Akhlaqi Aqdar aw science 0

اخلاقي اقدار او سائنس

اخلاقي اقدار د ژوند د هرې فلسفې سره لازم دي دغه اقدار افاقي دي دغه راز سائنسي پرمختګ د سیاست او اخلاقياتو بېلول د نورو ډېرو ستونزو لامل ګرځي.
انسان اېټم بم د سائنس په زيار خو جوړ کړو خو که اخلاقي اقدار ورسره وې نو د سبائي په خوب اوده د هیروشیما ناګاساکي په ماشومانو به چرې هم دغه بمونه نه غورځول شوې.
د سائنس ښوونکي چې تر څو خپل زده کوونکي د سائنس سماجياتو او اخلاقي قدرونو ترمېنځ په تړون پوهه نه کړي دوئي به چرې هم خپل زده کوونکي مطمئن نه کړي ځکه چې سائنس د فطرت مظاهر او وسائل په قابو کښی راوستل دي خو پدغه تسخير کښی چې د فطرت کم تنسیخ او بربادي راځي د هغې ادراک د اخلاقي ارزښتونو پرته نشته.
د سائنس په برکت د اوبو لوئي بندونه او بلډنګونه خو جوړ شي خو دغه پرمختګ د نورو حياتي تنوع په څومره لوئي تاوان تماتیږي ؟ د معدني زيرمو په ويستلو مونږ خپل کائنات څومره ژوبل کوؤ ؟ د صنعتي پرمختګ او کائنات د تسخير په نامه په کائنات کښی څومره زهر ژن تبخير خورېږي ؟ دغه ادراک د سائنس د وس کار نه دې ځکه چې د ېو بقا او د بل د ژوند فنا خالص اخلاقي قدر وي سائنس د اخلاقي اقدار بېلول دا ثابتوي چې سائنس پوهه د خپل ايجاد د بل په ژوند دمنفي اړخ ذمه وار نه دې که هرڅنګه څوک وي خو ټولنې ته جوابي کېدلو د مسئوليت نه دې خلاص ! ژوند فقط د انسان اسانی تاوول د سائنس تېروتنه ده ژوند په کل مخلوق ودان دې.
مولانا خانزېب…

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