Antim Sanskaar 0

انتِم سنسکار (احتراقِ نعش) Antim Sanskaar

(د خپل کتاب فنار نه انتخاب)
اور له چې تخم ورکړې ……….. نو د ټولو شکوک و شبهاتو نه پرته دغه تخم خاکستر کړي …………….. زمکه د هر څیز نه “مضاعف” جوړوي ………………… د وږي د يؤې دانې تخم د ” كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ” پۀ مصداق اووسوه (۷۰۰) دانې ورکوي ……………………… الله تعالی د زمکې ذکر د امتنان اؤ د تدبر پۀ مقاماتو کښې کړے اؤ د اور ذکر ئې د وعید اؤ د زجر پۀ ځایونو کښې کړے دے ……….. زمکه د عام برکتونو ځائې دے …………… زمکه مخدومه ده اؤ اور ئې خادم دے …………. دا زمکه ده چې د نمر څړیکي (شعاع) جذب کوي …………………… پۀ دغه زمکه کښې د سرو زرو اؤ سپینو زرو معدنیات پۀ طبقاتو اؤ ډبرو کښې ژور دننه موندلې کېږي ……………… دا د خاورو جوړ انسان دے چې د قران تجلیّات ئې جذب کړي دي …………….. د خاورو نه جوړ انسان د سرو زرو اؤ سپینو زرو پۀ شان انوار اؤ برکات دنیا له ورکړي دي ……………….. د اور پۀ طبیعت کښې منافقت دے ………….. اور لۀ بهره سور رنګ لري خو دننه ئې ذات تور دے ………………. پۀ خاوره کښې مخلصانه شان پروت دے ……….. د ادم علیه السلام تخلیق د “ادیم الارض” نه شوے ………….. زمکه امانتداره ده …………… پۀ سینه کښې ئې د سخاوت عناصر پراتۀ دي ……………. زمکه د پستۍ متقاضي وي اؤ د انسان د درجاتو پورته والے د “صالح” اعمالو پۀ دوش پۀ پستۍ کښې ممکن دے ، عبد الرحمان بابا وائي :
ژوندے ځان پۀ زمکه ښخ کړه لکه تخم
کۀ لويي غــواړې د خاورو پۀ مقام شۀ
درست جهان د کمينۍ په خوئي و خوره
لکه زمکه هسې لاندې تـر اقدام شۀ
پۀ نیستۍ کښې د هستۍ مرتبه ګــــوره
نندارچي پۀ ويرانه کښې د خپل بام شۀ
تدبر اؤ استعداد د قبول د حق “هندو” ته سترګې پۀ لار دے ………….. حق هندو ته پۀ عقلي دلائلو هم ګویانه دے ……………. پۀ زمکه کښې د انسان ښخول پۀ ملتِ اسلام کښې فرضِ کفایه ده ……….. خاوره مور ده اؤ لۀ دغې خاورو
څخه جوړ امانتي وجود دې باید خاورو ته اوسپارلې شي .
خيام يوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