(حساب ابجد او پۀ پښتو کلاسيکي شاعرۍ کښې يې مثالونه)
حساب ابجد د حرفونو او عددونو يو نظام دے پۀ کوم کښې چې د همزه نۀ علاوه د عربۍ ژبې ټول اتۀ ويشت حرفونو (حروف تهجې) لۀ يو خاص ترتيب مقرر کړے شوے دے او بيا د هر يو حرف لۀ پارۀ يو قېمت/عدد/هندسه ټاکلے شوې ده. دغه ترتيب ته حساب ابجد يا حساب جمل وئېلے شي. د حرفونو ترتيب پۀ دې ډول دے. ا ب ج د ه و ز ح ط ي ک ل م ن س ع ف ص ق ر ش ت ث خ ذ ض ظ غ.
د دغه ترتيب پۀ اسانۍ سره د يادولو/ذده کولو لۀ پاره دا اتۀ بې معنې کلمات/مرکبات جوړ کړے شوي دي:
ابجد، هوز، حطي، کلمن، سعفص، قرشت، ثخذ، ضظغ.
د وړومبي لفظ “ابجد” لۀ وجې د دې نظام نوم ابجد مشهور شوے دے.
د حرفونو قېمتونه/عددونه/هندسې دا دي:
ا-1 ، ب- 2، ج- 3، د-4، ه-5، و-6، ز-7، ح-8، ط-9، ي-10، ک- 20، ل-30، م-40، ن-50، س-60، ع-70، ف-80، ص-90، ق-100، ر-200، ش-300، ت-400، ث-500، خ-600، ذ-700، ض-800، ظ-900، غ-1000
هر څو کۀ حساب ابجد د عربۍ ژبې حرفونو ته محدود دے او اردو، فارسي او پښتو کښې د هغه حرفونو د پاره عددونه نۀ دي مقرر کوم چې پۀ عربۍ کښې نشته خو بيا هم پوهان وائي چې هغه حرفونه کوم چې پۀ عربۍ کښې نشته نو د هغې قېمتونه د هغه حرفونو سره سم دي کوم چې دې حرفونو ته نزدي دي او علامتونه ئې د شکل پۀ لحاظ يو شان دي لکه د فارسۍ حرفونه پ، چ، ژ ګ پۀ ترتيب سره د ب، ج، ز، ک برابر دي. د هندۍ حرفونه ټ، ډ، ړ پۀ ترتيب سره د ت، د، ر برابر دي. دغه شان پښتو ځانګړي توري “ځ” او “څ” د “ج”، “ږ” د “ز”، “ښ” د “ش”، “ڼ” د “ن” او پنځۀ واړه ي ګانې د “ي” برابر ګڼلے شي.
د يو لفظ د عدد معلومولو د پاره د هغه لفظ د حرفونو عددونه پۀ خپلو کښې جمع کړے شي او چې کوم حاصل ترې راشي نو هغه د لفظ عدد وي لکه “ابجد” 1+2+3+4= 10
دمګري، کوډګر، تعويذګر هم د ابجدو حساب د خپلو تويذونو، ټوټکو، جادو او يا د مرض د معلومولو د پاره کاروي.
وئېلے کيږي چې حساب ابجد د قبل مسيح نه راروان دي او د دې ايجاد کونکي لبنانيان دي او چې کومه ژبه کښې ايجاد شوي وو هغه ژبه د عبرانۍ سره نزدې وه. بيا وروستو عربو خپل کړي دي.
دا هم وئېل کيږي چې دا نظام ادريس پېغمبر ايجاد کړے او ترتيب کړے دے. او ځينې خلق پۀ دې عقيده دي چې دا د اباجاد نومې باچا ايجاد دے.
ځينې ملايان پۀ دې نظام پۀ دي اساس نيوکې کوي چې ځينې مقدس لفظونه او کليمې د شرکيه لفظونو او کليمو سره يو شان عددي قېمتونه لري او دغه ﺭنګې د مقدس لفظونو او کلمو توهين کيږي. د ابجدو پۀ تاريخ کۀ نور تفصيلي ليکل کوم نو دا مضمون به بيا اوږد شي نو ځکه د دې هر څۀ نه راتېرېږم.
پښتو کلاسيکي شاعرۍ کښې د حساب ابجد يو څو مثالونه يې دا دي.
