نوموړی رومانوي او باغي شاعر اشرف مفتون د کوم مذهب منونکی وو– د ډارون د ارتقا په نظريه يې څه راې وه– د غني خان د شاعرۍ په حقله يې څه نظر وو– پخپله د چا نه متاثر وو– سياسي نظريه يې څه وه — د فن تصور يې څه وو– د حسن تصور يې څه وو– او ځنې نورې ادبي او تاريخي خبرې يې په دې مرکه کښې کتلی شئ— شپږ ويشت کاله پخوا د مفتون خبرې—
اشرف مفتون سره مرکه
مرکه کوونکی— حنيف خليل
اشرف مفتون د پښتو شاعرۍ د روماني مکتب تر ټولو لوی نماینده دی لوستی سړی دی ، مغربي رومانی تحریک نه هم خبر دی او فطرت يی هم رومانیت او ښکلا خوښونې ته مایل دی ، د دې هر څه انعکاس يې په شاعرۍ کښې ښه واضح ښکاري ، درې څلور شعري مجموعې يې چاپ کړې دي چې د دي ټولو نه د کليات په شکل يوه مجموعه یې د سکونډارې په نوم چاپ کړې ده . د سکونډاري مجموعي شاعري يې د فکري بغاوت ، فطرت پالني او جمالياتي اقدارو د شوخو رنګونو امتزاج وړاندې کوي او همدغه څيز يي دپښتو په روماني شاعرانو کښې تر هر چا ممتاز کوي ، ريډيو كښې پروډيوسر هم پاتې شوی دی ، ځنې ډرامې او افسانې یې هم ليکلي دي ، خو خپله ټوله توجه يې شاعرۍ ته وقف کړې ده او هم د شاعرۍ په حواله یې ډېر لوی نوم ګټلی دی ، زما په خيال د روماني شاعرۍ په حواله دپښتو شاعران خو څه چې د اردو ځنې شاعران يی هم سيالي نه شي کولی ، د شاعرۍ ابتدا يې په اسلامیه کالج کښې د طالب علمۍ په دوران کښې کړې ده او لومړنی شعري مجموعه د شاعر دنیا » يې په هغه وخت کښې چاپ کړې وه چې پښتو کښې د نوې شاعرۍ دګوتو په شمېر مجموعې موجودې وې .
پوښتنه :
په ادبی سرګرمو شروع موڅنګه وکړه ؟
ځواب :
زه وړومبی کالجیت سکول کښې داخل شوم ، بیا اسلامیه کالج ته لارم ، هلته مې څو کاله سبق ووې ، د سکول په وخت کښې مې شاعری کوله او تقریبا یو کتاب مې هم تیار کړی و. دا غالباً د کال ١٩٤٤ خبره ده . بيا چې کالج ته راغلم نو د کتاب چاپ کولو شوق می نور هم زیات شو . په کال١٩٤٥ کښې مې يو خواخوږي له پيسې ورکړې چې زما کتاب چاپ کړي ، خو بیا مې نه کتاب وليدو او نه پیسې په اسلامیه کالج کښې په دغه زمانه کښې خیبر میگیزین کښې زما نظمونه او غزلې چاپ کیدلی ، زما د دغه وخت ملګری سید رسول رسا ، یونس خلیل او سمندر خان سمندر وو ، دوئ ته به چې ما خپله شاعري واوروله نو ورته به څه نوی غوندې څيز ښکاره شو او ما ته به يې ويل چې ته څه عجيبه شاعري کوې– هر څو که ما دخپل تعلیم ابتدا په جماعت او اسلامی او قرآنی تعلیم نه کړې وه خو شاعري مې د پخوا نه د ملا او اسلام پورې محدوده نه ده ساتلې ، بیا په کال ١٩٤٧ کې زما وړومبی كتاب د شاعر دنیا » چاپ شو ، کتاب کښې د کتابت و غیره ډيرې غلطۍ هم وې . یونس خلیل زما کتاب سره یوه غلطنامه هم تياره کړې وه خو د هغې باوجود پکښې غلطيانې ډيرې وې، زما شاعري به چې زما ملګرو کتله نو هغوئ به ویل چې داسې شاعري مخکښې پښتو کښې نه ده شوې ، يونس به دا هم ويل چې پښتو سانت او معری نظم د مفتون نه مخکښې نه و ، خو ماته دا اندازه نه وه شوې چې زه معری نظم لیکم که سانت. خو بس د خپلو خیالا تو اظهار به مې کولو ، آزاد نظمونه مې هم لیکلي دي چې یونس خليل او رسا به يې ستاینه کوله . د ر سا ډیره زیاته مطالعه وه ، د غنی خان شاعرۍ کښې هم ډیر څه شته خو درهغه مطالعه نه وه ، بلکې په دغه وخت کې بغير د رسا نه د چا هم خصوصي مطالعه نه وه . اکثرو دیني او مذهبي غوندې مطالعه لرله . غنی د علامه اقبال د بانگ درا نه ډیره استفاده کړې ده ، د غنی دا شعرونه چې پکښې بې ويلي
دی !
