي موسيقۍ د مېدان شهسوار هم ثابت شو. د ګڼ شمېر فلمونو د سندرو، غزلو، بدلو، برغيزو سندرو، اولسي صنفونو وغېره د موسيقۍ تړون ئې وکړو او د موسيقارانو په فهرست کښې ئې د پښتو فلمونو د ټولو نه لوې، څرګند او باوقاره موسيقار په حېث خپل نوم او مقام وګټلو. رفيق شاعر هم ؤ او سندرغاړے هم. ځکه ئې د موسيقۍ تړون کښې د خپلو دغو صلاحيتونو نه هم ګټۀ پورته کوله. د فلم “اوربل” شاعر مراد شنوراے ؤ چې د رفيق شنواري ورسره د حمزه بابا له مخه هم ډېر نزديکت ؤ. د “اوربل” په سندرغاړو کښې د هدايت الله، کشور سلطان، ګلنار بېګم او نويته خانم نه علاوه خيال محمد هم شامل ؤ چې د رفيق شنواري د طريقت ورور ؤ او هسې هم دغو ټولو سندرغاړو رفيق شنواري ته د استاذ په نظر کتل. “اوربل” کښې د مراد شنواري نه علاوه څوسندرې د امير غلام صادق هم شاملې وې چې د ټولو موسيقي رفيق شنواري ترتيب کړې وه. او د هغۀ د ژوندۍ موسيقۍ په سبب د دغه فلم ټولې سندرې يادګار او شاهکار ثابتې شوې چې د هدايت الله په اواز
“يمه د ټرک ډرائيور”
خو ئې نن هم خلق زمزمه کوي. خو يوه برغيزه سندره ئې هم لازوال حېثيت لري چې د نويته خانم او خيال محمد په اوازونو ريکارډ شوې وه. استائي ئې داسې ده.
هېره مې نۀ کړې زۀ منت درته کومه
قربان شم
څۀ وائې ګلې څنګه تابه هېرومه
قربان شم
تا به يادومه قربان شم
د فلم احسان موسيقي هم د رفيق شنواري د فن کمال ښائي چې د کلنار بېګم په اواز ئې دا سندره يادګار ده:
ستا په شانې ډېر د تورو زلفو بنديوان زما
اومنه احسان زما تۀ چرته او زۀ چرته
يا د ګلنار بېګم او ملګرو په اوازونو د دغه فلم دا کورس سندره چې:
که دا مې ياد وي بيا به نۀ شوکوم ګلونه
ګل مې شوکوو ازغے مې مات شو
د فلم “ارمان” موسيقي هم رفيق شنواري ترتيب کړې وه چې سندرې ئې ښۀ مقبولې شوې وې. لکه دا سندره:
د رب د پاره اوخانده په مينه
رانه خفه شوې ولې په ما مئينه
يا د ګلنار بېګم په اواز دا سندره چې:
راشه ياره واخله چې شراب د شونډو درکړمه
راشه چې هر غم دې د دنيا د زړۀ نه لر کړمه
د فلم “انګار” موسيقي هم د رفيق شنواري د تړون سره وه چې يوه سندره ئې د کشور سلطان په اواز داسې ده:
تېرې چپې هېرې کړه راتلونکې چپې شماره
سوله پندره ياره سوله پندره ياره
دفلم ” جوند يا مرګ” دا سندره د ګلنار بېګم په اواز کښې د رفيق شنواري د طرزونو نتيجه ده چې:
ورک دې په خيالونو کښې د مينې لېوني زما
شونډې ګلابي زما سترګې شرابي زما
د فلم جوار ګر موسيقي شېر افګن استاذ او رفيق شنواري په شريکه ترتيب کړې وه چې يوه يادګاره سندره ئې داسې ده :
ډېر ترې په لړزان دي
او په دې خوري ګوره تورې زلفې مې ماران دي
مۀ راځه نزدې
د فلم “قېدي” يوه برغيزه سندره چې ګلنار بېګم او خيال محمد وئيلې ده. د رفيق شنواري د فني صلاحيت ګويانه آئينه ده : سندره داسې ده:
دا زۀ منت درته کوومه په زارۍ
تېر به دې شي وار د مينې خوږه جانانه
(ګلنار بېګم)
زما د مينې نه توبه ده لېونۍ
تېر به دې شي وار د مينې مينه ده ګرانه
(خيال محمد)
د فلم اقرار دا سندره:
راشه زما غېږې له ياره په غورزنګ راشه
بيا لکه پتنګ راشه په ما مئينه
د فلم غازي کاکا، د ګلنار بېګم په اواز دا سندره :
بې صبره زړۀ ډېر صبرومه نۀ صبرېږي
يار مې نادان دے نۀ پوهېږي
غرض د رفيق شنواري د فلمي سفر داستان هم اوږد دے او د فلمي سندرو او د موسيقۍ د تړون قيصه ئې هم اوږده ده خو په لنډۀ توګه داسې وئيلے شو چې د پښتو په فلمي موسيقۍ کښې رفيق شنوارے يو دے . بل رفيق بويه چې پېدا شي.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