د انساني ټولنې د پيژنګلو ډيرې نخښې وي چې يوه يې کلتوري حواله هم ده- کلتور پخپله ډير پراخ مفهوم لرې چې يو اړخ يې د اتڼ يا رقص هم دی- د سندهيانو جمالو پنجابيانو بنګړه سرايکيانو جهومر او بلوچانو د رقص نه علاوه هم د انساني ټولنو يا قامونو دغسې د پيژندګلو حوالې شته خو دغو ټولو کښې د پښتنو اتڼ زيات منظم مرتب او جمالياني رنګ ښايي- زمونږ د پښتو په کلاسيکي ادب کښې هم د خوشحال بابا رحمان بابا او کاظم خان شيدا غوندې سترو شاعرانو د اتڼ يا رقص يادونه کړې ده-
اتڼ د پښتنو د قبايلي ژوند زيږنده دی يعنې کله چې پښتنو په غريزو سيمو کښې د مختلفو قبيلو په شکل ژوند کولو- دا که د زرګونو نه وي نو د سوونو کلونو تاريخ خو ضرور لري ځکه چې پښتانه د زړګونو يا سوونو کلونو راسې د شهري ژوند نه لرې په قبيلوي ژوند کښې پاتې شوي دي– د پښتنو يوه پيژندګلو د هغوئ جنګجو مزاج او شجاعت هم دی چې دغه اتڼ به يې د جنګي مشق حيثيت لرلو– يو خوا ورزش او د وينې ګرمول او بل خوا د اتڼ دوران کښې د ځوانمردۍ سندرو وييلو سره حوصله اوچتول او جذبات ګرمول به د اتڼ بنيادي موخه او برخه وه– وروستو اتڼ د کلتوري دود شکل واخستو چې افغانستان کښې قندهار يې لوې مرکز وو- او دغسې د پښتنو نورو قبايلي سيمو ته هم دغه دود وغزيدو– نن هم د اتڼ په وخت لاسونو کښې تورې شرنګول د هغه جنګي رياضت نخښې ښايي– افغانستان کښې د اتڼ درې غټ قسمونه دي– وردګی– لوګری– او خوستي– تر دې چې پکتيا لغمان او نورو سيمو کښې هم خپل رنګ او اهنګ لري چې زمونږ د جنوبي پښتونخوا په دود او کلتور يې هم اغيزې کړې دي- دغه شان زمونږ د محسودو او وزيرو اتڼ نن هم د کمال دی– د خټکو رقص داسې سرکاري غوندې حيثيت اختيار کړی دی خو د محسودو اتڼ نن هم په اصلي شکل شته چې ورسره وزيرو بيټنو داوړو او ځنو نورو قبيلو هم دغه لار پاللې ده — له بده مرغه زمونږ په شهري ژوند او هوارو سيمو کښې نه خو د اتڼ روايت شته او نه چا له اتڼ ورځي– لږه د حيرانۍ خبره دا هم ده چې زمونږ د پښتونخوا په نورو قباييلي سيمو لکه مومندو اپريدو شنوارو ملاګورو باجوړو او نورو ډيرو قبيلو کښې د اتڼ روايت ولې هغسې نه دی لکه په وزيرستان کښې چې دی- په وزيرستان کښې خو لکه د قندهار د ځوانانو نه پرته پيغلې هم د خوشحالۍ او واده ښادۍ په موقع هم هغسې رقص کوي کوم ته چې ملي او کلتوري اتڼ وايي- پيغلې او ځوانان خو څه چې زاړه او بوډاګان ملکان مشران يې هم کوي- دا ښه ده چې په پوهنتونونو او تعليمي ادارو کښې د قباييلي پښتنو سره اوس د نورو هوارو سيمو پښتانه هم د اتڼ سره اشنا شو– تر دې چې په غير پښتنو يې هم اغيزې وشوې- که ټول يې کولی نه هم شي خو هغسې سپک نظر خو به ورته نه کوي لکه ځنې ښاريانو پښتنو به چې کولو- په مذهبي تناظر کښې هم په هر عمل کښې د بې حيايۍ اجازت نشته خو يواځې اتڼ کښې نه بلکې د ژوند په هره څانګه کښې- خو مونږ ګورو چې اتڼ کښې تاريخ او روايت د بې حيايۍ نه دی بلکې د ځوانمردۍ او کلتوري دود دی- ځکه په مذهبي تناظر کښې هم د طالبانو اتڼ يو ځان له تناظر لري- بايد چې په دغه ټول تناظر ېي مونږ پوهه شو-
