د جرمنی لوۓ فلسفی ایمانویل کانټ ځان د کوپرنیکس سره موازنه کړے وو او دا یې وٸیلی وو چې ما په فلسفه کښې کوپرنیکی انقلاب راوستو کانټ چې خپل کتاب کریټیک اپ پیور ریزن دومره نازولے وو چې د کانټ مرګ له مرګ راغے او دا هغه لوۓ خدمت وو چې ساینس ته خپله لاره وښودلے شوه او د کانټ نه پس چې څومره انقلابونه راغلې دې په څه نا څه صورت کښې ددغه انقلابونو شاته د کانټ د فلسفے خاموشه روح موجود دے
ددې کتاب د اهمیت سره سره ددې کتاب د مبهمتیا نه هم انکار نه کیږی هر څوک چې ددې کتاب نوم اخلی او دا کتاب یې لوستلے وې نو دا کتاب د خپل سر د درد د وجوهاتو نه یوه وجه ګڼې او په دې لوۓ فلیسوف ارتهر شوپنهار ګواه دے
بهر حال ددې هر څه سره دا یوه وړه شان هڅه ده او د غیر پښتنو د یو پیغور نه ځان بچ کول دې چې تر اوسه پورې پښتنو کانټ د وجودیانو په صف کښې ودرولے وو او دا وړه شان هڅه ددې کتاب د پیژندګلو د وضاحت په صورت کښې ده ځکه کانټ دا پیژندګلو داسې لیکلی ده چې د کتاب دننی سمندر د ژورتیا اندازه ترې کیدے شی ما دا په یوه اسانه ژبه بیان کړی دې او زه دا د پیژندګلو وضاحت بلکل مکمل نه ګڼم زه غواړم چې په فلسفه کښی مونږ د کانټ په اوږه لاس کیږدو او د هیګل په رهبرۍ کښې د مارکسی فلسفے د سمندر سیل له لاړ شو چې دا کار تر اوسه پوری په یو منظم انداز سره نه دے شوے زما مقصد ددې کار چې زه یې په کانټ پسی یوه پچموزه ګڼم چې یو تن هم د فلسفے لوست ته تیار کړی نو دا به لویه ګټه وی دا ټول کار به کولاو وې د نور وضاحت او تصحیح د پاره ۔۔ دا اخری خبره چې په سر کښې پکار وه دا ده چې دا لیکل د فیسبوک پورې محدود دې
پیژندګلو
کانټ چې د کریټیک اف پیور ریزن په انټروډکشن کښې څه لیکلې دې هغه د وضاحت سره ستاسو مخې ته ږدم د پیژندګلو نه وروسته به یی په نورو اړخونو خبره کوو ۔۔۔۔مخکښې له دې نه چی مونږ د پیژندګلو وضاحت او په دې تنقیدی نظر رامخی ته کړو دا terms کوم چی کانټ په پیژندګلو کښې کاروی کانټ پخپله هم تر څه حده ددې وضاحت کوې خو که مونږ یی د مبهمتیا نه راوباسو نو د کانټ په باریک نظر بیا رسا پوهه لرلے شو کوم چی مخکښې را روان دے
** apriori _____ aposteriori
ددی دواړو تر مینځه فرق په epistemological بنیادونو دے ۔۔۔ a priori به هغه علم وی کوم چی د تجربی نه ازاد وی او a posteriori به هغه علم وی کوم چی تجرباتی وی یا په نورو لفظونو کښې چی د تجربی نه لاندی اخذ کیږې
خو د a priori او innate knowladge/پیدایشی یا فطری علم تر مینځه فرق شته innate knowladge به هغه وی کوم چی زمونږ د پیدا کیدلو سره پیدا شوے دے کانټ ددی دوه علمونو تر مینځه فرق کوی مثال په توګه ۔۔۔ مونږ ته د مور د خيټی نه دا نه وو یاد چی 8 – 13 = 5 ولی چی مونږ اول ددی شمارل زده کړې دې نو دا a priori نالج به پیدایشی علم نه وې ځکه چی ددی د پاره زمونږ ذهن ته basic arithmetic راغلی دې نو مونږ پیژنو چی دا علم د تجربی/ experience نه ازاد دے
یو علم به a priori کله وی ؟ نو کانټ ددی د پاره دوه اصول جوړوی یو
(1)ضرورت /necessity
بل
۔(2)universality/افاقیت
(1) کانټ وایی
if something is true a priori we do not just know what it happens to be true but we know it must be so
لکه مثال په توګه مونږ دا پیژنو چی
زمونږ سره به 8 – 13 = 5 وی ځکه چی ددی بل صورت جوړیدلے نشی
خو دا به په a posteriori کښی داسی نه وی
لکه داسی چی د ټولو سپو د شپږو نه پښې کمې وې خو کیدیشی چی داسی سپې هم وې چی د هغوی اته پښې وې
څومره پوری چی د (2)universality خبره ده نو کانټ دا ثابتوی چی experience کله هم strict universality نه پیدا کوی البته generality/عمومیت پیدا کولے شی
لکه که مونږ دا پیژنو چی یو څیز بیخی په strict universality پوره وی نو مونږ به دا هم پیژنو چی مونږ ته ددی experience نه دے شوے یو judgement به هله universality لری چی کله مونږ دا پیژنو چی دا اعتراض نه لری لکه مونږ دا نه پیژنو چی 8 – 13 = 5 به حتمی رښتیا وی خو دا د اعتراض نه بغیر رښتیا دې
بیا تجرباتی یا empirical knowladge بدل شے دے لکه مونږ چی څه د تجربی نه تیر کړې وی مثال په توګه که دی کښی مونږ وایو چی ټول کارغان تور وې خو کیدیشی داسی کارغان هم وې چی هغه سپین وې
کانټ دا یادونه کوی چی د apriori knowladge مونږه لکه د empirical knowladge غلط نشو ثابتولے
ادراک/ cognition
کانټ د ” پیژندګلو ” په اولنۍ جملی کښې د ” ادراک ” لفظ استعمالوی چی د کانټ د نظر نه یی پیژندنه لازمی ده
د ادراک تعریف مونږ داسی کولے شو چی د شیانو هغه علم کوم چی مونږ د تصور په ذریعه حاصل کړے وی او شاته پسی د احساس او تفهیم لاس وی
ددی د پاره کانټ ډیر ښه غږیدلے وو هغه وٸیلی وو چی بغیر د sensibility نه زمونږ ذهن څه څیز نشی اغستلے او بغیر د understanding نه مونږ په یو څیز سوچ نشو کولے او بغیر د سوچ نه مواد خالی وې او د concept نه بغیر وجدان ړوند وې
