0

برګري مسلمان او 72 فرقې

په دې نړۍ کې د پاڅه شپېته مسلمان هیوادونه دي ، په دې هیوادونو کښې تر ټولو خوشحاله ترکي ، ملایزیا او د خلیج هیوادونه دي . ما ملایزیا ته چکر لګولے د دغې ځائے د اولس سره مې په بلها موضوعاتو بحثونه کړي نه پکښې فرقې شته نه د سر **** تن سی جدا خبرې .او نه پکې نفرت
تېر کال زه دوه وارې ترکی ته لاړم تاسو یقین وکړئ چې څومره پرامنه اسلامي فضا ما هغلته لیدلی د هغې مثال په نړۍ کې نشته نه پکې فرقې شته او نه مذهبي تنګ نظری
د ترکیې د سفر نه پس لاړم مراکو(مراکش) ته دا زما مراکو ته په تېرو دوه کلونو کې دریم سفر وو ، په اخری وار مې د مراکش د صحرا سره نژدې په تفراوت نومې کلي کې شپه وه سهار چې اذان وشو نو په اوریدلو مې روح ته سکون راغے او بدن ته ئې راله نوې ساه وروبخښله .
د دې نه وړاندې ما د الجزایر او تيونس چکرې هم لګولي په والله که نه پکښې فرقې وي نه پکې مذهبي منافرت او نه برګري مسلماني .
برګري مسلماني هغه ده که یو نارینه په بازار کې برقه په مخ راوچوله او یواځې روان شو نو دغه برګریان به پسې داسې شاته روان وي لکه مچان چې په سخا خوراک تعقیبوي ، خو چې سوشل میډیا ته شي نو مولا شي بیا چې څوک سوال پورته کوی د خپل تاریخ کلتور خبره کوی نو په والله بالله که دې ترې بل غټ ترهګر ولیدلو بیا سوال کونکو ته د دینه بیزاره وائي
حالانکې دوي خپله د ژوند نه بېزاره دي دین ئې لا لرې خبره ده .
دوه اویا فرقې صرف په پاکستان کښې دي او دې ټولو پاکستاني ولس ته خپلې خپلې انجکشنې لګولي .
تیر کال مې د مراکش په اګادیر ښار کښې په مسجد لبنان کې د جمعې لمونځ ادا کړو د مولا په خبرو کې ئې انتهائي اثر وو حتا که زما عربي هم کمزورې وه .
چې رابهر شوم ماته د کراچۍ یوه کوڅه راپه یاد کړه چې د بریلیانو او اهل حدیثو جوماتونه یو بل ته مخامخ وو ، د یو بل سره په نفرت کښې به ترې دومره رامباړې راوچتې شوې تابه ویل لکه چې ورځ د محشر ده د جزا او سزا فریښتې ګناه ګاران په ځنځیرونو تړي .
مذهبي منافرت او 72 فرقې په والله که په صومالیه او سوډان کښې هم وي ، دا صرف په مملکت خداد پاکستان کښې دي او هم دوي د ولس ذهنونه تنګ کړي ، او هره یوه خپل لارې له حق جواز دا لټوي چې په اخره زمانه کې به 72 فرقې وي او صرف یوه به په حقه وي او هره یوه دا پوخ یقین لري چې هغه حق فرقه یواځې موږه یو،
دوي د ولس ذهنونه دومره تنګ کړي چې د دوي او د قیامت تر مینځ هره ورځ دومره فاصله وي لکه د پیاز پټ . په والله که نه دا قام جوړ شو نه یې دا هیواد .
امير يوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