خوشحال خان خټک:
خوشحال خټک د ابجدو پۀ حساب کښې ډېر ﺯيات ماهر وو. د خپل زوي “عبدالقادر خان” نوم يې د هغه د زېګون د کال پۀ مناسبت سره کېښودے وو يعنې د “عبدالقادر خان” د حرفونو د جمع کولو نه “1063” راځي او 1063 هجري د هغۀ د زېګون کال هم دے {ع70+ب2+د4+ا1+ل30+ق100+ا1+د4+ر+خ600+ا1+ن50=1063}
خوشحال خان خټک نور هم ځاے پۀ ځاے پۀ خپلو شعرونو کښې د حساب ابجد نه کار اخستے دے لکه کال 1081هجري د خوشحال د وېنا تر مخه ډېر اباد کال وو او دغه درک د خوشحال د دي شعر نه کېږي چې:
د “غفا” د کال بهار ګوره خوشحاله
چې د مړو به هوا وشي هوس ته {غ1000+ف80+ا1= 1081}
دغه شان د خېبر جنګ پۀ کال 1083هجري کښې شوے وو کوم چې خوشحال بابا د “غفج” د کال پۀ نامه ستائيلے دے {غ1000+ف80+ج3= 1083}
کال د “غفج” وۀ پۀ خېبر کښې هور
مغلې بند شوې هم کنډې بور
او يا وائي
دوېم د محرم ورځ د شنبه کال د “غفج”
نۀ غشي وو نۀ تورې چې مغلو وکړ بج
دغه رنګې پۀ کال 1097 هجري کښې يو ځل قحط راغے او بيا ورپسې يوه وبا راغله دغه کال خوشحال بابا د ابجدو د حسابه “غواص” بولې غ1000+و6+ا1+ص90=1097
د “غواص”د کال وبا
خدايا مۀ راولې بيا
او يا وائي چې:
سږکال چې د “غواص” دے
پۀ هر لور دي تبژن ډېر
کامګار خټک:
د کلاسيکي دورې بل شاعر کامګار خټک وائي:
دا غزل چې کامګار اووے
کال د هجر دے “غسس” دے
{غ1000+س60+س60=1120}
علي خان:
علي خان پۀ خپل يو شعر کښې وائي :
سن د هجر غر وو سر د کاڼي ترې کمتر وو
ورځ وه ديارلسمه ذي الحجه وه پۀ تحرير کښې
غ 1000+ر 200=1200
سر د کاڼي يعنې ک20
د دې شعر پۀ حقله پوهان جدا جدا نظرئې لري
لکه ځيني وائي چې 1200 نه چې 20 منفي کړے شي نو 1180 راځي او د دې شعر نه علي خان د خپل زېګون کال ښکاره کوي. خو ډېر خلق دغه خبره نۀ مني او وائي چې دا شعر پۀ دغه کال او دغه نېټه ليکلے شوے دے او هم د دغه شعر نېټه پکښې بيان شوې ده. قلندر مومند وائي چې سر د کاڼي يعني “ک” ورسره جمع کول پکار دي چې بيا ترې 1220 هجري جوړيږي او د علي خان پۀ دې شعر کښې د صاحبزاده محمدي د مرګ نېټه يعني 1220هجري بيان کړے شوې ده. بهر حال دغه جدا بحث دے او د دې ليک موضوع نۀ ده.
کاظم خان شېدا
کاظم خان شېدا هم لکه د خوشحال بابا پۀ ډېرو شعرونو کښې د ابجدو حساب کارولے دے او بېلا بېلې نېټې يې دغه شان خوندي کړي دي. دلته د اختصار لۀ وجې دا يوه قطعه راوړم د کومې نه چې د هغه د وروڼو د مرګ نېټه معلوميږي.
چې فتح او الله نور لۀ دنيا ولاړل
پۀ غمونوکښې يې فرق لۀ مياشتې کم
پۀ هر چا و ورحلت سخت د دواړو وروڼو
پۀ فراق کښې يې نالان وو لوئې او کم
تامل يې پۀ بيان د تاريخ وشۀ
راته اووے زړۀ “اهاد قلوب د غم”
اهاد قلوب غم=1189
د شېدا د قلمي دېوان پۀ حاشيه باندې د يو چا (نامعلوم) لۀ خوا دا قطعه ليکلې شوې ده چې د شېدا د مړينې نېټه ترې ښکاره کيږي
د شېدا پۀ اشيانه کښې جهان تريخ شۀ
د کباب غوندې ئې کون و مکان تريخ شۀ
درست بدن ئې ګويا زړۀ دے پۀ سينه کښې
“دلنظير” هم د کاظم د مرګ تاريخ شۀ
“د4+ ل30+ ن50+ ظ900+ ي10+ ر200=1194هجري
د دې نه علاوه د نورو شاعرانو هم پۀ خپلو شعرونو کښې هم بلها ډېر مثالونه موندلے شي.