ادراک د حقیقت د تصور سره ډیر ژور تعلق لری ځکه خو کانټ دا استدلال کوی چی که یو خیال اعتراض لری نو بیا هم حقیقت په ژورو معنو کښی ددغه خیال سره په معاهده ولاړ دے ۔۔۔
کانټ د خپل دې کتاب په وروستۍ حصې کښی د انسان د ادراک په صلاحیت یوه موضوع لیکی چی په درې faculties مشتمله وی
اولنۍ فیکلټی ته کانټ sensibilty وایی چی ددی په ذریعه د وجدان د لاری شیان ورکړے کیږی
دویمی فیکلټی ته کانټ understanding وایی د کومی په ذریعه چی په شیانو سوچ کولے شو او د تصوراتو لاندی یی کینولے شو او دریمه د reason فیکلټی کانټ داسی واضحه کوی چی دا د syllogistic inferences سره تعلق لری کوم چی زمونږ سوچ منظم کوی او د تصوراتو یو تصوراتی پروګرام جوړوی
نور د کانټ د مبهم نظر نه چی کوم ټرمز مخې ته راځې د هغې وضاحت به په خپل ځاۓ کیږی پورته وضاحت په ” پیژندګلو ” د پوهیدلو د پاره لازمی دے
کانټ د ” پیژندګلو په اول سر کښې د “سوچه” او “تجرباتی علم ” تر مینځه په فرق خبره کوی او دا وایی چی په دی کښې هیڅ شک نشته چی زمونږ د ټولو علمونو ابتدا د تجربی نه کیږی او د پیژندګلو په مینځ کښې هم دا وایی چی زمونږ علم د تجربی نه مخکښې نه دے بلکی د تجربی نه شروع کیږی
۔1۔ د سوچه او تجرباتی علم تر مینځه فرق
کانټ د انټروډکشن په اولنۍ حصه کښې د پیور/سوچه او تجرباتی علم تر مینځه فرق رامخې ته کوې او تجربه/ ایکسپیرینس ته یوه لاره جوړوی
کانټ وایی ” په دې کښې شک نشته چې زمونږ د ټولو علمونو ابتدا د تجربې نه کیږی خو ددې خبرې به دا مطلب نه وې چې زمونږ د ټولو علمونو ماخذ هم تجربه ده ځکه چې زمونږ تجرباتی علم مرکب هم کیدے شی د احساساتو او د ادراکی قوت د اضافې ۔۔۔ او ددې دواړو تر مینځه په فرق کولو سره مونږ د علم اصل ماده پیژندلے شو
غرض دا مسٸله چې یو داسې علم هم کیدے شی چې په هغې کښې د تجربې بلکی د هیڅ یو حسی ادراک ګډون نه وې ؟ دا قسم علم به بدیهی/ apriori علم وی او د کوم علم ماخذ چې تجربه وې هغه به تجرباتې / aposteriori وې هغه apriori علم په کوم کښې چې د تجربې دخل وې هغه به impure apriori وې
دلته د بدیهی / apriori د پوره پیژندنې د پاره د نور وضاحت ضرورت دے مونږ به یې د مثال سره واضح کړو
” د مربع/square څلور اړخونه وې” دې مثال کښې دوه پواینټونه دې “مربع” او “څلور اړخونه”
دلته مربع پیور apriori کنسیپټ دے ځکه چې دا مونږ د تجربې نه بغیر پیژندلے شو چې د څلورو یو شان اړخونو جیومیټریک شکل به مربع وې
” دلته “څلور اړخونه ” هم pure apriori کنسیپټ دے ځکه چې مونږ د حسابې تجربې څخه لاندې دا بغیر تجربی نه پیژنو
نو “مربع” او “څلور اړخونه” دوه جلا جلا pure apriori دې
خو دا خبره چې د ” مربع څلور اړخونه دې ” کله هم pure apriori علم نه دے بلکی دا impure apriori علم دے دلته د دوه apriori علمونو څخه impure apriori جوړیږی ځکه چې دا کامله تجرباتی خبره ده ( د بدیهی او تجرباتی علم تعریف یاد ساتۍ ) ځکه دلته مونږ خپل جیومیټریکل انډرسټینډنګ مادې نړۍ ته ایپلایی کړو
د نور وضاحت د پاره وس د impure apriori په اړه د کانټ مثال له راځو
کانټ وایې چې خلک اکثر هغه علم چې د تجربی نه یی اخذ کړے وی بدیهی علم ګڼې لکه مثال په توګه که یو سړے د خپل کور بنیادونه را اوکنې نو خلک وایې چې دا خبره ده ته بدیهی طور معلومه وه چې دده کور را غورځیدلو یعنی ده ته د خپل کور د راغورځیدلو د انتظار ضرورت نه وو چې خپل کور واقعې په زمکه پروت وینې خو که لګ غور وکړو دې سړې ته دا خبره په بدیهی/ apriori توګه بلکل نه وه معلومه ۔۔ چی د سپورټ د لرې کولو نه پس به کور راغورځیږی نو دا ده په تجرباتی توګه پیژندله
له دې وجې نه مونږ به خالص بدیهی/apriori علم هغې ته وایو چې د یوې مخصوصې تجربې څخه نه بلکی د مطلق تجربی نه ازاد وې چی د هیڅ قسم تجربی دخل پکښې نه وې او ددې پر ضد تجرباتی/aposteriori علم دے چی د تجربې په ذریعه یې مونږ حاصلولے شو
په apriori علم کښې هغه علم چې د تجربې پکښې بیخی دخل نه وی هغه به pure apriori وې د نور وضاحت د پاره د کانټ خپل مثال راخلو
دا قضیه چې ” every change has a cause ” کله هم pure apriori علم نه دے ځکه چې change هغه تصور دے چې مونږ د تجربی نه اخذ کړے وې
-2…… مونږ د ځینې شیانو بدیهی علم لرو او د عام انسان ذهن هم ددغه علم څخه خالې نه وې
په دې موضوع کښې چې کومې بنیادی خبرې دې زه هغې ته ستاسو پام راړول غواړم
کانټ دا غوښتنه کوی چې مونږ ته د یو داسې علامت یا پیمانې ضرورت دے چې د هغې تر مخه مونږ په بدیهی/apriori او تجرباتی/aposteriori کښې فرق وکړو او تجربه مونږ ته صرف د یو څیز ضرورت رامخې ته کوې یعنی یو څیز چې په کوم صورت کښې دے هم دغه څیز په بل صورت کښې کیدلے شې نو تجربه مونږ ته دا نه ښایې
نو اولنۍ خبره دا چې یوه قضیه چې په خپل بنیادې کنسیپشن کښې د ضرورت/necessity تصور لری خو چې دا تصور د هر قسم تجرباتی عناصرو څخه پاک وی نو دا به مطلق یا خالص بدیهی/absolutely apriori علم وی