حسن له زوال شته ، مینه نه لری زوال » د علامه اقبال د بانگ درا نه یو نظم ترجمه شوی دی ، زما خیال دی چې علامه اقبال هم دبانگ درا نه پس ښه شاعري نه ده کړې او غنی خان هم
د وړومبۍ شاعرۍ نه پس يې تبیلغ شروع کړو ، اقبال د اسلام تبلیغ شروع کرو او اصل شاعري ترې پاتې شوه او غنی خان هم د اسلام او پښتون تبلیغات کړي دي او ترانې يې ليکلې دي خو شاعري پکښې ډیره کمه ده ، زما په خیال چې چا ته افاقي شاعر ویل پکار دي هغه غالب دی . د غالب شعرونه د متل به طور استعماليږي هر ښه شعر د متل ځای نیسی، غنی خان د اقبال نه علاوه د عمر خیام وغیره نه هم متاثره وو ، نو ما به دغه رنګ شاعري کوله ، د تعلیم نه پس ریډیو ته د ملازم په حیثیت را غلم دلته می هم د شعر و شاعری شغل جاری وو ، تقریباً دوه ویشت کاله مې ريډيو كښې ملازمت وکړو خو دلته مې هم دا محسوس کړه چې مونږ آزاد نه یو ، انسان غلام دی او زما درغلامۍ ماحول کښې سا ډوبيږي ، بس ریډیو نه می هم استعفی ورکړه ځکه چې دغه ماحول کښې څوک د خپلو هیروګانو قدر نه شي کولی . د خپل قام لوی شخصیتونه ستایلی نه شي او زما خو دا نظریه ده چی هر قام آزاد پیدا دی نو ځکه مې د دغه پابند ماحول نه ځان آزاد ماحول ته راوستو . زه چې څنګه پښتون آزاد غواړم . دغه شان پنجابی ، سندهی او بلوچی هم آزاد غواړم زه د انسان د پابند ساتلو قایل نه یم ، ریډیو نه مې چې کله استعفى ورکړې ده هغې نه پس مې دريډيو مخه نه ده کړې ، کلي کې مې هم ژوند تیرول خوښ نه وو ، ځکه چې ماته د خلقو له خوا دې خان خان ویلو مزه نه راکوله بس د کلي نه هم را ووتم او د ښار ماحول کښې مې يو خواته ځان میشته کړو. ریډیو نه د استعفی کیدو نه پس مې بل څه کار نه دی کړی ، بس خپل د شعر و شاعرۍ شغل سره مشغول یم او زما په خیال هم دې کښې ما ته سکون دی ، هم دې دپاره می تنهایی هم ډیره خوښه ده .
