د رحمان بابا د پيدايش او وفات په کلونو دغه مقاله ما د قلندر مومند صاحب د موقف په جواب کښې خپله د زلميتوب په زمانه کښې دوه کم ديرش کاله پخوا ليکلې وه چې هم هغه دور کښې مې د قلندر صاحب موجودګۍ کښې د ساهو ليکونکيو مرکه کښې تنقيد ته وړاندې کړې وه- بيا د کراچۍ په جرس مجله کښې چاپ شوه بيا په اميل مجله رحمان بابا ځانګړې ګڼه کښې چاپ شوه- اوس يې د اميل ادارې يوې يادګيرنې سره خپلو د فيسبک ملګرو سره هم شريکول غواړم- مقاله اوږده ده ذوق لرونکي ملګري يې ښه په قلاره وګورئ او د قلندر مومند صاحب او زما د موقف په اړه خپله ازاده راې هم قايمولی شئ-
يادګيرنه: دا مقاله په “درې مياشتنۍ جرس کراچۍ” اکتوبر_دسمبر ١٩٩٧ء کښې د ٦١ نه تر ٨١ مخ پورې چاپ ده. په دې کښې چې د املاء کومې غلطۍ وې دلته د هغې تصحيح وکړے شوه. ورسره د د رحمان بابا د پېدائش د کال په اړه چې د قياساتو په ضمن کښې کومې سهوې شوې وې د هغې هم درستګي وشوه. د رحمان بابا د پېدائش او وفات په اړه چې کومې څېړنې شوې وې د هغې يو انتقادي جاج په دې مقاله کښې اخستے شوے دے او د داخلي او خارجي سندونو په اساس د رحمان بابا د پېدائش او وفات په کلونو زړۀ پورې بحث شوے دے. (اداره)
پټه خزانه کښې محمد هوتک بن داؤد د رحمان بابا د پېدائش کال ١٠٤٢هـ او د وفات کال ١١١٨هـ ليکلے دے (١)
په دې دواړو کلونو وړومبے تنقيد مرحوم دوست محمد خان کامل مومند کړے دے (٢).په دې حقله ښاغليو تقويم الحق کاکاخېل، حبيب الله رفيع او قلندر مومند هم مقالې وليکلې. (٣)
په دغه مقالو کښې د قلندرصېب مقاله ” د رحمٰن باباد پېدائش او وفات کلونه” زمونږ د بحث بنيادي محرک دے.
قلندر صېب د يو اوږد بحث او خپلو دليلونو پېش کولو نه پس د رحمان بابا د پېدائش کال ١٠٨١هـ او د وفات کال ١١٦٣هـ ښودلے دے.(٤)
که مونږ د قلندر صېب ښودلي شوي دغه کلونه صحيح يا صحيح تاريخونو ته نزدې وګڼو نو ځنې تاريخي شواهد او واقعات به د دې مرسته ونۀ کړي. د قلندر صېب د اساسي د ليل له مخه د هغۀ خيال دے چې:
” که په ١١١٩هـ کښې مونږ د رحمان بابا عمر ٥٥ کاله فرض کړونو د رحمان بابا د پېدائش کال (به) ١٠٦٤هـ راوځي او که داسې وي د خوشحال بابا د وفات په وخت ١١٠٠ هجري کښې به د رحمان بابا عمر ٣٦ کاله منل پکار وي حالانکې داسې کول به ډېر غلط وي ځکه چې که چرې د خوشحال بابا د مرګ په کال رحمان بابا د شپږ دېرش کالو وے نو دا به ډېره غېر اغلبه خبره وه چې خوشحال بابا به ئې د شاعر په حېث ذکر نۀ کولو. (٥)
د شاعرانو د ذکر په حواله چې قلندر صېب د خوشحال بابا کوم شعرونه پېش کړي دي په هغې کښې د قلندر، واصل او دولت نومونه راغلي دي. دې نه علاوه د خوشحال بابا په کلام کښې د ارزاني خوېشکي، مرزا خان انصاري، او ځينو نورو ليکونکو نومونه هم ذکر شوي دي خو که د قلندر صېب په جوړه کړے شوې دغه فارمولا د شاعرانو د درو تعين کول لازمي وګڼلے شي نو ورسره به د ځينو شاعرانو حېثيت مشکوک شي. که نور هر څۀ په ځائے پرېږدو او صرف د مخلص (صاحبِ ديوان شاعر) ذکر د خوشحال بابا په کلام کښې ولټوؤ نو په نظر به رانۀ شي. خو بيا هم د قلندر صېب په دغه دليل يا رائے بحث پکار دے او دا بحث مونږ په دې طريقه کولے شو.