دویمه خبره دا چې په تجرباتی علم کښې حقیقی یا قطعی افاقیت/strict universality نه وې او که چرته تجرباتی علم سره مونږ قطعی افاقیت تړو نو مونږ به بیا دا هم وایو چی مونږ ته ددې تجربه نه ده شوی نو دا به هم خالص بدیهی علم وی دلته د استقرا خبره پکښې یاد ساتل پکار دې خو زه یې په تفصیل کښې نه ځم ځکه چې بیا د ډیوډ هیوم حوالې له هم تلل غواړی او ملګرې اختصار خوښوې ۔۔ او تجرباتی افاقیت ددې نه سیوا څه نه دې چې کومه خبره په اکثر صورتونو کښې صحیح وې مونږ یې په ټولو صورتونو کښې صحیح ګڼو لکه دکانټ خپل مثال چې ” ټول شیان درانه وې ” او ددې بر عکس چې قطعی افاقیت رامخې ته شې نو دا بیا په یو مخصوص علم دلالت کوی کوم ته چې کانټ cognition apriori وایی
دلته بیا مونږ د ضرورت, افاقیت او خالص بدیهی علم خصوصیات را مخکښې کوو چې پیژندل یې اسان وې
افاقیت
چې هر ځاۓ کښې یو شان وې
ضرورت
چی بل صورت یې جوړ نه وې او د اعتراض نه بغیر رښتیا وې
خالص بدیهی علم
یعنی چې په خپل ځان کښې ضرورت او افاقیت لرې او د تجرباتو عناصرو نه بیخی پاک وې
کانټ دا پیمانه د ضرورت او افاقیت جوړه کړی وه چې مونږ یې جلا جلا
استعمال کړو او ددې په مدد سره مونږ په بدیهی او تجرباتی علم کښې فرق وکړے شو
وس دا خبره به اسانه وې چې مونږ په انسانی ذهن کښې بدیهی علم وپیژنو کوم چې ضرورت او قطعی افاقیت لری که مونږ یو باریک مثال اخلو نو د ریاضۍ علم او که اسان مثال اخلو نو هم هغه مخکینے مثال چې every change has a cause
لنډه دا چې مونږ خپل apriori cognition کښې بدیهی عملونه ددې د علامتونو نه معلوموو او بعضې وخت کښې تصوراتو نه خو ځنی وخت کښې تصور هم د خپل ماخذ نه بدیهی وی لکه زمونږ په ذهن کښې د یو څیز بدیهی تصور پروت دے نو ددې څیز ټول اجزا یعنی رنګ, سختی, نرمی او تر دې پوری چې ددې ټهوس پن هم لرې کړو نو بیا هم ددې space/مکان باقی پاتې کیږې کوم چې دې څیز ګیر کړے وو او مکان خو مونږ په نیشت نشو تصور کولے له دې وجې نه که مونږ د یو څیز ټول صفتونه د هغې نه لرې کړو نو بیا به هم د هغه څیز خاصیت پاتې وې د کوم په بنیاد چې مونږ ددې څیز تصور کولے شو له دې وجې نه ددې ضرورت/ necessity په بنیاد مونږ له دا منل پکار دې چې ددې ماخذ زمونږ faculty of cognition apriori دے چې زمونږ ذهن کښې وې
۔3….. فلسفے ته د یو داسې علم ضرورت دے چې د ټول بدیهی معلوماتو امکان, اصول او حدود وټاکې
مخکښې چې کومې خبرې وشوې د هغې نه زیاته لازمی خبره دا ده چې ځنې معلومات زمونږ د امکانې تجربې نه پرته وې او داسې د تصوراتو په ذریعه سره د کوم چې څه معروض په مقابله کښې موجود نه وې په ظاهره سره زمونږ د ججمنټ دایره د تجربی د حدودو نه ډیر پراخه کوی
د علم په دغه سرحد کښې چرته چې تجربه مونږ ته لاره نه رڼا کوی هلته زمونږ عقل په دې مسٸلو کوم چې ډیر اهم دې غور کوی
دا مسٸلې په کوم چې عقل د پاره غور کول لازمی دې هغه خداۓ, ازادی او د روح بقا ده او هغه علم کوم چې پخپله ذمه وارۍ دا مسٸلې حل کوی هغې ته مابعدالطعیات وایی دلته که مونږ د کانټ د نظر نه د عقل او مابعدالطبعیات د رشتې تر مینځه خبره وکړو نو بیا به راته ددغه علم د ضروت پیژندنه نوره هم اسانه شې
کانټ ته ددې خبرې افسوس دے چی د نورو انسانی علمونو په شان لکه ریاضی او طبعی علوم چی په سمو لارو تلې دې ددې په مقابله کښی مابعدالطبیعات چی د زرګونو کلونو علم دے تر اوسه پورې یی رو ګودر معلوم نه دے او بدقسمتی ددې علم دا ده چی ما بعدالطبیعات لکه د نورو طبعی علمونو په سمه لار نه دے تلے
څنګه چی مابعدالطبعیات په سمه لاره نه دے تلے هم دغه شان په دې پسې انسان عقل سم نه دے روان شوے د کانټ په نظر کښی ددې ستونزې لامل دا دے چی کله هم انسانی عقل د خپل فطرت نه مجبوره شوے دے او د مابعدالطبیعات په میدان کښی یی قدم کیښودے نو ددی نه هر ځل دا غلطی شوی ده چی په مابعدالطبیعات پسې یی د تګ نه مخکښې خپل ځان ته نه دې کتلې چی زما فطرت څه دے نه عقل د خپل تنقید او صلاحیت نه ځان خبر ساتلے دے او د عقل دا اهمه غلطی ده ځکه خو عقل هر وخت د مابعدالطبیعات په میدان کښې تیندکونه خورې کانټ د مابعدالطبیعات اعترافی صورت مخی ته ږدی او لاس پری راپوری کوی نو د ټولو نه اول خو په تیرو فلسفیانو تنقید کوی لکه د افلاطون په ” اعیان ” چی تنقید کوی نو وایی چی ” افلاطون د احساساتو نړۍ پریښوده او ذهن یی په یوه تنګه دایره کښی ګیر کړو او پخپله افلاطون چی د اعیان په وزرونو الوتو نو د عقل محض ماورا خلا ته ورسیدو خو افلاطون غور نه وو کړے چی د ټولی ستړې باوجود زه یو قدم هم مخکښې نه یم تلے د انسانی عقل همیشه داسی حشر کیږی چی دوی دلته یو عمارت ډیر زر ودروی خو دا تحقیق وروسته کوی چی ددی عمارت بنیاد مضبوط دے او که نه ؟ بیا ډیر ناکامه تاویلونه کتلے کیږی چی د عمارت د استحکام څه دلاسه ځان له ورکړی او یا چی اوبه د ورخه تیرې شی نو دا تحقیقونه هم اکثر نه کیږې
