نن د کتاب نړيواله ورځ ده نو ملګرو سره د کتاب په اړه څو خبرې شريکول غواړم- د کتاب د پاره دوه توري په ټوله نړۍ کښې زيات مستعمل دي—په مغربي نړۍ کښې book او په مشرقي نړۍ کښې –کتاب—وړومبے د انګريزۍ تورے دے او دويم د عربۍ– د انګريزۍ book د پاره ګڼ شمير مخففات ښودلے شي چې د کتاب معنا او مفهوم ترې څرګند شي- لکه b o o k …..
bio optical organized knowledge
bundle of outstanding knowledge
big ocean of knowledge
bolit on organized knowledge
bank of oppurtunistic knowledge
binary on off keying
د دغو شپږو مخففاتو خپلې معنې دي چې د کتاب مفهوم څرګندوي — لکه د وړومبي مخفف ترمخه– ساينسي او تکنيکي منظمه پوهه—- د دويم تر مخه—د عالي پوهې مجموعه— د دريم ترمخه– د پوهې لوې سمندر— دڅلورم تر مخه—په منظمه پوهه کښې د ګولۍ په شان تيزي—د پنځم تر مخه– د موقعې مناسبت سره د پوهې خانه يا بينک– او د شپږم تر مخه— د دوو متضاد نظريو د تړلو او پرانستلو چابي—
دغه ټول وضاحتونه خپل خپل مفهوم لري خو دا وروستو جوړ شوي تعبيرونه دي چې مختلفو دانشورو جوړ کړي دي او يوه ستونزه دا هم پيښوي چې د انګرزۍ book– د جرمن ژبې نه انګريزۍ ته راغلے دے او هلته buch دے چې صرف د b په مناسبت bibliography يعني کتابيات ته وييلے شي — نو ځکه د انګريزۍ ټولې معنې وروستو او د ځانه جوړې شوې ښکاري–
البته د کتاب مشرقي مفهوم ته چې راشو نو خبره معنوي لحاظ سره زياته مناسبه ښکاري— کتاب د عربۍ تورے دے خو په نورو مشرقي ژبو کښې هم مستعمل دے— په عربۍ کښې يې مفهوم د کتابت يعنې ليکلو سره تړلے بيانيږي–مطلب کتابت شوے او ليکلے دستاويز— خو دا بايد نظر کښې وساتو چې دا په عربۍ کښې وړومبۍ او لغوي معنا ده— اصلي او اصطلاحي معنا يې ده— قانون– روش ضابطه–طريقه— چې د قران ځنو ايتونو نه يې دغه اصلي مفهوم څرګنديږي — چرته چې وييلے شي– کتب عليکم الصيام— يا –کتب عليکم الصلواه—- نو دغلته مفهوم د کتابت يا ليکلو نه وي— بلکې دا وي چې تاسو د پاره صيام يا صلواه يعنې روژه يا مونځ د يو قانون — روش– ضابطې–په حيث لازم کړے شو— نو ځکه د ذالک الکتاب— مفهوم کښې هم د ليک او کتابت نه علاوه دغه مفهوم پروت دے چې —دې کتاب يعنې دې قانون قاعدې روش او اصول کښې هيڅ شک نشته— خداې دې وکړي چې مونږ د کتاب تش ليکلي عبارت او تلاوت پورې محدود نه شو بلکې د يو قانون او ضابطې په توګه يې په خپل ژوند عملي اطلاق وکړو— او دا به هله کيږي چې د کتاب په ليکلي عبارت پوهه هم شو—
د کتاب معروف شکلونه
رساله–بياض– مصحف–دوتر — ټالباش– روزنامچه– جريده– او مجله د کتاب نور معروف شکلونه دي چې وضاحت يې داسې کولی شو-
دغه ټولې کليمې خپلې ځانګړې معنې هم لري خو اصطلاحي معنايې بيا هم هغه کتاب راووځي-
رساله–
د رسولو په معنا ده يعنې پيغام رسول– دغه پيغام يو اصول او قانون هم وي او ليک يعنې کتابت شوی هم- رسالت هم له دغه رساله نه جوړ دی-
بياض–
د ابيض نه دی- ابيض په عربۍ کښې سپين ته وايي- يعنې سپين کاغذ چې لا پرې ليک نه وي شوی خو ليک يا کتابت د پاره وي-
مصحف—
مصحف د عربۍ د صحيفه نه دی چې جمع يې صحيفې يا صحايف دی– او صحافت هم له له دغې جوړ دی– معنا يې دی پيغام رسول او ليکلی دستاويز – دغه پيغام چې وليکلی شي يا کتابت کړی شي- نو اصول او قانون هم وي او کتابت شوی هم-
دوتر–
دفتر هم ورته وييلی شي چې د يو رجسټر حيثيت لري – عمومن پکښې حساب کتاب ليکلی شي – خو د زمکو د ريکارډ کتاب ته هم دوتر يا دفتر وييلی شي چې خوشحال بابا د شيخ ملي د دفتر يادونه کړې ده نو د زمکو د ريکارډ او پښتنو قبيلو د شجرو تفصيل ترې مراد اخستلی کيدی شي-
ټالباش–