پوښتنه :
د فن پحقله ستاسو څه تصور دی ؟
ځواب :
فن کښې د ازم قائل نه يم ، فن آزاد او افاقي پکار دی ، زما په خیال فن تبلیغ نه منی په تیچنګ او پرمختګ کښی فرق دی فن یو پیغام خو درکوی ولی تبلیغ پکښې نه ځاييږي ، مثلا د اقبال دبانگ درا نه پس شاعري د اسلام تبلیغ دی ، فن يکښي ډير کم لیدی شی ، وروستو اقبال د نيچي او نورو مغربی فلسفیانو نه متاثر شو او ایګو ، خودی او اسلام یی خپل کړل خو فن ترې پاتې شو ، دغه شان فیض احمد فیض چې په « نقش فریادي کښې کوم فن پیش کړی دی وروستو ترې پاتې شوی دی او د کمیونیزم وغیره نه متاثر شوی دی او د هغي تبليغ يې کړی دی. که څوک حمد لیکي با نعت لیکي نو په مسلمانانو کښې به د خلقو خوښ وي ، که مرثیه لیکي د شیعه ګانو به خوښ وي او که دبلې کومې فرقې يا ګروپ نمایندګي کوی نو هغوئ کښی به محبوب وي خو ښه فن د دې هر څه نه آزاد وي او د ټول انسانیت علمبردار وي که هغوئ هر مذهب او فرقې سره تعلق لري خو ښه فن یې ترجماني کوي ، لکه د غالب شاعري .
پوښتنه :
فن او ژوند څه نسبت لري ؟
ځواب :
فن او ژوند هیڅکله هم بیلیدی نه شی ، فن به خامخا د ژوند ترجمان وي ، د ترقی پسند ادب اصطلاح هم زما خوښه نه ده ، ولې فيض ترقی پسند وو او غالب نه و ، د هر چانه زیات خو غالب ترقی پسند وو نوزه وایم چې فن خامخا د ژوند عکاس پکار دی ګنې ښه فن نه دی .
پوښتنه :
تاسو خپله شاعري يا فن د چا نه متاثر ګڼئ؟
ځواب :
زما د شاعری پحقله چې تا لیکلي دي چې د بايرن نه متاثره ده نو په دې خبره زه خوشحاله شوم خو بایرن په دې نقطه نظر ما تر اوسه نه دی لوستی او نه ترې زما شاعري متاثره ده — ز ما انګریزي هم کتابي ده ، زه دومره زیات په انګریزۍ پوهیږم هم نه — دغه شان را ته يو ځل ولی خان ویلي وو چې ستا شاعريرملټن نه متاثره ده خو زما په خیال د ولی خان دومره ادبی مطالعه نشته نوځکه زه ستا او د ولي خان دواړو سره اتفاق نه لرم .
پوښتنه :
په عالمي ادب کښې ستاسو د چا فن خوښ دی ؟
ځواب :
زما د اردو او پښتو مطالعه کمه ده خو چې څه مې لوستي دي په هغې كښي مي غالب ډیر خوښ دی. په نثر کې مې منټو خوښ دی او دانګریزۍ څه مخصوص شاعر مې نه دې خوښ کړی ، هر چا چې خوند راکړی دی خوشړشوی می دی .
پوښتنه —
تاسو په فن کښې د کومې عقيدي خورونه کوئ ؟
ځواب :
په فن کښې د عقيدي د تبليغ قايل نه يم . البته پخپله د بده مت او انسان شاعریم . مینه پسند او امن پسند انسان يم؛ انسان پرست يم ، حسن پرست یم ، د ذهني مساواتو قایل نه یم ، انسان صرف په خیال اوچت ګڼم . دنیچر مطالعه کول مې خوښ دي، زما په خیال مذهب د ثقافت برخه ده. ثقافت د مذهب برخه نه ده، خو زه خپله شاعري د دې قسمه هر سوچ نه آزاده کوم– انسان مې هغه خوښ دی چې په انسان احسان وکړي د انسان د تعمیر دپاره څه کار وکړي که هغه د هر مذهب سره تعلق لري . ډاکټر فیمن مې په دې خوښ دی چې د انټی بیاټک موجد دی : نهرو او مهاتما ګاندهي می هم د انساني خیر خواه په حيث ډیر خوښ دي او بيا خصوصاً باچا خان د انسان د بقا دپاره چې کومې قربانۍ ورکړې دي د هغې ډير زيات قايل يم .