کانټ د مابعدالطبیعات په میدان کښی د فلسفیانو یا د انسانی عقل پرمختګ د نه کولو بنیادی وجه دا ښایې چی فلسفیانو هر ځل دا غلطی کړی ده چی د شیانو په اړه کوم بدیهی او ترکیبی صداقتونه وی کوم چی زمونږ ذهن کښی په بدیهی توګه موجود وې د شیانو تقسیم وکړی او بیا یی تحلیلی تشریح کوی او دغه شان دا پخپله تیندکونه خوری او ددی وجه دا ده چی عقل په خپل ګریوان کښی نه دې کتلې او نه یی ددی فطری خواهشونو د تکمیل د پاره په خپلو صلاحیتونو نظر اچولے دے کانټ د عقل دا اهم خواهش یا فطرت مخی ته کیښودے وو او خپله اهمه فلسفه یی د ډیر غور او فکر نه پس دنیا ته وړاندی کړه له دی وجی د کانټ فلسفے ته تنقیدی فلسفه هم وٸیلے کیږې
او ارتهر شوپنهار هم “د عقل مابعدالطبعیاتی نظام” د کانټ ددې ځانګړې نظر د پاره کاروی
کانټ وایې چې کله انسان د تجربې د دنیا نه اخوا لاړ شې نو دا ځان مطمین محسوسوی چې تجربه تردید نشې کولے او انسان ته د خپل علم د توسیع خیال دومره د کشش نه ډک دے چې په لاره کښې ورته لوۓ خنډ نه وې راغلے نو دا مسلسل مخکښې روان وې لکه ریاضی زمونږ مخې ته یو مثال دے چې مونږ د تجربې نه ازاد یو او په بدیهی علم کښې اضافه کوو په اصل کښې ریاضی د معروضاتو او معلوماتو سره دومره تعلق لری څومره پورې چې دا په مشاهده کښې راځې خو خلک دا خبره نظر انداز کوی ځکه چې مشاهده پخپله بدیهی کیدلے شې او په دې او پیور ریزن کښې فرق ونکړے شې او د عقل د قوت دا ثبوت چې وینې نو د علم د پراختیا ارزو یی نور هم زور واخلی
لکه څنګه چې پورته مونږ د افلاطون خبره وکړه او دلته بیا د عمارت مثال راخلو چې ددغه عمارت په ظاهری استحکام چې زمونږ زړه خوږیږی نو دا کار زمونږ د عقل یوه لویه حصه کوی چې دهغه تصوراتو په تحلیل مشتمله وې کوم چې مونږ د معروضاتو متعلق لرو دغه شان مونږ ته ډیر معلومات حاصل شې په کوم کښې چې صرف ددغه مفهوم وضاحت کیږی خو دا زمونږ په تصوراتو کښې د مخکښې نه موجود وې خو دا معلومات زمونږ په تصوراتو کښې په معنوی حیثیت سره ددې تحلیل کوی او د نوو معلوماتو برابر ګڼلے کیږی ددې عمل په ذریعه سره بدیهی علم حاصلیږی نو عقل یی د محسوس کولو نه بغیر د بدیهی علم په نوم د نورو ججمنټس سره راوړاندې کړې په کوم کښې چې د شته تصور سره نوے تصور بغیر د تجربی د مدد نه تړلے کیږی او مونږ ته دا معلوم نه وې چې دا تصور ددې د کوم ځاۓ نه راغلے بلکی زمونږ په ذهن کښې د سر نه دا سوال هم نه پیدا کیږی له دې وجې نه کانټ وایې چې زه د پیژندګلو د اول سر نه د علم ددې دواړو قسمونو په فرق خبره کوم
-4…. په تحلیلی او ترکیبی ججمنټس کښې فرق
د کانټ په کتاب کښې دلته د کانټ نه پس په علمیات, مابعدالطبعیات او منطق کښې چې کوم بدلون راځې په هغې کښې د تحلیلی او ترکیبی ججمنټس لوۓ لاس وو چې کانټ یې په دې کتاب کښې خبره کوی
مخکښې له دې نه چې مونږ د analytic او synthetic ججمنټس تر مینځه فرق وپیژنو مونږ له به د ګرایمر subject او predicate پیژندل پکار وې ۔۔۔۔۔ که زه د مثال نه واضح کړم چې ” سپے منډه وهې” نو دلته “سپے” سبجیکټ او “منډه وهې” پریډیکیټ دے یعنی سبجیکټ هغه څه وې په څه پسې چې مونږ خبره کوو او پریډیکیټ هغه څه وې د څه په باره کښې یې چې مونږ دغه خبره وایو
دلته به مونږ اول analytical ججمنټ په اسانو لفظونو کښې واضح کړو
نو اولنۍ خبره دا چې دا ججمنټ به د خپل تعریف نه رښتیا وی ۔۔ دویمه دا چې پریډیکیټ به په سبجیکټ کښې دننه وې دریمه دا چې د سبجیکټ سره به نوې معلومات نه ایډ کیږی او څلورمه دا چې دا مونږ بغیر د تجربی نه پیژندلے شو
وس که مونږ یې د مثال نه واضح کړو نو دا به نوره هم اسانه شې
” ټول پیشوګان ځناور دې”
دلته پیشوګان سبجیکټ دے او ” ځناور دې” پریډیکیټ دے او دا پریډیکیټ په دې سبجیکټ کښې دننه دے او د پیشوګانو تعریف دلته دا شوے چې دا ځناور دې ددې مطلب دا دے چې پیشوګان د ځناورو یو قسم دے نو دا ججمنټ د خپل تعریف نه رښتیا دے
دویم synthetic ججمنټ دے
دا هغه ججمنټ وې چې د سبجیکټ سره نوې معلومات ایډ کوی او دې ججمنټ کښې به پریډیکیټ په سبجیکټ کښې دننه نه وې او دا مونږ د تجربی نه پیژندلے شو
لکه مثال په توګه ۔۔۔
“اسمان شین دے “
دلته “اسمان یعنی سبجیکټ د پریډیکیټ یعنی “شین دے ” نه جدا دے دویمه دا چې دلته شین رنګ د اسمان” د سبجیکټ سره نوې معلومات ایډ کوی او بله دا چې دا ججمنټ مونږ د مشاهدی او تجربی نه پیژندلے شو
د تجربی ټول ججمنټس synthetic وې خو ایا داسې ججمنټس شته چې هغه د سبجیکټ سره نوې معلومات ایډ کوی خو چې د تجربی نه ازاد وې؟ بلکل۔۔۔ کانټ داسې ججمنټ ته synthetic apriori ججمنټ وایی
دا هغه ججمنټ وې چې بدیهی وې یعنې د تجربی نه ازاد وې او نوې معلومات هم ایډ کوی چې مونږ یی صرف د reason په ذریعه پیژندلے شو او اهمه خبره دا چې دا به ضرورت او افاقیت هم لری
