د نن دور ملحدین هیڅ علمیت نۀ لري، بلکې د اسلام د متعصّب مخالفینو اندیښمن مقلدین دي چې فقط لكه د ’’شاهد بهيندر’’ غوندې خلک ګمراه کوي او اعتراض کوي چې قرآن په کوم اعتبار معجزه ده ؟
۱- قرآن د مغيباتو له امله معجزه ده يعنې د غيب خبرې پکښې راغلي دي او داسې بل کتاب نشته چې په هغې کښې دې ګنې د غيب خبرونه هم وي اؤ ټکي په ټکي پوره هم وي .
۲- قرآن د خپل اندازِ بيان له وجې معجزه ده. د قرآن کريم اندازِ بیان ډېر عجيبه دے، چرته چې د جنت ذکر راغلے نو هلته ورسره د جهنم ذکر هم څنګ په څنګ راغلے ، چرته د یوې پېښې ذکر کېږي، چرته نصیحتونه راشي، کله د دعا ذکر کېږي او کله د الله تعالیٰ نعمتونه شمېرلې کېږي نو داسې اندازِ بیان د بل یو کتاب هم نشته.
۳- قرآن د خپل اثر له وجې يوه معجزه ده یعنې قرآن ډېر زر په زړونو اثر کوي.
۴- قرآن په اعتبارِ عدمِ خلق یوه معجزه ده یعنې پۀ لوستلو ئې د لوستونکي زړۀ نۀ مړېږي، د دنيا نور کتابونه چې لوستونکے یؤ څو ځله ولولي نو زړۀ ئې ترې موړ شي خو قرآن یؤ داسې کتاب دے چې تر ټولو زيات لوستې کېږي اؤ هر لوستونکے غواړي چې دا بار بار ولولي .
۵- قرآن ځکه معجزه ده چې په دې کښې عجائبات دي او تر اوسه پورې په زرګونو تفسیرونه ليکلې شوي دي خو د قرآن عجائبات نۀ ختمېږي ، هر مُفّسر د قرآن و سنّت سره سم نوې نوې تفسیري نکتې راوړي او دغسې د تفسيرونو دا چینې جاري دي او جاري به ولې نۀ وي ؟ دا د خالقِ ارضُ سَماء کتاب دے:
القرآنُ کلامُ اللهِ تعالیٰ لا تَنْقَضِي عَجَائِبَهُ الیٰ یَومِ القِیَامَة (قرآن د الله سبحانه و تعالیٰ کتاب دے چې د قيامت تر ورځې پورې به ئې معجزې ختمې نۀ شي) .
۶- قرآن د خپل فصاحت اؤ بلاغت له امله يوه معجزه ده، د معنو په وجود د لفظونو قبا ، هیڅ قسمه خول نۀ لري ، د مسائيلو اړخ ئې څرګند مګر دقائق ئې غامض دي. سلاست ، بلاغت اؤ طلاقت ئې لوړ او بلند و بالا دي. د قرآن معيار د فصاحت او بلاغت په لحاظ دومره لوړ دے چې بل هيڅ یؤ کلام ئې سيالي نشي کولے ، ټول مخلوقات د قرآن په شان د فصاحت اؤ بلاغت توان نۀ لري نو په دې اساس دا يوه معجزه ده.
ډېرو خلقو د دې پشان د کلام رواړلو ناکامه هڅې کړي دي او په نزدې وختونو کښې ’’انيس شورش’’ هم د قرآن په څېر د یؤ کلام ناکامه هڅه کړې ده.
د ’’جول’’ نه ماخوذ – چاپ کال دیسمبر/ ۲۰۲۴ز
خیام یوسفزے