Attaullah Jan Poetry 0

زړۀ لــــه مستي ستا د  نظر  لــــۀ  شرارته  اخلم

زړۀ لــــه مستي ستا د  نظر  لــــۀ  شرارته  اخلم
د ژوند خواږۀ ستا د سرو شوندو لۀ خوږلته اخلم
يقين مې نۀ راځي کۀ داسې په جنت کښې هم وي
ياره چې کـــوم  خوندونه  ستا  لۀ  نزديکته  اخلم
زۀ په ژوندون مئين يم زۀ خودکشي څنګه اوکړم
نه دا به ګرانه  شي  چې  لاس  لــۀ  محبته  اخلم
داسې اوتر يم لکه څه چې وي ورک شوي  رانه
يو  قــــدم  بره  اخلم  بل  قــــدم  په  ښکته  اخلم
د  ښائستونو  بازارونه  دي  اباد  وي  مــــــــدام
ځينې  غمونه  په  کښې  زۀ  بې  ضرورته  اخلم
په اضطراب کښې يم  خوشحاله  خود ازاره  يمه
جانه بلهــــا مزه  لـــــــۀ  دغــــــــه  کېفيته  اخلم

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