۱— خوشحال بابا د چا ذکر کړے دے؟ او د چا ئې نۀ دے کړے؟
په دې حقله د محترم تقويم الحق کاکاخېل رائے ډېره وزني ده چې “د خوشحال بابا د شاعرۍ دوه دوره دي. يو د مغلو درباري دور او دوېم د مغلو خلاف د قلمي او عملي مبارزې دور – په وړومبي دور کښې خوشحال بابا د مختلفو شاعرانو ذکر هم کړے دے او د مستۍ او رندۍ شاعري ئې هم کړې ده او بيا دوېم دور کښې ئې محض د مغلو خلاف رزميه او انقلابي شعرونه وئيلي دي ځکه چې د هغۀ ټوله توجه په دغه وخت کښې د مغلو په حاکمانه رويه مرکوزه وه. دې وخت کښې ورسره د شاعرانو تذکرو وغېره د پاره فرصت نۀ وو”. (٦)
په دې حقله مرحوم دوست محمد کامل صېب ليکلي دي چې: ” د خوشحال بابا په علمي او ادبي آثارو کښې د رحمان بابا غوندې باکماله شاعر د ذکر نشتوالے يا خو د خوشحال بابا د مخصوصې وضع دارۍ له کبله دے او يا يو افسوسناک اتفاق دے.”(٧)
د تقويم الحق کاکا خېل او کامل صېب رائے ډېرې موزونې او معقولې دي او له دې نه معلومېږي چې د خوشحال بابا په ژوند هم رحمان بابا د يو ښۀ شاعر په حېث ښۀ مقام پېدا کړے وو او دا خبره مرحوم کامل صېب نور په صراحت سره داسې ليکلې ده:
“له پورتنو سندونو خصوصاً د اشرف خان هجري د نظم نه ښکاره شوه چې د رحمان بابا د شعر شهرت چې کوم وخت په پښتونخوا کښې خور شوے وو نو غالباً چې خوشحال بابا هم حيات وو. دا بيله خبره ده چې خوشحال بابا چې هېڅ ئې له پام، خيال او قلمه نۀ دي پاتې د رحمان بابا او د هغۀ د شاعرانه کمال ذکر په خپلو تصانيفو کښې نۀ کوي.”(٨)
د پښتو د دوؤ سترو محققانو له دغو رايو نه هم معلومېدے شي چې رحمان بابا کم نه کم د ١٠٨١ هـ نه ضرور مخکښې زېږېدلے وو.
۲— رحمان بابا په خپله شاعرۍ کښې د ارزاني خوېشکي، مرزا خان انصاري ، دولت لواڼي او خوشحال خان خټک ذکر کړے دے:
د مرزا د ارزاني دعوې به پرې کا
قدر دان د شاعرانو رحمان راغے
خوشحالا او دولتا مې غلامان دي
زۀ رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم
دا هغه شاعران دي چې شاعري ئې رحمان بابا نه پټه نۀ ده او هغۀ سره نزدې وړاندې دور کښې تېر شوې دي. که چرې د رحمان بابا د پېدائش نېټه د قلندر صېب د تحقيق مطابق ١٠٨١هـ وګڼو او ژوند ئې تر ١١٦٣هجري پورې متعين کړو نو بيا به د دۀ په هم عصرو شاعرانو کښې د اشرف خان هجري، عبدالقادر خان خټک، صدر خان خټک، سکندر خان خټک، عبدالحميد مومند، قلندر او خواجه محمد بنګش نه علاوه ….. مصري خان ګګياڼے، معزالله خان مومند، کامګار خان خټک، سعيد خټک او ځنې نور شاعران هم شمېرو. په داسې حال کښې که رحمان بابا د ارزاني، مرزا، دولت او خوشحال ذکر کوي نو په دغو همعصرو شاعرانو کښې د يو شاعر ذکر هم ولې نۀ کوي؟ خصوصاً په داسې حال کښې چې په دغو کښې ځينو د رحمان بابا شاعرانه عظمت هم منلے او په شعرونو کښې ستائيلے دے. يقيناً چې په داسې حال کښې د دې شاعرانو ذکر نۀ کول به ډېره غېر اغلبه خبره وه. خو اصل صورتِ حال دا دے چې په دغوکښې چې کوم واقعتاً د رحمان بابا همعصر دي د هغوي شاعرانه مقام او شهرت دومره نۀ وو چې رحمان بابا ئې ذکر کړے وے او يا ئې پرې تنقيد کړے وے ځکه چې د رحمان بابا په نزد خو مرزا، دولت، ارزاني او خوشحال هم له دۀ نه اوچت مقام نۀ لري. بيا د دۀ د وروستيو خو هډو سوال نۀ پېدا کېږي او کوم شاعران چې رحمان بابا نه د دور په لحاظ وروستو دي د هغوي د ذکر کولو امکان خو د مخکښې نه ختم شوے دے.