لکه مثال په توګه
2 × 2 = 4
دا مثال داسې دے چې دې د پاره مونږ جسمانې شیان نه حسابوو بلکی د نمبرز د ریزننګ نه یې معلوموو
دلته د synthetic apriori خبره اوږده ده او سوالونه هم لری خو دا خبره زه د ددې ججمنټ په اړه د یو سوال په جواب کښې کوم چې مخکښې را روان دې
-5….. په ټول نظری عقلی علمونو کښې بدیهی ترکیبی ججمنټس د بنیادی اصولو په حیثیت سره شامل دې
د انسانی عقل د ماهرینو څخه دا خبره پټه وه چې د ریاضۍ ټول ججمنټس ترکیبی وې دا ډیره اهمه خبره وه او ددې ماهرینو د نظر نه یواځې دا خبره پټه نه وه بلکی د دوی ټول مفروضات ددې پر ضد وو چې دا یو نا قابل تردید او اهم حقیقت دے او د فطرت دا تقاضه ده چې هر بدیهی حقیقت به د تردید نه پاک وې
مونږ به د مثالونو نه دا خبره واضحه کړو
اولنۍ خبره مونږ له په ذهن کښې دا کښینول پکار دې چې د ریاضۍ ټول ججمنټس بدیهی وې او تجرباتی نه وې ځکه چې په دې کښې نیسیسټی موندلے کیږی کوم چې د تجربی څخه نه اخذ کیږی دلته کانټ وایې که خلک دا خبره تسلیم نکړی نو زه به بیا خپله خبره د سوچه ریاضۍ پوری محدود ساتم د کوم د تصور نه چې ظاهریږی چې دا علم تجرباتی نه بلکی خالص بدیهی علم دے
شاید په اولنی نظر کښې یو څوک دا خیال وکړی چې 5 ± 7 = 12 یو تحلیلی ججمنټ دے چې د 5 او 7 د میزان نه جوړ دے خو که لګ په ژور نظر دې ته وګورو نو بیا به معلومه شی چې د 7 او 5 دا میزان نور هیڅ هم نه دے بلکی دا دواړه اعداد په یو عدد کښې جمع شوې دې خو ددې نه دا بیخی نه معلومیږی چې مونږ هغه واحد عدد معلوم کړو چې ددې دواړو اعدادو مرکب وې او که مونږ ددې جوړ شوې میزان هر څومره تحلیل وکړو خو دې کښې مونږ ته د 12 عدد هیڅ کله نشی میلاویدلے لکه مثال په توګه که مونږ د خپل لاس پنځه ګوتو ته وګورو یا د پنځه نقطو په مدد سره دا مشاهده وکړو نو بیا به اسانه وې او بره چې مونږ کومه مشاهده وکړه په هغې کښې د 5 اکاٸیانې د 7 د عدد سره ځانله ځانله جمع کړو
اول به مونږ د 7 عدد واخلو او بیا د 5 د تصور په ځاۓ د خپلو پنځه ګوتو د مشاهدی د حیثیت په مدد سره هغه اکاٸیانې چې مونږ د 5 په عدد کښې جمع کړی وې یوه یوه به د 7 د تصور سره یو ځاۓ کوو او دغه شان به د 12 عدد پیدا شی دا خبره چې مونږ به 5 د 7 سره یو ځاۓ کوو دا مونږ ددې په تصور کښې دننه خیال کړے وو خو دا پکښې مونږ نه وو خیال کړے چې ددې میزان یعنې جمع به د 12 برابر وې دا خبره به هلته ډیره واضحه شې چې مونږ د لویو اعدادو مثال واخلو او بیا مونږ دا حقیقت ووینو چې مونږ که خپل دغه تصورات هر څومره چاڼ کړو خو صرف ددې د تحلیل نه بغیر او بی له مشاهدی مونږ د اعدادو جمع هیڅ کله نشو معلومولے
وس به دا ثابته شوی وې چې د ریاضۍ ټول ججمنټس ترکیبی وې
دغه شان د جیومیټرۍ بنیادی ججمنټس هم تحلیلی نه وې لکه دا ججمنټ چې د دوه پواینټونو په مینځ کښې سیده لاین یو وړوکے لاین وې نو دا یو ترکیبی ججمنټ دے ځکه چې زمونږ په ذهن کښې د سیده لاین کوم تصور وو په دې کښې لوۓ او وړوکے شامل نه وو بلکی دا صرف په یو کیفیت باندی مشتمل وو
دویمه خبره په ذهن کښې دا کښینول پکار دې چې په طبعیات کښې بدیهی ترکیبی ججمنټس د علم د اصولو په حیثیت سره شامل دې
لکه څنګه چې کانټ د دوه ججمنټس مثال ورکوی چې په مادی دنیا کښې په ټولو بدلونونو کښې د مادے مقدار بی بدلونه پاتې کیږی۔۔۔ او دویم دا چې د حرکت په ربط کښې عمل او رد عمل برابر وې
وس دلته ددې دواړو ججمنټس څخه نه صرف دا ظاهریږی چې دا نیسیسټی او بداهت لری بلکی د ترکیبی ججمنټس ثبوتونه هم لری ځکه چې دا ماده په خپل مکان کښې موجود ده دلته کانټ د مادے د حدودو نه تجاوز وکړی او په بدیهی توګه د مادے د صفت دغه خیال رامخی ته کړی لنډه دا چې دا ججمنټ تحلیلی نه بلکی ترکیبی دے او ددې باوجود بدیهی هم دے یعنی دا بدیهی ترکیبی ججمنټ دے
دریمه خبره دا چې مابعدالطبعیات مونږ یو داسې علم ګڼو چې د کوشش د حد نه اخوا نه دے تلے خو بیا هم د انسانی عقل د فطرت په لحاظ سره ضروری دے چې په بدیهی ترکیبی ججمنټس باندی مشتمل کیدل پکار دې ددې دا کار بیخی نه دے چې په بدیهی توګه باندی د شیانو کوم تصورات زمونږ په ذهن کښې موجود وې دا په اجزا کښې تقسیم کړی او ددې تحلیلی تشریح وکړی بلکی مونږ په دې علم کښې د خپل بدیهی علم توسیع غواړو او ددې د پاره مونږ ته داسې ججمنټس نه کار اغستل غواړی چې د شته تصور سره د یو نوی تصور اضافه وکړی
-6….. د سوچه عقل عامه مسٸله
دا کار به ډیر فایده مند وې چې مونږ ډیر سوالونه د یو سوال لاندې راولو ځکه چې ددې څخه نه مونږ صرف د خپل کار صحیح تعین کولے شو او د ځان د پاره اسانتیا پیدا کولے شو بلکی هغه خلک کوم چې زمونږ کار د خپل نظر نه تیرول غواړی هغوی ته به هم دا فیصله اسانه وې چې مونږ په خپل مقصد کښې کامیاب شوی یو او یا نه ۔۔۔
اصل مسٸله کوم چې سوچه عقل له حل کول پکار دې هغه دا ده چې
How are synthetical judgements apriori possible ?