په جنوبي سيمو کښې ورته ډال باچ هم وايي — دا هم په بنيادي توګه خو د زمکو د ريکارډ کتاب وي چې د مخصوصو قبيلو پورې محدود وي او د دوتر نه وړوکی وي- دغه تناظر کښې د ريکارډ ساتلو نورو کاپو يا ډايرو ته هم ټالباش يا ډال باچ وايي– شاعران د خوند د پاره د خپلې شاعرۍ ناچاپ مسودې ته هم ټالباش يا ډال باچ وايي-
روزنامچه يا ډايري—
دا هغه کاپۍ يا رجسټر وي چې ورځني حالات پکښی خوندي کولی شي– ځنې اديبانو هم خپلې ډايرۍ ليکلې دي چې د حمزه بابا ناچاپ ډايرۍ پکښې ډير قيمتي معلومات او مواد لري- او دغو ډايرو نه کتاب هم جوړيدی شي-
جريده—
جريده د تجرد او مجرد يعنې بيل او جدا په بنياد وي– هغه کتابي لړۍ چې په يو نوم ټاکلې دورانيه مياشت– درې مياشتې– شپږ مياشتې– يا کال کښې مسلسل او بيل بيل کتابونه چاپولی شي-
مجله–
مجله د جلا يا ځلا په بنياد ده چې د پوهې او دانش ځلا خوروي– او لکه د جريده تسلسل لري- جريده او مجله عمومن سرکاري او حکومتي کتابي لړۍ وې خو بيا عام شوې–
کايناتي کتاب
په يو شعر کښې کاظم خان شيدا خالق ته وايي چې
هره ورځ ورق ګردان يې
مخترع د نوي شان يې
دغه شعر کښې کاينات ته کتاب وييلی شوی دی او دا چې د دغه کتاب خالق هره ورځ يوه پاڼه يا ورق اړوي او کتاب کښې نوې نوې اختراع کوي- يعنې کاينات کښې اضافې کوي-
مونږ چې ماشومان وو نو د تختۍ په يو مخ به مو الف ب ليکل او په بل مخ شميرې- ګويا دغه مو د کتاب د زدکړې پيل وو- اوس که د کايناتي کتاب د لوست خبره وکړو نو انساني علم دا خو معلومه کړې ده چې د کاينات عمر تخمينن څوارلس اربه کاله دی او د زمکې عمر څلور نيم اربه کاله دی- نن انسان وايي چې ډيره ترقي يې کړې ده– بې شکه چې ترقي يې کړې ده خو دغه ټولې ترقۍ ته يواځې د زمکني حقيقتونو تناظر کښې کتلی شي- که د کايناتي حقيقتونو تناظر کښې مو ورته وکتل نو انسان او انسانيت نن هم د زدکړې په حواله هغسې ماشوم دی لکه کچه اتنا کښې چې د تختۍ ليکلو په وخت کښې وو ځکه چې خالق خو د قران حکيم د سوره الجاثيه ديارلسم ايت کښې وييلي دي چې-
و سخر لکم ما فی السماوات و ما فی الارض جميعا منه– يعنې تاسو دپاره په اسمانونو او زمکه کښې هر څه مسخر يعنې ستاسو په کار راوستونکي جوړ کړی شول- ګويا ټول کاينات يا کايناتي کتاب نه ګټه اخستل د انسان کار دی– خو انسان تر اوسه څه وکړی شول– د زمکني وسيلو نه پرته يې زيات نه زيات دا وکړی شول چې د نمر توانايي په خپل کار راوستی شي هغه هم ډير محدود صورت کښې- نو دا خو د محدود شمسي نظام خبره شوه- د شمسي نظام په کايناتي کتاب کښې حيثيت څه دی- انسان به د خپل کهکشان ملکي وی ستورو او کرو نه کله ګټه اخلي- بل نزدې کهکشان اينډروميډا ته به کله رسي- او د کايناتي کتاب په اربونو نورو کهکشانونو ستورو او سيارو نه به کله ګټه اخلي- تر اوسه خو انسان يواځې معلومات راجمع کوي او هغه هم د تصويرونو په ذريعه – د هبل ټيلي سکوپ نه پس يې د جيمز ويب په ذريعه د کاينات د څه برخې تصويرونه وليدل يا لږ ډير اضافي معلومات- او دا هم د زمکې د عمر څلورنيم اربه کلونو په دې اخري دوه سوه کاله کښې انسان د دې قابل شو- او چې کاينات هره ورځ خوريږي هم نو انسان به يې صرف معلوماتو تر لاسه کولو پسې څنګه او کله رسي- او بيا مسخر کوي به يې کله – ګټه به ترې کله او څنګه اخلي- ګويا د کاينات په مطالعه کښې انسان لا هم هغسې د تختۍ د يو مخ د الف ب ماشوم دی- او که د ستورو او کهکشانونو د شمير پوښتنه دې ترې وکړه نو د تختۍ د شميرو په هغه دويم مخ هم هغه شش او پنج نه لا نه دی وتی- او شايد تر ابده د کايناتي کتاب په لوست کښې همدغسې ماشوم پاتې شي- خو غرور او تکبر ته يې وګوره چې د کاينات د يوې معمولي شان ذرې يعنې زمکې په تناظر کښې په خپل علم د دغه ويړ کايناتي کتاب د خالق سره هم انګتې اچوي-