له دې نه هم معلومېږي چې رحمان بابا ١٠٨١هـ نه ضرور مخکښې زېږېدلے دے بلکې په دغه کال خو ئې شاعري هم شروع کړې وه.
٣: اشرف خان هجري د کال ١١٠٠ او ١١٠٦ تر مېنځه د رحمان بابا ذکر د يو پوخ او سنجيده شاعر په حېث کړے دے.
د رحمان په وئيل ځائے د لقب نشه
چې ئې ما شعر منظور کړ معتبر دے
د قلندر صېب د تحقيق مطابق به دا وخت د رحمان بابا عمر ٢٥ کاله وو. او که دا نظم په ١١٠١ هـ کښې وئيلے شوے وے نو بيا به د رحمان بابا عمر شل کاله وو. مونږ به دا ووايو چې دغه وخت کښې به رحمان بابا د شلو او پنځويشتو کالو تر مېنځه وو. که په دې عمر کښې هجري د رحمان بابا ذکر ضروري ګڼي نو بيا د رحمان بابا همعصرو کښې د بل کم شاعر ذکر ولې نۀ کوي؟. لکه چې وړاندې د دغو همعصرو ذکر وشو چې پکښې د حميد بابا، مصري خان ګګياڼي، معزالله خان مومند، کامګار خان خټک، خواجه محمد بنګش او سعيد خټک وغېره نومونه هم شاملېږي. د دې شاعرانو په شاعرانه مقام کښې به څوک شک وکړي. هر کله چې د دې شاعرانو مقام هم اوچت دے او د رحمان بابا همعصر هم دي نو بيا هجري به په هم دغو شعرونو کښې آخر دا شعر څنګه وئيلو چې:
نور قابل د يادو نۀ دي په دا ذېل
نۀ ئې شعر سنجيده نۀ د باور دے
که نور ټول په ځائے پرېږدو نو آخر د حميد بابا، کامګار خټک او مصري خان ګګياڼي شعر به څنګه سنجيده او د باور وړ نۀ وي چې هجري ئې د يادولو قابل نۀ ګڼي.
دې نه ښۀ په آسانه معلومېږي چې رحمان بابا له دغو ټولو شاعرانو نه د عمر او شاعرانه معيار دواړو په لحاظ وړاندې وو او په ١٠٨١هـ کښې د پېدا کېدو په بنياد به ئې عمر دومره کم نۀ وو چې هجري د دۀ د ذکر ضرورت نۀ وے محسوس کړے.
٤: د پښتو ستر شاعر او د خوشحال بابا زوے عبدالقادر خان خټک د رحمان بابا ذکر داسې کړے دے.
زۀ خټک ديار په غم تازه تازه يم
غوريا خېل رحمان که شو ورځنې ستړے (٩)
د مرحوم عقاب خټک په خيال د عبدالقادر خان دا شعر د رحمان بابا په دې شعر د طنز کولو د پاره وئيلے شوے دے چې:
ما له ډېرې ناچارۍ ويار ته شاکړه
سړے عذر دے په ډېره ناچارۍ کښې (١٠)
خو خبره داسې نۀ ده. د دې شعر په پس منظر که غور وکړے شي نو دې نه هم اندازه کېدے شي چې رحمان بابا ١٠٨١هـ نه ضرور مخکښې زېږېدلے وو.
