منطقي قوانین په هره مسئله کښې یو شان وي؟ دا مغالطه ده. منطق یوازې او په ځانګړي توګه په “معلوم” قواعدو او قوانینو باندې تطبیق کېږي. کوم منطق چې دغه نۀ تعقبیوي نو دغه بې معنیٰ او غیر معتبر وي. اوس که څوک ووائي چې منطق یا منطقي خبرې د هر چا لپاره یو ډول او په هره معامله کښې د تطبیق لائق دي، نو دا به ناقابلِ قبول خبره وي.
لکه که څوک وائي چې ورځ او شپه د یو بل د پاره نقیض وي یعنې د یو بل نفي کوي یا یو د بل د پاره ضد دے نو د دې دا معنیٰ شوه چې په یوه وخت کښې به یا ورځ وي یا به شپه وي. دا ممکنه نۀ ده چې په یو وخت کښې دې ورځ هم وي او شپه هم وي. دا منطق دے چې د نقیضینو د جمع کولو مخنیوے کوي. یعنې منطق دا ښائي چې دوۀ متضاد شیان هیڅکله په یوه ځاي کښې نۀ جمع کېږي. نو څنګه چې پورته ذکر اوشو چې منطق په معلومو شیانو کښې تطبیق کېږي او څوک چې له دې قانون څخه بهر لاړ شي نو رسوا شي.
دغسې که زۀ ووایم چې په کائنات کښې چې څۀ اثر تاسو ته را راسي دغه اثر په تاسو “الف” کوي. اوس تاسو پوهیږئ چې ټول ماده شیان متأثره دي. که چرې دا “الف” ماده وي نو دا به هم متأثره کېږي، خو د الف ماده کېدل محال دي، نو د “الف” وجود هم محال دے. خو دا “الف” څنګه دے؟ چرته دے؟ د دې مادي درک هم محال دے. مګر دا وئیل چې چونکې “الف” مادي بڼه نۀ لري نو د “الف” د مادې نشتوالے د عدم موجودیّت دلیل دے. دا لویه مغالطه او د ابليس تدليس دے.
زما په پورتنې مثال کښې “الف” الله دے.
خیام یوسفزے
تدلیس د ابلیس نه ماخوذ
#تدليس_د_ابليس