یعنی بدیهی ترکیبی ججمنټس څنګه ممکن کیدلے شی؟
د مابعدالطبعیات تر اوسه پورې د تردید په میدان کښې د پاتې کیدلو یو سبب دا دے چې خلک ددې مسٸلې نه بلکی شاید چې د انالیټک او سینتیټک ججمنټس د فرق څخه هم خبر نه وو ددې مسٸلی په حل کیدلو باندی یا ددې خبرې په پوره ثبوت باندی چې د کوم څیز تشریح مابعدالطبعیات غواړی هغه هډو ممکن نه ده چې ددې پورې ددې علم د نیشت او د شتون اړتیا ده
د کانټ نه په مخکښینی فلسفیانو کښې ډیوډ هیوم دې مسٸلې ته ډیر نزدی رسیدلے وو خو هغه هم په پوره وضاحت سره په کلی حیثیت باندې په دې غور نه وو کړے بلکی خپله توجه یې د cause او د effect تعلق یې د سینتیټک ججمنټ پورې محدود ساتلے وو او په خپل خیال کښې یې دا ثابت کړی وو چې دا قسم ججمنټ بدیهی نشې کیدلے او د هغه د تحقیقاتو د رو نه مابعدالطبعیات په دې وهم باندې ولاړ دے چې کوم معلومات په اصل کښې د تجربی نه اخذ شوې دې او د خپل عادت له وجی په ظاهره باندی نیسیسټی حاصلوی نو مونږ یې په غلطۍ سره عقلی معلومات ګڼو که دا مسٸله په کلی حیثیت سره په غور کښې راغلی وے نو هغه به دا دعوی کوم چې د خالصو فلسفیانو جرړې هم را کنی هیڅ کله نه کوله ځکه چې د هیوم د استدلال نه خو سوچه ریاضی هم څه څیز نه دے ولی چې دا سوچه ریاضی هم په بدیهی ترکیبی ججمنټس باندی مشتمله وې
وس دویم سوال دا دے چې سوچه ریاضی څنګه ممکن کیدلے شی؟ او ددې سره سوچه نیچرل ساینس څنګه ممکن کیدلے شی؟
دا علمونه واقعی موجود دې ددې په اړه دا سوال ډیر په ځاۓ دے ځکه چې ددې ممکن کیدل ددې د موجودګۍ نه ثابتیږی دلته کیدیشی بعضی خلکو ته شک وی خو ددې مختلف ججمنټس چې د اصلی یعنی تجرباتی طبعیات په شروع کښې راځې لکه مثال په توګه چې د مادے مقدار بی بدلونه پاتی کیږی, د مادے جمود او یا د عمل او رد عمل برابر کیدل وغیره ۔۔۔ په دې ججمنټس چې مونږ نظر واچوو نو دا پته راته لګی چې دا سوچه یا عقلی طبعیات جوړوی او دا ددې مستحق دې چې د ځانله علم په حیثیت سره خواه که ددې دایره تنګه یا وسیع وی بلکل جدا کیدل پکار دې
وس د مابعدالطبعیات د علم خبره پاتې کیږی د کوم چې تر اوسه پوری یو غیر مطمین تګ پاتی دے دې ته چې څوک ګوری نو ددې علم په ممکن کیدلو کښې به شک کوی ځکه چې د مابعدالطبعیات څومره نظریی تر اوسه پوری راوړاندې شوې دې د یوی متعلق هم که مونږ د اصل مقصد لحاظ وساتو نو دا نشو وٸیلے چې واقعی د مابعدالطبعیات علم موجود دے
بیا هم په یوه ځانګړی معنی کښې د داسی قسم علم وجود تسلیمول پکار دې او که د علم په حیثیت سره نه وې نو د فطری رجحان په حیثیت سره دا علم ضرور موجود دے ځکه چې انسانی عقل د خپلو ضروریاتو څخه مجبوره وې او ددې مسٸلو په تحقیق کښې لګیا وې چې دا ددې د تجربی یا د تجربی نه اخذ شوی اصولو باندی نه حل کیږی خو بیا هم د انسانی عقل د فکر درجو ته که مونږ ورسیږو نو د مابعدالطبعیات یوه نیمه نظریه پکښې خامخا موجود وې او دا به همیشه موجود وې ځکه چې ددې متعلق دا سوال پیدا کیږی چې مابعدالطبعیات د یو فطری رجحان په حیثیت سره څنګه ممکن دے یعنی دا سوالونه کوم چې عقل د خپل ځان نه کوی او ددې سوالونو د جوابونو ضرورت یې مجبوروی خو دلته مسٸله دا ده چې دا سوالونه په عام انسانی عقل کښې ولی پیدا کیږی ؟
دا فطری سوالونه یعنی دا دنیا څنګه پیدا شوه ؟ وغیره ددې د جوابونو چې څومره کوششونه تر اوسه پوری شوې دې نو په دې کښې خامخا څه تردید موجود وې نو دلته مونږ له وس ددې علم د شتون او نیشت یقینی فیصله کول پکار دې یعنی یا مونږ ته د سوچه عقل د سوالونو د معروضاتو مکمل علم حاصلول پکار دې یا مونږ ته دا فیصله کول پکار دې چې دا سوچه عقل د کوم حد پوری ددې سوالونو په جوابونو ورکولو کښې قابل یا ناقابل دے او یا مونږ ته خپل عقل له توسیع ورکول پکار دې او یا ددې یقینی حدود مقرر کول پکار دې
وس ددې عامې مسٸلې نه دا سوال پیدا کیږی چې د علم په حیثیت سره مابعدالطبعیات څنګه ممکن کیدلے شی ؟
لنډه دا چې د عقل د تنقید نه مونږ ته په اخر کښې لازمی علم حاصلیږی خو دلته ددغه علم دایره دومره پراخه نه ده پکار چې مونږ ددې د پراخوالی نه ویریږو ځکه چې دا د عقل د بی شمیره موضوعاتو سره بحث نه کوی بلکی صرف د سوچه عقل سره یعنی هغه مسٸلې چې ددې دننه پیدا کیږی او دا مسٸلې هم د مختلفو شیانو فطرت نه بلکی پخپله ددې د فطرت نه پیدا شوی وی له دې وجې نه چې عقل ددې خبرې نه خبر شی چې دا د تجربی د معروضاتو د علم په حاصلولو کښې قابلیت لری نو په اسانۍ سره د خپل استمعال حدود هم وټاکی په کوم کښې چې د تجربی د حدودو نه اخوا د تګ کوشش کیږی
