0

د عبدالرحمان بابا د حسن و جمال تصور — وروستۍ برخه

چې مې ستا د جمال عکس دے ليدلے په خپل ځان کښې
هم په دا د آئينې په څير حيران دے زما روح
يعني عبدالرحمٰن بابا خپله رُوحاني ښکلا د خالق له روحه عبارت ګڼي – هر کله چې خالق پخپله حسين او جميل دے نو انسان خو به ضرور حسين او جميل وي ځکه چې دے د هغۀ له روحه دے او د هغه تخليق دے- عبدالرحمان بابا په خپله دغه روحاني ښکلا د حيرت اظهار کړے دے ځکه چې يو خو د دې جمال څۀ اندازه او حد نشته او بل رحمان بابا په دغه شعر کښې د ائينې سره د حيرت او د عکس ليدلو د تکنيکي ښکلا او د شعر د صوري حسن خيال هم ساتلے دے خو په مجموعي توګه د انساني حسن د خالق له حسنه د عبارت کيدلو نظريه پيش کوي-
د ښکلا خبره په داسې شکل کوي چې د ثابت حسن نه د انکار امکان پکښې نۀ پريږدي وائي چې: ؎
د هغو چې خدائے کمال حسن روزي کړه
هيڅ نقصان ئې د منکر په انکار نشته
يعني حسن په هر صورت کښې حسن دے کۀ څوک ترې انکار کوي نو په حسن کښې پرې څۀ کمے نۀ شي راتلے- ولې د دغه خارجي حسن د محسوس کولو د پاره په داخلي قوت او جمالياتي حس يا حواسو هم زور راوړي او دغسې ورسره داخلي اشتياق هم شريکوي يعنې د چا چې جمالياتي حس تيز وي- او اشتياق ئې زيات وي دومره به ورته د حسن معيار هم اوچت وي – ځکه بابا وائي چې: ؎
ستا په مخ کښې چې حساب د جمال نشته
ځکه ما سره د صبر مجال نشته
يعني ستا حسن چې بې حسابه دے نو زما اشتياق هم بې حسابه دے- او دغسې د دواړو موضوعي او معروضي نظريو اختلاط او ګډون شوے دے- د موضوعي نظريې مطابق حسن د پاره د حواسو ضرورت لازمي ګڼي- او بيا حواسو کښې هم د ليدلو او اوريدلو حواس زيات اهم ګڼي- يعني حسن چې انسان ته کوم حظ او مسرت ورکوي نو هر څو که دا مسرت د حواسو مرکز يعنې روح ته رسي خو بيا هم پکښې د سترګو او غوږونو کار او عمل زيات وي نو په دې وجه عبدالرحمان بابا د سترګو د ضرورت ذکر داسې کوي-
څو دې دوه سترګې غړيږي په جهان کښې
ننداره په هر ساعت د خپل نګار کړه
د غوږونو يا اوريدلو ذکر هم بابا ګڼو شعرونو کښې کړے دے- په دې طريقه ظاهره ده چې د يو ښکلي اواز ترنم يا موسيقي اوريدلو سره به داخل او وجدان ته تسکين او مسرت رسي نو ځکه عبدالرحمان بابا د موسيقۍ او ترنم بار بار ذکر کوي- وائي: ؎
هر مطرب چې غوږے تاؤ کا د رباب
په دا تاؤ کښې زما زړه کاندي کباب
چې سامع ئې په نغمه په ترانه شم
ديوانه شم ګريوان څيرې مست خراب
هم ئې تار هم ئې ګفتار هسې اثر کا
چې هيڅوک ئې طاقت نۀ لري د تاب
يو ئې ساز بل ئې اواز وي د لښتيو
دريم شعر پرې آغاز کا انتخاب
مطلب دا چې عبدالرحمان بابا د موسيقۍ او ترنم نه ځکه خوند او اثر اخلي چې دا حسين دي- نو دغسې د حسن د حس کولو د پاره د حواسو او بيا خصوصًا د سترګو او غوږونو ضرورت هم لازم دے- دا په اصل کښې د موضوعي نظرئې ترمخه لازم ګڼلے شوي دي- خو حقيقت دا دے چې د عبدالرحمان بابا د جمالياتي فکر مطابق حسن په خارج کښې دے او حس کولو د پاره ئې د داخلي حواسو ضرورت دے – حظ او مسرت يا تسکين ئې د حواسو مرکز يعنې روح ته رسي- هم دغه د موضوعي او معروضي نظريو اختلاط او ګډون دے او د حسن پحقله محتاطه نظريه ده او دغه جمالياتي اشاره هم ده-

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