عبدالقادر خان خټک چې دا شعر په کوم غزل کښې وئيلے دے، دا غزل ئې د رحمان بابا د غزل په زمکه ليکلے دے او د رحمان بابا د هغه غزل په شعرونو که غور وکړے شي نو معلومه به شي چې دغه غزل د رحمان بابا د ژوند د وروستۍ برخې غزل دے ځکه چې په دغه غزل کښې هغه خپل مرګ ته اشارې کوي. د هجر کېفيت داسې بيانوي لکه چې ښۀ ئې ورله زړۀ ستړے کړے وي او نور ئې توان نۀ لري. دغه غزل کښې هغه د دنيا خلقو نه هم فرياد کوي او د خپل ژوند نه ئې هم طمع غوڅه شوې ده. د دغه غزل ځينې شعرونه دا دي:
د اشنا له لاسه ناست يم په زړۀ ستړے
په فلوس مې پکار نۀ دے درست وګړے
چې په ژوند ئې طمع پرېکړے شي له ژونده
نور به څۀ باندې ويرېږي سر پرېکړے
له احواله ئې ورو ورو پوښتئ يارانو!
بېلتانۀ د رحمان وار دے خطا کړے (١١)
او دا اندازه د عبدالقادر خان له شعره هم کېږي چې رحمان بابا د يار غمونه دومره عمر وژړل چې نور ترې زړۀ ستړے شو ځکه خو ئې دا مصرعه وئيلې ده چې:
” غورياخېل رحمان که شو ورځنې ستړے”
د وړومبۍ مصرعې نه دا اندازه هم کېږي چې عبدالقادر خان دغه غزل د عمر په وړومبۍ برخه کښې وئيلے دے ځکه چې هغه لا د يار غمونه دومره نۀ دي ليدلي چې لکه د رحمان بابا ترې زړۀ ستړے شي بلکې هغه خو په داسې حال کښې دے چې په دغه غمونو د تازه کېدلو خبره کوي.
دعبدالقادر خان د پېدائش کال ١٠٦٣هـ دے. دۀ که چرې دغه غزل د خپلې شاعرۍ په وړومبۍ برخه کښې وئيلے وي (لکه چې د غزل د اسلوب نه اندازه کېږي) نو تقريباً ١٠٨٥هـ ته نزدې وختونو کښې به ئې وئيلے وي ځکه چې دغه وخت کښې به د دۀ عمر شلو کالو نه اوړېدلے وي. د قلندر صېب د تحقيق تر مخه دې وخت کښې به د رحمان بابا عمر څلور کاله وو او په داسې حال کښې د عبدالقادر خان له خوا د رحمان بابا د غزل په زمکه غزل ليکل څۀ جواز لري او که د ډېر احتياط له مخه د عبدالقادر خان دغه شعر د عمر د وړومبۍ برخې ونۀ منو نو بايد چې دا خبره خو ومنو چې د خوشحال بابا تر مرګه ١١٠٠هـ خو به ئې ضرور وئيلے وي ځکه چې له دې نه پس داسې حالات نۀ وو چې عبدالقادر خان د يار په غم د تازه کېدلو خبره کړے وے. په دې وخت کښې به د عبدالقادر خان عمر درې کم څلوېښت (٣٧) کاله وو او ښۀ پوخ او سنجيده شاعر به وو نو که داسې وي نو بيا هم د قلندر صېب دا خبره غلطېږي چې ګنې د خوشحال بابا په ژوند د رحمان بابا شاعرانه مقام د يادولو جوګه نۀ وو.
