art-is-a-symbolic-language 0

هنر د علامت ژبه ده

علامت اصل کښې په عربۍ کښې –علامه– دی چې معنا يې ده– نخښه–نشان يا اشاره کول- په انګريزۍ کښې simbole دی چې همدغه معنا لري- د انګريزۍ سمبول د فرنچ د simboline نه جوړ شوی دی- فرنچ کښې يې هم دغه معنا ده- د فرنچ سمبولين د لاطينۍ د simbolus نه جوړ شوی دی چې هلته يې هم معنا همدغه ده- د لاطينۍ سمبولس د يونانۍ د simbolon سمبولون نه جوړ شوی دی چې هلته يې معنا ده دوه څيزونه يوځاې کول- دغسې د علامت جرړه عربي ده او د سمبول جرړه يوناني ده- د دواړو يوه معنا ده نخښه نشان يا اشاره– او دويمه معنا يې ده دوه څيزونه که مادي وي او که غير مادي دواړه څيزونه نزدې کول پرتله کول او په يو ځايې ايښودل- دغه ټولې معنې يې لغوي دي– په اصطلاحي معنو کښې علامت يا سمبول ډيرې خورې معنې او پراخ مفهوم لري چې په ټولو ښکلو هنرونو يا فنون لطيفه کښې خپل خپل تناظر لري- نزدې تړون خو يې نفسياتو او ژبې سره دی خو په مصورۍ موسيقۍ او ادب کښې هم د علامت استعمال ډير اهم او ضروري دی-
د ادب او شاعرۍ بنيادي وسيله ژبه او لفظونه دي نو ځکه وييلی شو چې د ژبې هر لفظ په وړومبو معنو کښې د يو خيال يا تصور د پاره علامت دی تر دې چې هر نوم د يو معنويت د ابلاغ د پاره علامت دی– او دا هم چې يو علامت د ډيرو او بيلو بيلو معنو او مفاهيمو د پاره هم په بيلو بيلو موقعو راوړلی کيدی شي– ګويا علامت د خيال او تصور رشته د ذهن سره تړي يا د نفسياتو په اصطلاح کښې علامت د شعور او لاشعور لفظي جامه – يا د دغو دواړو تر منځه پل دی- دواړه يو ځاې کوي- که نيغ په نيغه شاعرۍ ته راشو نو په وړومبي مفهوم کښې تشبيه استعاره او کنايه تر دې چې تمثال او اميج هم يو علامت وي- بلکې متل او محاوره هم د علامت شکل اخستلی شي- خو تشبيه استعاره کنايه او محاوره ټاکلی چوکاټ او اصول لري او علامت له دغې محدود چوکاټ نه هم ازاد وي- نه ورته لکه د تشبيه د –مشبه– او– مشبه به– ضرورت وي او نه ورته لکه د استعارې د –مستعار له — او –مستعار منه– ضرورت وي– تر دې چې ځنې معروف او بيا بيا راوړلی شوي تشبيهات او استعاري هم علامت جوړ شي لکه د شيدا په شاعرۍ کښی حباب– شمع– فلک وغيره- د شاعرۍ نه علاوه په نثري تخليقي ادب لکه ناول ډرامه افسانه وغيره کښې هم د علامت راوړنه ډيره ضروري ده- تر دې چې د فن او هنر ژبه په هر حال علامتي وي- البته په ادب کښې علامت د مخصوصو سياسي او ټولنيزو حالاتو ضرورت هم وي چې د سياسي جبر په ماحول کښې هره خبره په ازادۍ سره کول ګران شي نو د علامت لاره خپلول ضرورت جوړ شي-
په خالص هنري اظهار کښې بيا ځنې علامتونه مجسم وي يعنې مادي وي چې ورته تجسيمي علامتونه وايي او ځنې بيا مجرد وي يعنې غير مادي وي چې ورته تجريدي علامتونه وييلی شي– دغه تجريديت د مصورۍ نه د ادب په لور مخه کړې ده- خو په خپل ذات کښې هر هنر علامتي وي– هنر مند خپل اظهار د علامت په ژبه کوي او خبريال سياستدان واعظ او مقرر بيا د علامت په ژبه بيان او هنر سره ډير کار نه لري– بس يواځې ابلاغ کوي- ادب او شاعرۍ کښی د هنري جمال زيږولو د ټولو نه غټه او مهمه لار د علامت ده چې مثالونه به يې په بله کومه ليکنه کښی راوړو چې خبره نوره هم جوته شي- او ورسره بايد د زوړ يوناني طب نه راوتی نفسياتي علم سيمياټکس semiotics او ژبنی علم سيمان ټيکس semantics هم جوت کړی شي چې علامت له دغو علمونو نه راوتی او بيا يې نورو ښکلو هنرونو ته لاره موندلې او بيا يې شعر او ادب کښې پرمختګ کړی دی- او نن مونږ وايو چې
—— هنر د علامت ژبه ده—–

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