د مابعدالطبعیات په بیلابیلو نظریو کښې چې څومره تحلیلی عنصر دے یعنی ددې تصوراتو تجزیه چې زمونږ په عقل کښې په بدیهی توګه موجود ده دا د حقیقی مابعدالطبعیات صرف یوه ذریعه ده مقصد نه ۔۔۔ ددې مقصد به دا وې چې مونږ خپل بدیهی علم له په ترکیبی توګه توسیع ورکړو او دا ددې تحلیل په ذریعه نه پوره کیږی ځکه چې دا مونږ ته صرف دا ښایې چې ددې تصوراتو دننه کوم اجزا شامل دې دا نه ښایې چې مونږ دا تصورات په بدیهی توګه څنګه حاصلولے شو
که دلته مابعدالطبعیات ددې خپلو ټولو دعوو نه لاس په سر شې نو په دې کښې ددې هیڅ توهین نشته او عزت یې په دې کښې دے چې مونږ د دننی ستونزو او بهرنی مزاحمتونو څه پرواه ونکړو او دا علم چې د انسانی عقل د فطرت په لحاظ سره ډیر اهم دے چې ددې ټول ښاخونه مونږ لری کولے شو خو ددې جرړې نشو نو په یوه بله طریقه ددې لویول او خیال ساتل دې چې ددې نه لویه ونه جوړه شی
دا سوال چې ” بدیهی ترکیبی ججمنټس څنګه ممکن کیدلے شی؟” په دې په اخر کښې تفصیلی خبره کوو
-7…. د تنقید عقل محض په نوم د یو ځانګړی علم تصور او ددې تقسیم
بره چې مونږ څومره بحث وکړو ددې ټول بحث نه د یو ځانګړی علم تصور پیدا کیږی او هم دې ته مونږ ” تنقید عقل محض” وٸیلے شو دلته عقل هغه فیکلټی ده د کوم نه چې مونږ ته بدیهی علم حاصلیږی او عقل محض یا سوچه عقل هغه فیکلټی ده کوم چې په خالص بدیهی علم مشتمل وې او د سوچه عقل organon یا دستور د هغه اصولو مجموعه ده د کوم د لاندی چې خالص بدیهی علم حاصلیږی او حاصلیدے شی او چې دا organon یا دستور په بشپړه توګه په عمل کښې راشی نو د سوچه عقل نظام جوړوی خو دا وروسته خبره ده
بره چې مونږ کوم بحث وکړو د هغې نه دا نشی معلومیدلے چې زمونږ د بدیهی علم پراختیا ممکن ده یا نه۔۔ او که ممکن ده نو په کومو صورتونو کښې؟ له دې وجې نه دا علم کوم چې صرف د سوچه عقل د معلوماتو په حدودو یا ماخذ خبره کوی دې له مونږ د سوچه عقل د نظام د تمهید حیثیت ورکولے شو او دې ته مونږ د سوچه عقل نظریه نه بلکی د سوچه عقل تنقید وایو او ددې فایده به دا وې چې د فلسفیانه فکر د لحاظ نه به دا صرف منفی وې یعنی دا تنقید به زمونږ د عقل د توسیع نه بلکی د تشریح ذمه وار وې او هم دا به عقل د مغالطو نه محفوظ ساتی چې دا ددې تنقید ډیر لوۓ خدمت دے دلته کانټ دې ټول عمل ته Transcendental وایې کوم چې په معروضاتو نه بلکی د معروضاتو د علم د حاصلولو په طریقی باندی خبره کوی او بیا تر څومره پورې چې دا علم په بدیهی توګه حاصلیدے شی ددې تصوراتو مکمل نظام ته Transcendental philosophy وایې او ددې دایره د کانټ په اند د حد نه زیاته پراخه ده ځکه چې مونږ له تحلیل د هغه حد پوری پکار دے تر څو پوری چې دا د بدیهی ترکیب د اصولو د معلومولو د پاره لازمی دے
دې وخت کښې مونږ له دا تحقیق کول دې کوم ته چې مونږ د یو ډاکټراین نه بلکی د یو ټرانسینډینټل کریټیک نوم ورکولے شو ځکه چې ددې مقصد د علم توسیع نه بلکی تصحیح او د ټول بدیهی معلوماتو د قدر او قیمت د ناپ کولو یو معیار وړاندې کول دې دا تنقید ددې تیارې ده چې که کیدلے شوه نو یو organon یا یو canon جوړ شی او هم ددې مطابق به د سوچه عقل د فلسفے یو مکمل نظام چې ترکیبی او تحلیلی دواړه وې” جوړ کړی
کانټ زیاتوی چې ددې نظام جوړول ممکن دې ځکه چې ددې دایره دومره پراخه نه ده او دا اندازه ددې خبرې نه کیږی چې زمونږ د بحث موضوع د شیانو لا محدوده فطرت نه دے بلکی عقل دے کوم چې د شیانو علم حاصلوی او بیا په دې عقل کښې هم زمونږ د بحث موضوع د بدیهی ترکیبی علم سره تعلق لری له دې وجې نه مونږ ددې محدودی دایری د قدر او قیمت شناخت کولے شو بیا کانټ دا هم وایې چې ټرانسینډینټل فلاسفی د یو داسې علم تخیل دے چې ددې نقشه تنقید عقل محض له په تعمیری حیثیت سره جوړول پکار دې او ددې عمارت د یو یو کاڼی په مضبوطیدلو ځان مطمین کول دې
پخپله دې تنقید ته مونږ صرف د یوې وجې نه ټرانسینډینټل فلاسفی نشو وٸیلے او هغه دا چې د یو مکمل نظام جوړیدلو د پاره دې له د انسان د ټول بدیهی علم په یو تفصیلی تحلیل مشتمل کیدل پکار وو په تنقید عقل محض کښې دا تفصیلی تحلیل نظر انداز شوے دے او د ددې دوه وجې دې
اولنۍ دا چې ددې تحلیل نه څه خاص فایده نشته ځکه چې په دې کښې د هغه شکونو ځاۓ نشته کوم چې په ترکیب کښې موندلے کیږی د کوم د پاره چې د تنقید ضرورت راځې
دویمه دا چې د کانټ د منصوبی د وحدت خلاف خبره دا ده چې ددې تحلیل د مکمل کیدلو ذمه داری په خپل سر واخلی او نه کانټ خپل مقصد ددې تحلیل پابند جوړوی خو هغه بدیهی تصورات کوم چې مخکښې راروان دې د هغې مکمل تحلیل به په اسانۍ سره وشی کله چې دا ټول بنیادی تصورات د ترکیبی اصولو په حیثیت سره مخکښې راشی