دې شعر ته که د يوې جدا زاويې نه وګورو نو شايد چې خبره نوره هم واضحه شي. لکه چې وړاندې مو وئيلي دي چې د رحمان بابا دغه غزل د هغۀ د ژوند د وروستۍ برخې غزل دے. قلندر صېب د رحمان بابا عمر دوه اتيا کاله تخمين کړے دے. ديوان کښې د هغۀ اوږد عمر ته اشارې شته خو د شمېر په لحاظ خپل عمر د ٥٥ نه اوړېدلے ښائي. که د رحمان بابا دغه غزل د اتيا کالو د عمر غزل وګڼو نو د قلندر صېب د تحقيق مطابق به دا غزل په کال ( ١٠٨١ هـ + ٨٠ = ١١٦١ هـ) کښې وئيلے شوے وي. که د دې غزل وئيلو په وخت د رحمان بابا عمر ٥٥ کاله وګڼو نو بيا به دا غزل په کال ( ١٠٨١ هـ + ٥٥ = ١١٣٦) کښې وئيلے شوے وي. نو که ډېر فياضانه قياس هم وکړو او د دې غزل وئيلو په وخت د رحمان بابا عمر ٤٥ کاله وګڼو نو د دې غزل د وئيلو کال به ( ١٠٨١ + ٤٥ _ ١١٢٦ هـ) راوځي. په دې ټولو صورتونو کښې د رحمان بابا د غزل په زمکه د عبدالقادر خان له خوا غزل وئيل د امکان نه خارج خبره ده ځکه چې د کال ١١٢٥هـ نه پس د عبدالقادر خان ژوند د تاريخ نه چرته هم نۀ دے ثابت.
د عبدالقادر خان د يو شعر نه د هغۀ عمر تر ١١٢٥هـ پورې ثابت دے. (١٢)
داسې معلوميږي چې په هم دغه کال وفات شوے دے ځکه چې په دې کال د دۀ ورارۀ افضل خان خټک دے ګرفتار کړے وو او د ګرفتارۍ نه پس د ژوند په حقله ئې تاريخِ مرصع کښې هم څۀ نشته. افضل خان د دۀ د ګرفتارۍ په حقله ليکلي دي: ” په سن زر سل پنځويشت، مياشت د جمادي الاول عبدالقادر او شهباز د فرزندانو سره او عبدالله او محمدمې واړه قېد کړل.” (١٣)
هر کله چې له دغه کال نه پس د عبدالقادرخان ژوند د تاريخ (خصوصاً د تاريخِ مرصع) نه نۀ دے ثابت نو بيا هغۀ د خپل مرګ نه وروستو څنګه د رحمان بابا د غزل په زمکه غزل وليکلو؟.
٥: د دغه دور يو بل شاعر صديق د رحمان بابا د يو غزل په ځواب کښې هم د هغۀ د غزل په زمکه غزل ليکلے دے چې متعلقه شعر ئې دا دے:
بل غزل په انتخاب چې کړې صديقه
د رحمان د غزل بس دے دا جواب
صديق په يو غزل کښې د پښتنو او مغلو تر مېنځه هغه مشهور جنګ ته اشاره کړې ده کوم چې په ٢ محرم کال ١٠٨٣هـ کښې شوے وو. دغه جنګ کښې د مغلي لښکر مشر د کابل صوبيدار محمد امين وو چې صديق ئې په دغه غزل کښې ذکر کړے دے. د دغه غزل متعلقه شعرونه پېش کوو:
حق د پښتنو دے چې اوس بيا د حق د پاره
سور په شهزاده کا دغه تور خوني خېبر
په دغه وخت کښې صديق ځان ته هلک (زلمے ) وائي:
وړاندې زۀ هلک وم چې پرې ډوب محمد امين شو
ښۀ ښۀ شهيدان وو ډېر مغل شول پرې ډبر
هر کله چې په کال ١٠٨٣هـ کښې صديق هلک وو نو شايد چې دغه وخت کښې ئې ايله د شاعرۍ تازه ابتدا کړې وي نو که د خپلې شاعرۍ په وړومبيو ورځو کښې ئې د رحمان بابا ذکر کړے وي( لکه چې عموماً د شاعرانو فطرت دے) نو د قلندر صېب د تحقيق مطابق په دغه وخت کښې رحمان بابا د دوو کالو ماشوم وو او که د احتياط له مخه فرض کړو چې صديق د خپلې پخې او سنجيده شاعرۍ په دور کښې د رحمان باباد غزل جواب کړے دے نو د پنځلسو کالو يوه اوږده موده به ورسره نوره هم شامله کړو. داسې کولو سره به د رحمان بابا عمر اولسو کالو ته ورسي او په دغه عمر کښې هم رحمان بابا دومره لوئے شاعر نۀ شي کېدلے چې صديق ئې جواب وکړي او که فرض کړه دې وخت کښې رحمان بابا دومره لوئے شاعر دے نو دا وخت د خوشحال بابا وفات ته دوه کاله پاتې وو، بايد چې هغۀ ئې ذکر کړے وے(لکه چې قلندر صېب ئې ضروري ګڼي).
