په ډېرو نوموړو فلسفیانو کښې برټرینډ رسل 1872–1970 تقریباً یوہ صدي عمر لرلو چې پکښې د نیمې صدۍ نه زیات عمر ئې د فلسفې۔۔طبیعاتو۔۔نفسیاتو۔۔ریاضۍ منطق۔۔مذهب او سائنس په مطالعه او پلټنه کښې تېر کړے وو۔۔۔هغه په ډېر شدت سرہ او څرګند ډول د مذهب مخالف وو۔۔په خپل کتاب why I am not a christian کښې ئې په څرګند ډول لیکلي دي چې د نړۍ ټول لوې مذهبونه بدھ مت۔۔هندومت۔۔عیسائیت۔۔اسلام او اشتراکیت۔غلط او مضر دي۔۔خو دغه د مذهب شدید مخالف د نیمې صدۍ نه د زیاتې مودې څېړنې او مطالعې باوجود چې د حقائقو د پیژندلو د پارہ د استدلال کوم انداز اختیاروي نو خپل ډېر اهم کتاب۔۔
my philosophical development
کښې بیا دې نتېجې ته رسي چې۔۔۔
؛؛د نتیجې اخذ کولو ډېر شکلونه داسې دي چې په تجربه به نه ثابتيږي خو حقیقت ته به دومرہ نزدې وي چې قبلول یی ضروري وي؛؛۔۔
د رسل خپل الفاظ داسې دي۔۔
I do think that there are forms of probable inference which must be accepted although they cannot be proved by experience.
د غور خبرہ دا دہ چې د مذهب منلو د پارہ هم استدلال همدغه دی کوم چې رسل یادوي نو بیا هغه د مذهب په منلو کښې خپل دغه استدلال ولې نه خپلولو۔۔۔د عیسائیت نه د هغه بغاوت خو عقل مني چې د انساني لاس وھنې په وجه دغه تعلیمات په خپل اصلي شکل پاتې نه وو خو اسلام ئې ولې غلط او مضر یاد کړی دی؟۔۔۔اسلام خو د رسل د استدلالي معیار نه هم یو قدم وړاندې عقلي خبرہ کوي چې د هر قسمه سوال پورته کولو دعوت هم ورکوي۔۔۔ قران حکيم وايي –فاسئلو اهل ذکر۔۔۔يعنې اهل ذکر يا اهل علم نه سوال کوئ او د دلیل راوړلو بلنه هم ورکوي۔۔۔هاتو برهانکم۔۔۔ نو يو دين چې د سوال پورته کولو تاکيد هم کوي او د دليل راوړلو غوښتنه هم کوي نو دې نه زيات عقلي او منطقي دين به کوم يو وي– علامه اقبال د نطشے په حواله هم وئيلي وو چې هغه فرنګي مجذوب که د اقبال په دور کښې موجود وے نو اقبال به ورته وئيلي وو چې مقام کبريائي څه شے دے- يعنې د دين اسلام روح به ئې ورته تشريح کړےوو–
ځکه زما خپل خیال دادے چې رسل نه خو پخپله د اسلام دغه اصلي روح ته د رسېدلو هڅه کړې دہ او نه ورته د اسلام عالمانو دغه اسلامي روح په درسته پیمانه تشریح کړے دے۔۔ګنې شاید چې رسل بیا د مذهب په مخالفت کښې دومره شدت نه وے اختیار کړے۔۔۔زہ دا ځکه وایم چې رسل ماته څنګه خپل الحاد سرہ مخلص ښکاري شاید داسې به د مذهب او دين په تفهیم کښې هم مخلص وو۔۔۔او که داسې نه وی نو بیا خو به رسل هم د ضدي اناپرست او نام نهاد فلسفیانو په قطار کښې وو او زہ د رسل غوندې کثیرالمطالعه دانشور او فلسفي باندې د دغه قسمه بدګمانۍ جرات نه شم کولے۔۔۔او یا بیا داسې وئیلےشم چې هر څومرہ لوې ملحد وي خو د هغه په ذات او داخلي وجود کښې د رشتوني مذهب یو منونکےهم موجود وي چې کله کله دهغه په لفظونو او اظهار کښې ځان ښکارہ کوي۔۔۔ لکه چې د — الستو بربکم— غږ ئې روح کښې ازانګې کوي–
82