لنډه دا چې په تنقید عقل محض کښې د ټرانسینډینټل فلاسفی ټول لوازمات موجود دې او دا تنقید ددې فلسفے په ټول تصور حاوی دے خو بیا هم دا تنقید پخپله ټرانسینډینټل فلسفه نه ده ځکه چې دا تحلیل د هغه ځاۓ پوری کوی څومره پورې چې د بدیهی تجربی علم د تحقیق د پاره لازمی وې
ددې علم په تقسیم کښې دا خبره په نظر کښې ساتل پکار دې چې دې ته داسې تصورات را دننه نشی په کوم کښې چې د تجربی جز شامل وی یعنی د بدیهی علم بلکل خالص کیدل لازمی دې کوم ته چې مونږ بره absolute apriori علم وٸیلے وو لکه د اخلاقو ټول بنیادی احکام او تصورات د بدیهی علم حیثیت لری خو بیا هم دا په ټرانسینډینټل فلاسفی کښې نه راځې ځکه چې دا د خوشحالۍ او غم, د ارمان او رجحان وغیره تصوراتو سره تعلق ساتی کوم چې ټول په ټوله د تجربی نه اخذ شوې وې پخپله د اخلاقی حکمونو بنیاد په خواهشاتو او رجحاناتو باندی نه صحیح, خو بیا هم د فرض د تصور په سلسله کښې که د ستونزو د لری کولو په شکل کښې وې یا د رغبت په شکل کښې وې کوم ته چې زمونږ د کارونو محرک جوړیدل نه دې پکار, دا احکام دغه تجرباتی تصورات د خالص اخلاقیاتو په نظام کښې دننه کوی
له دې وجی نه ټرانسینډینټل فلسفه د سوچه عقل فلسفه ده ځکه چې په عملی مسٸلو کښې په کوم ځاۓ کښې د عمل د محرکاتو مداخلت وې هغه د جذباتو سره تعلق ساتی کوم چې د تجرباتی علم نه اخذ کیږی
وس که مونږ د یو نظام نه د ددې علم تقسیم د یو عام نقطه نظر نه وغواړو نو دا به دوه قسمونه لری یو د مبادیاتو او بل د منهاج ۔۔۔ او ددې دواړو قسمونو به مخکښې نور قسمونه وې
په اخر کښې کانټ دا خبره راغونډه کړی او ووایې چې د انسانی علم دوه شعبې دې د کومو چې شاید یو مشترک اصل وې او مونږ ترې خبر نه یو یعنی عقل او حس ۔۔ د کومو په ذریعه چې معروضات زمونږ مخې ته وړاندې کیږی او د عقل په ذریعه مونږ ددې خیال کوو د کوم ځاۓ پوری چې په حس کښې بدیهی ادراکات شامل وې د هغه ځاۓ پورې به دا د ټرانسینډینټل فلسفے د لاندی راځې او په دې باندی کانټ د خپل کتاب په اولنی سر کښې خبره کوی او دې له کانټ دا دلیل راوړی چې هغه شرطونه د کومو مطابق چې انسانی علم ته معروضات راوړاندې کیږی د هغه شرطونو نه مخکښې پکار دے د کوم مطابق چې خیال کیږی یعنی لنډه دا چې د sensebility فیکلټی به د reason د فیکلټی نه مخکښې راځې
دا پیژندګلو په دې ځاۓ ختمه شوه
د یو څو اصطلاحاتو وضاحت
د پیژندګلو پوری محدود مونږ دا اصطلاحات په یو محدود انداز کښې واضح کولے شو چې د کانټ د فلسفے په لوستلو کښې مدد راکولے شی
canon and organon/ دستور او ضابطه
ددې دواړو لاری د ایپیکورس د علمی میدان نه راغلی دې خو د دستور یا organon نه د کانټ مطلب دلته د اصولو هغه مجموعه ده چې مونږ پرې د مظاهرو علم حاصلولے شو او زمونږ ادراک غزوې او canon/ضابطه د هغه اصولو مجموعه ده چې مونږ پرې د صحیح او غلط ججمنټ تمیز کولے شو
د کانټ په فلسفه کښې دا دواړه ځکه اهم دې چې په دې کانټ د عام منطق سره یوه دعوی تړی چې عام منطق دستور نه بلکی یوه ضابطه ده
concept/تصور
کنسیپټ د کانټ په فلسفه کښې په مختلفو معنیو کښې استعمالیږی لکه چې دا به د امکانې ججمنټ پریډیکیټ وی, ددې کار به د وحدت پیدا کول وې, دا اصول دې, او دا به همیشه عام وې ۔۔۔۔ او داسې ځاۓ په ځاۓ ځانله ځانله مطلبونه لرې
metaphysics/مابعدالطبعیات
د مابعدالطبعیات تعریف کانټ پخپله داسې کوې چې ځنی معلومات زمونږ د امکانی تجربی نه پرته وې چرته چې تجربه مونږ ته لاره نه رڼا کوی هلته زمونږ عقل د خداۓ, اختیار او د روح د بقا هسې په اهمو مسٸلو غور کوی او کوم علم چې په خپله ذمه وارۍ دا اهمې مسٸلې حل کوی هغه علم ته مابعدالطبعیات وایې
experience/ تجربه
په پیژندګلو کښې تجربه په دوه مختلفو معنو کښې استعمال شوی ده اوله دا چې احساس او تفهیم کوم کار یو ځاۓ کوی د هغې پیداوار تجربه ده او بل د احساس خام مال تجربه ده
د پیژندګلو د وضاحت سره خو زما په خیال انصاف ونشو البته دومره ضرور کیدلے شی چې ددې سره څه خلک د کانټ مطالعی ته مټې بډی کولے شی یو اهم سوال چې بدیهی ترکیبی ججمنټ څنګه ممکن کیدلے شی؟ دا هغه څیز دے چې کانټ یې په خپل ټول کار کښې لټوی نو ددې سوال جواب د شوې لیکلو نه زیات لیکل غوښتل او زما د اول نه دا اراده نه وه خو په زړه به مې پاتې وې البته د پیژندګلو د حد پوری ددې سوال جواب کافی په وضاحت سره شوے دے دا لیکل دلته عارضی توګه باندی ختمیږی په یو منظم انداز دا کار سر ته رسول وخت او خیر غواړی او زه به دې له بیا راځم
د تنقید عقل محض پیژندګلو 👉 Read it in the PDF,Download Now