Bipolar Disorder 0

دوه قطبي بې نظمي Bipolar Disorder

د مزغو دا عامه بيماري عموماً د شلو کالو پۀ عمر کښې شورو کيږي او پۀ سلو کښې يو تن متاثره کوي – پۀ دې ناروغتيا کښې د مريض طبيعت د يو حالت نه بل حالت ته بدليږي –
پۀ اولني حالت mania کښې خوشاله او د توانائي نه ډک وي – پۀ مخه بې تسلسله خبرې کوي – د يوې خبرې نه بل ته ټوپ وهي – قار ورله هم ډېر ورځي ، شپۀ او ورز ګرځي – نۀ ورله خوب ورځي او نۀ ستړے کيږي – بيا څۀ موده ښۀ وي – خپل کار روزګار هم کوي – او حالت ئې برابر وي – د هغې نه‌ پس پرې بيا د ډپرېشن حالت راشي – دے بيا غلے يواځې ناست وي ، خبرې نۀ کوي ، د خلکو نه وېزاره وي ، پۀ نۀ څۀ خبره ژاړي او د ځان وژنې سوچونه هم کوي –
علامې ئې د يو خيالي تصور له وجې ښکاره کيږي – چې ورته ډيليوژن يا فرضي خيالونه وائي – پۀ دې دوه قطبي بې نظمۍ کښې د ډيليوژن ډېر قسمونه دي خو دا لانديني دوه پکښې ډېر عام دي –
#ګرېنډايز ډيليوژن : پۀ دې کښې مريض ته ځان يو ډېر لوئے طاقتور يا اسماني مخلوق ښکاري – د دوي دا يقين خاص شي چې دوي د ډېر لوئے مقصد‌ له پاره رالېږلے شوي دي – اکثر پرې مذهبي خيالات حاوي وي – د #پېغمبرۍ يا #خدايئ دعوا هم کولے شي – يا خيال کوي چې زما سره پۀ بينک کښې پۀ اربونو ډالرې دي يا زۀ لوئے سائنسدان يم –
#پېرانائډ ډېليوژن : پۀ دې کښې د مريض دا يقين خاص شي – چې بل سړے ماته نقصان رسوي او يا راته د نقصان رسولو سازش کوي – دا خپل او پردے هر څوک کېدے شي – يا دا خيال کوي چې حکومت زما پۀ مزغو کښې چيپ لګولے دے او زما حرکات نوټ کوي – يا دا پلانے سړے پۀ هره لار ما څاري ، پۀ ما راپسې وي او ما تختوي يا راته پلاني پلاني پۀ خوراک کښې زهر اچولي دي او ما وژني يا زۀ مرمه –
د دې نه علاوه نور قسمونه ئې هم دي – لکه
#حسد : پۀ دې کښې مريض يا مريضه د خپل ژوند پۀ ملګري شکمن وي چې د دې د نورو خلکو سره تعلقات دي – ولې ئې ناوخته کړۀ – چرته تلے وۀ يا تلې وه – بار بار د هغه / هغې فون لټول ، اي مېلې چيک کول – يا دا خيال څوک ورسره بهر وو ، چا سره ئې خبرې کولې وغېره
#ګناهګار : پۀ دې کښې مريض ته هر زياتي ، ظلم او آفت ذمه وار ځان ښکاري – کۀ طوفان شي کۀ زلزله شي کۀ دماکه وغېره نو دے دا ګڼي چې زۀ يې ذمه وار یم –
#_خوشفهمي : پۀ دې کښې د يو غټ سليبريټي يا بل مشهور کس پۀ ځان د مېندو خيال کوي – چې ماته مېسجونه کوي يا راسره رابطه ساتي وغېره
#_طبعي : پۀ دې کښې مريض پۀ ځان د يوې خاص يا ډېرو بيمارو شک کوي – کۀ د چا سره لاس مېلاو کړي بيا پة مخه لاسونه وينځي – يا وايي پۀ ما باندې چینجي او نور حشرات ګرځي يا ماته کېنسر دے وغېره
#_وجوهات
د مزغو کېميکلز يا نيورو ټرانسميټر چې د يو اعصابي سيل نه بل ته پېغامات لېږي – پۀ دې بیمارۍ کښې د دوي تناسب خراب شي او مزغو ته د روغو پېغامونو پۀ ځائے ګډ وډ پېغامونه لېږل شورو کړي – د دې نه علاوه سټرېس ، يواځي والے ، د نظر او غوږونو بيمارئ ، دوايانې او شراب نوشي وغېره ئې هم سبب جوړېدے شي –
#_يادګېرنه
کۀ تاسو چرې د دې قسمه خلکو سره مخامخ شئ نو د هغو سره بحث مۀ کوئ – ځکه چې هغه مريضان وي – د هغو خبره پۀ قلاره واورئ – او کوشش کوئ چې پۀ هغو باندې دغه موضوع‌ بدله کړئ – او کۀ ضروري وي نو يو پرامنه ځائے ته ئې ورسوئ – بيا پرې د کور خلک يا پوليس خبر کړئ – چې دوي ځان ته يا نورو خلکو ته نقصان ونۀ رسوي –
#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