دا انځور د 11 اکتوبر کال 1897 په ماسپښين درې بجې او پينځلس ميلټه په باجوړ کښی په هغه جرګه کښې اخیستل شوې چې د ېو مياشت جګړی او پيرنګېانو د لوئي زيان او تاوان پس په نوي کلي کښی شوې وه.
د جرګې په مېنځ کښې ولاړ کس مياں رحيم شاه کاکاخېل دې چې د جرګې د ډېرو خبرو اترو پس پریکړه ليک وړاندی کوي.
د ېو مياشت جګړی پس پيرنګېان د جرګې په مرسته پدې شرطونو د باجوړ ژوبل ژوبل اووتل چې په جنګ کښی اخيستل شوې ټوپکې به قام واپس کوي د غازي عمرا خان ډله چې په ماموند زګۍ کښی د قاضي محمود په مشرۍ کښی اوسي د سیمې به ویستل کيږي بېا به پناه نه ورکول شي دغه راز د پيرنګېانو لښکر ته د تلو په وخت به لاره په امن وي.
دغه جرګه کښې پيرنګېان په څوکو او د جرګې مشران/ خانان په ځمکه ناستې دي.
ددغه وخت د باجوړ د رياست لوئي خان د ناواګۍ صفدر خان د صفدر خان ځوئي او وليعهد مندالي خان مخامخ ناست د هغه رور او ددغه وخت د ښار خان سردار خان د جار خان ولاېت خان روستو دده ځوئي وزير خان د ښار خان محمد جان خان وژلې وو او د جار خاني ترې قبضه کړې وه د پشت سميع الله خان هم ناست دي.
دغه راز د پيرنګېانو ددغه وخت د جګړې مشر جرنل بلډن بلډ ، پوليټيکل افيسر مېجر ډين ، اسسټنټ پوليټيکل افيسر مسټر ډيوس ، ونسټن چرچل ، او ېو شمېر پوځي او سفارتي مشران ناست وو.
ميا رحيم شاه کاکاخېل د نوښار د شېخ رحيم کار کاکا صېب په کورنی کښی د پيرنګېانو ېو نزدې سړې وو.
د خپلې کورنۍ له کبله په اولس کښی ورته هم دروند کتل شو خو لکه د صاحبزاده عبد القيوم پشان د پيرنګېانو وپادار وو .
کله به هم چې پيرنګېانو ته د اولس سره خبرې او جرګې ته اړتيا شوه نو ميا صېب به ئې د سیاسي او سفارتي خذماتو په توګه پښتنو ته په جرګه کښې وړاندې کولو.
د باجوړ د جنګ نه وړاندې په 1895, کښی د غازي عمرا خان په ضد شوی جګړه کښی د چترال ريليف مهم او د بونېر د جګړو په وخت کښی هم ترې کار اخيستی وو.
د جرګې نه وړاندې د ماموندو د غازيانو دمشرانو سره جرګې لپاره ميا صېب پخپل باور ځان له پغېر د کم پوځ نه ماموندو درې ته ننوتلې وو د جرګې په شرائطو ئې هلته د مشرانو سره خبری کړې وې.
کله چې جرګه ختمه شوه نو د ماجب په توګه صفدر خان ته لس زره د خار خان ته درې زره او د جار خان ته دوه نيم زره روپۍ ورکړل شوې.
ونسټن چرچل وائي د ماموندو خلک به په چغه جګړې ته په ګډه راوتل ډېرې داسې چقمق ټوپکې چې کله جرګې واپس کړې د چړو او تورو ګوزارونو نښې پې وې پيرنګېانو ته څه سل ټوپک واپس کړل شو خو د ځائي مشرانو د وېنا ترمخه څه دولسنيم سوه ټوپکې لاس په لاس جګړه کښی اخيستل شوې وې.
د ماموندو د جنګ پس د پيرنګېانو لښکر د سلارزو تر( مته شاه ) لاړو صفدر خان هڅه کوله چې د سلارزو د سیمې ټول کورونه پيرنګېان ړنګ کړي پېښور ته ئې بالاحصار ته ددې لپاره خپل ليک او جرګه هم اولېږله خو پيرنګېانو دغه کار خوښ نه کړو.
د صفدر خان د سلارزو د ړنګ کولو شاته د پشت د سميع الله خان سره جوړه لانجه ښکاري ځکه چې پشت د صفدر خان د توسيع خوښې وړاندې خنډ وو په 1888 او بېا په 1898 کېی په دوېم ځل صفدر خان پشت قبضه کړې هم وو او خپل ېو ځوئي يوسف خان ئې د پشت خان کړې وو.
د باجوړ ددغه لوئې جګړې شاته په اسمار کنړ کښی د امير عبدالرحمن خان مهم سړې غلام محمد چرخي ناست وو وخت په وخت به ئې وسله او په زرګونو لښکريان رالېږل د جرګې په وخت هم د زرو کسانو لښکر د کنړ راغلې وو جرګې په سؤال واپس کړې وو.
ددغه غزا مشري د بابړې مولا صېب د پيتاؤ ملک اکرم د ګټکي ملک خاچي چې د ګل ظفر ور نيکه وو د چينګۍ ملک سيف الرحمن پکښی شامل وو.
مولانا خانزېب….
91