علمي ملحدیت هغې ته وائي چې څوک د الله تعالیٰ د موجودیت پۀ اړه شک ؤلري ، دغه خلق نظریاتي سائینسدانان اؤ فیلسوف پوهان د ګوتو پۀ شمار پۀ نړۍ کښې پېژندلے شي خو د الله تعالیٰ پۀ حقله علمـــــــــي وسوسه زېږېدل څۀ نا اشنا خبره نۀ ده بلکې دغه عین ایمان دے لکه څنګه چې پۀ روایاتو کښې راځي خو دغه تشکیک اؤ وسوسې به عین “الحاد” هله وي چې تر څو ئې پۀ زړۀ کښې ابدي کور نۀ وي جوړ کړے لکه څنګه چې نن سبا دغې الحاد پۀ زړۀ کښې کور جوړ کړے اؤ لۀ دغې امله ئې د قلم ژبې ته هم سپارښتنه شوې ده.
ثانیًا اروايي یا نفساني الحاد دے چې پۀ هره ټولنه کښې شتون لري. داسې خلق د الله تعالیٰ د موجودیت پۀ اړه شک و شبهات پۀ علمي توګه خو نۀ لري البته د خپل نفس د خواهشاتو پۀ سبب د الله تعالیٰ پۀ حقله د شک و شبهاتو ښکار شي، دا ډول اروايي ملحد خپل ځان غولوي اؤ خپل شک و شبهات لۀ د پوهې، منطق اؤ علم نوم ورکوي اؤ غواړي چې د خپلو خواهشاتو د پاره هر خنډ لۀ مخه لر کړي نو ځکه دغه الحاد د نفسیاتي ستونزو له امله وي اؤ بله دویمه وجه ئې د دیني یا مذهبي خلقو د غلط چلند پۀ عکس العمل کښې مخې ته راځي.
کۀ فیلسوف برائې فیلسوف وي اؤ کۀ د سائینس فیلسوف وي خو د علمي ملحدیت علّت هم دغه فیلسوف کيدې شي، پۀ قدیم دور کښې اؤ قرونِ وسطیٰ کښې د علمي ملحدیّت سبب فیلسوف اؤ منطق وۀ اؤ پۀ نن دور کښې د علمي ملحدیّت سبب ايډیالوجیک سائینس دے، له دې امله پۀ دې وخت کښې فیلسوف ردول بې معنې دي خو ايډیالوجیک سائينس باندې رد د وخت ضرورت دے ، ځکه چې د اسټیون هاکنګ، رچرډ ډاکنز اؤ کارل ساګا پۀ دور کښې کانټ اؤ نطشے لۀ جواب اؤ دلیل
ورکول لا یعقل اؤ بې معنې دي.
کۀ مونږ فکر وکړو نو نن هم بې شمېره خلق د ارسطو منطق اؤ د کانټ د عقل دلیلونه پۀ بحث کښې وړاندې کوي خو د سټيون هاکنګ کتاب The Grand Design چې د يو ارب څخه زیاتې کاپۍ ئې وپلورل شوې پۀ مقدمه کښې لیکي چې فلسفه مړه ده اؤ نن مونږ پۀ سائینسي دور کښې ساه اخلو نو د خبرې موخه مې دا ده چې الحاد د مغربي تمدّن څخه وارد شوے اؤ زمونږ پۀ چاپیرچل خصوصًا ادیبانو کښې د سائینس د فلسفې د مطالعې، اؤ د انګلیسي د ادب د مطالعې د لارې راننوتې دے چرته چې پۀ ایمان کمزوري د تشویش ښکار شي.
دغسې د ذهني اؤ نفساني الحاد تحلیل هم ضروري دے چې یوه وجه ئې د فلسفې د بحثونو مطالعه ده. د انسان فکري جوړښت داسې دے کۀ چرې څوک ټوله ورځ د چرګانو پۀ اړه لوستل وکړي نو پۀ خوب کښې به ورته هم د شپې چرګان ښکاري نو دغسې کۀ څوک د خدائې د شتون پۀ اړه مشکوک ادب ؤلولي نو پۀ خوب کښې به هم د دغې تذبذب اؤ تشکیک ښکار وي نو پۀ دې خاطر الحاد د انسان فطري ستونزه نۀ ده بلکې اسباب ئې خارجي دي.
خیام یوسفزے