پوښتنه :
سیاست سره مو تر کومه حده تعلق پاتی شوی دی؟
ځواب :
زه صرف د نظريې تر حده سیاست سره تعلق لرم او نظريه مي د باچاخان ډیره خوښه وه . باچاخان به هر انسان ته په یو نظر کتل . په خپل فوج کښې يې د معمولي نسل خلقو ته غتي عهدې ورکولې چې دوئ د احساس کمترۍ ښکار نه شي. باچاخان مسلمان وو خوتنګ نظره نه وو ، هغه به دا هم ویل چې زه د پاکستان مخالف نه یم ، بلکې زه خو دا وایم چې دومره کمه رقبه کښې دومره زیات مسلمانان نه شي ځای کیدی ، باچاخان د سیاسی لیډر نه علاوه روحاني مشر هم وو او خلقو به ورته ډیر په درنه سترګه کتل ، زما هم د باچاخان دغه رويه خوښه وه چې هر انسان ته یې خپل حق ورکولو ، باقی که ما له څوک غته سزا را کول غواړي نو ماته دې سياسي عهده راکړي ، د وزیر اعظم ګورنر او نورې سياسي عهدې ما دپاره یوه سزا ده ، یو قید دی ، دغه قسمه سیاست نه زما خوښ دی او نه خپل ژوند ورکولی شم .
پوښتنه :
ستاسو په خیال یوه ژبه او ادب څنګه ترقي کولی شی ؟
ځواب :
زه خو وایم چې ژبه په زور او زر ترقي کوي — کومې ژبې ته چې د زرو سرپرستي حاصله وي او يا ورسره د زور سرپرستي وي نو هغه ضرور ترقي کولی شي- فارسي ژبی سره دا دواړه څیزونه وو . ځکه هغې ډیره زیاته ترقی وکړه مونږ چې متل وایو چې مړه خيته فارسي وايي ، نو مطلب يې دا دی چی فارسیوان په خيټه ماړه خلق دي– مغلو هم فارسۍ ته ډيره وده ورکړې ده ، دغه شان دانکریز ثقافت او ادب هم و منلی شو ځکه چې زور او زر ورسره وو خو پښتو ژبې ته نه پخوانو بادشاهانو توجه کړې ده او نه ورته اوس سرپرستي حاصله ده . په ادب کښې نن خلق دانګریزي او فارسي د شاعرانو مثالونه ورکوي خو د خوشحال ، رحمان او شيدا مثال څوک هم نه ورکوي داځکه چې دې ژبې سره زر او زور نه پخوا وو او نه اوس شته .
پوښتنه :
د پښتو د موسیقۍ په حقله مو څه خیال دی ؟
ځواب :
د پښتو شاعري او موسیقي دواړه یو څیز دی ، دواړه د نورو ژیو د موسیقۍ او شاعرۍ نه بیخی جلا دي ، مثلاً د پښتو ټپه چې کومه موسیقي او وزن لري ديوې ژبې موسیقي هم ورسره سیالي نه شي کولی ، دغسې بدله نیمکی ، چاربیته وغیره هم خپله خاص موسیقي لري . د رحمان بابا کلام ته چې خلق رباعي وايي نو دا خو رباعۍ نه دي ځکه چې رباعي خو د ربع نه ده او څلور مصرعو ته وايي خو د رحمان بابا غزلو ته چې رباعي ويلی شي دا د رباعۍ د خاص موسیقۍ به وجه– نو زه وایم چې د پښتو د شاعرۍ غوندې يې موسیقي هم ځانله رنګ لري .
پوښتنه :
سرکاری ادارې تر کومه حده د پښتو خدمت کوی ؟
ځواب :
پښتو اکیدمۍ ته زه په ټول عمر کښې دوه درې ځله تلی یم . د کار نه يې خبر نه یم خير خو دوئ کښې به سید انوار الحق کاکاخیل د پښتو لغت لیکلو نو ما يو ورځ مولانا عبدالقادر ته هم ووې چې تاسو په اکیډمۍ کښې په ناسته څنګه د پښتو لغت ليكئ ، ټکي خو د هرې سیمې جدا جدا وي ، تاسو ورپسې خومره وګرځیدئ — بله خبره دا ده چې دا دومره بوډا سټاف به په مختلفو علاقو لغت دپاره څنګه وګرځي ، دې د پاره خو ځوان زلمي خلق پکار دي او يو کس دوه نه ، بلکې پوره تیم پکاردی ؛ هله به لغت ليكل صحيح وي . داسې په اکیډمۍ کښې په ارام ناستې سره تاسو د مختلفو سيمو د خلقو نمايندګي څنګه کولی شئ ، دغه شان د نورو ادارو حال هم دی– نو زما خیال دی چې پښتو ته
هیڅوک توجه نه کوي.
پوښتنه :
تاسو نثر ته ډیره کمه توجه کړې ده ، څه وجه کیدی شی ؟ ځواب :
نثر لیکلو سره زما فطري شوق نشته ، پخوا مې څو ډرامې ليکلې وې خو په هغې مې هم هسې ځان مشغولولو دغه ډرامې چاپ هم شوي خو بيا مې لوستې هم نه دي البته يو بل څيز مې اوس په نثر کې ليکلی دی چې په هغې کښې مې کوشش کړی دی چې په فیکشن کښې د فلسفې درس ورکړی شی ، بلکې دا ويل پکار دي چې دا کتاب د « ټو تیچ فلاسفی ان فيکشن مصداق دی . دغه To teach Philosophy in Fection ، فیکشن کتاب کښې کردار نګاري هم شته او د ډرامې او افسانې يو ګډون غوندې دی . کتابت یې شوی دی خو لا چاپ نه دی- دې نه علاوه د نثر نورو قسمونو لیکلو ته می زړه نه کيږي . دا مې هم د فلسفې د تدریس لپاره لیکلی دی .
پوښتنه :
ستاسو په خیال د انسان او نورو مخلوقاتو د تخلیق مقصد شه دی ؟
ځواب :
زما خیال دی چې دا څومره مخلوقات دې دنيا کښې تخليق شوي دي ، د دوئ د تخليق مقصد راته څه عجيبه غوندې ښکاري ، ځکه چې کله کله زه ووینم چې يو زورور او غټ ځناور وړوکی او کمزوری ځناور وخوري نو زه فکر کوم چې د وړوکي ځناور د تخلیق مقصد دا وو ؟ دغه شان چې انسان هم بل انسان وژني نو حيران شم چې د مقتول انسان د تخلیق مقصد د وو چې په هغه دې ژوند تنګ شي ، د تخليق مقصد چې هر څه دی خو زه د زورور ظلم په کمزوري زیاتی ګنم او دا نه شم لیدی — هر تخلیق ته د خپل ژوند نه تسکین
او مزه اخیستل پکار دي .
پوښتنه :
د حسن په حقله ستاسو څه تصور دی ؟
ځواب :
د حسن په حقله دهر چا تصور جدا وي ، د افريقې د خلقو د حسن تصور سپین نه دی، هغوئ ته چې د حضرت عیسی او مریم مجسمې وښودلی شوې چې دا پیغمبر دی او تاسو عیسایان شئ نو هغوئ ووې چې دا مجسمې خو سپينې دي مونږ دا پيغمبر نه منو . خو کله چې دغه مجسمو ته تور رنګ ورکړی شو نو د افریقې خلقو پیغمبر ومنلو او عیسایان شول ، دا ځکه چې دهغوئ د حسن تصور په تور رنګ کښی وو د ښځې خربیلی سر او غتې شونډې هم د هغوئ دحسن تصور دی ، نو ځکه زه وايم چې د هرې سيمې او هر قوم د خلقو د حسن معیار جدا وي ، زه خپله هم د حسن يو تصور لرم ، روحاني حسن مې ډير خوښيږي ، کله چې ځان روحاني طور محتاج محسوس کړم نو عبادت ته مې ډیر زړه کيږي چې د حسن عبادت و کړم ، دښځې حسن نه ډير زيات متاثره یم ، ډارون چې د انسان پحقله ويلي دي چې دی د بيزو يا شادو ترقی یافته شکل دی نوزه ورسره اتفاق نه کوم زما په خیال که هر څوک د بیزو اولاد وي خو دومره ښکلې ښځې د بیزو اولاد هیڅکله نه شي کیدی . حسن زما په خیال د روح غذا ده –دې نه علاوه د فطرت په مطالعه او مشاهده کښې هم یو حسن او تسکین پروت دی، موسیقۍ اوریدو کښې یو خپل خوند دی او بیا ما د پاره خو د بده مت با مهاتما بده پحقله تصور او مطالعه او مشاهده کښې چې کوم تسکین دی بل څه کښې نشته نو ځکه زه ځانته حسن پرست او انسان پرست وايم .