مونږ که د صديق له خوا د رحمان بابا د غزل جواب ډېر وروستو د هغۀ د شاعرۍ د وروستي دور هم وګڼو نو ايله به رحمان بابا د خپلې شاعرۍ دوېم پړاؤ او منځني دور کښې قدم اېښودے وي. داسې وخت کښې د صديق له خوا د رحمان بابا د غزل جواب ناممکن ياغېر اغلب نۀ دے خو د رحمان بابا د کتاب (ديوان) ذکر کول ضرور غېر اغلب دي ځکه چې ديوانونه عموماً د عمر او شاعرۍ په آخري وخت کښې ترتيب کولے شي. صديق نۀ يواځې د رحمان بابا د ديوان ذکر کړے دے بلکې ورسره ئې يو رنګ د خوشحال بابا د کتاب ذکر هم کړے دے او بيا ئې خپله شاعري د غو دواړو نه اوچته ګڼلې ده لکه چې په لاندېني شعر کښې يې د کرلاڼ او سړبن د ذکر نۀ معلومېږي:
سړبن، کرلاڼے دواړه پښتانۀ هم
دا وېنا د هېڅ يوۀ په کتاب نشته (١٦)
په دې شعر کښې د سړبن نه مراد روښانيان هم اخستلے کېدے شول خو د “دواړو” لفظ نه صفا معلومېږي چې دواړه يو خوشحال بابا او دوېم رحمان بابا ياد شوے دے او که داسې وي نو په آسانه دا اندازه کېدے شي چې رحمان بابا د صديق نه که مشر نۀ وي نو کشر يا ترې کمزورے شاعر به هم نۀ وي او که مونږ رحمان بابا د صديق همځولے همعصر هم وګڼو نو د قلندر صېب تخمين کړے کال ١٠٨١هـ نه به کم نه کم پنځلس کاله وړاندې پېدا شوے وي ځکه چې ١٠٨٣هـ کښې صديق هم زلمے هلک وو.
٦: که چرې رحمان بابا په کال ١٠٨١هـ کښې پېدا شوے وي نو په کال ١١٣٧هـ کښې به د هغۀ عمر ( ١١٣٧ منفي ١٠٨١ = ٥٦ ) شپږ پنځوس کاله وو چې ښۀ پوخ او سنجيده عمر دے. په دغه کال د خوشحال خان خټک کړوسے کامګار خان خټک هم په يو شعر کښې وائي چې عمر مې تېر شو (يعنې د بوډا والي عمر ته رسېدلے يم):
عمر تېر شو لا تر اوسه، ستا د وصل تمنا کړم
سن زر سل درې کم څلوېښت دے چې زۀ دا تازه انشاء کړم (١٧)
له دې نه معلومېږي چې رحمان بابا او کامګار خټک د يو دور شاعران او تقريباً همځولي وو نو هر کله چې رحمان بابا د خوشحال خان خټک غوندې ستر او نابغه شاعر د شاعرانه دعوؤ ځوابونه کوي نو د هغۀ د کړوسي کامګار خټک د شاعرانه دعوؤ ځوابونه به ئې څنګه نۀ کول. که خوشحال بابا وائي چې :
سل سړبني دې تر دا يو غزل ځارېږي
نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشحال وئيلې
نو رحمان بابا يې ځواب داسې کوي:
يو خوشحال يو کم سل خټک نور په طبعيت کښې
ځار شه د رحمان سړبني له يوه فردا
هر کله چې د کامګار خټک په ديوان کښې هم دا شعرونه موجود دي چې:
دا غزل چې کامګار ووې په پښتو کښې بې له خانه
لا داهسې کښلے نۀ دے هېڅ شاعر پخپل ديوان يو(١٨)
په پښتو ژبه محال دے چې پېدا شي
د کامګار غوندې شاعر بې له خټکه (١٩)
هسې دُر کامګار خټک نۀ دي پئيلي
چې غوري خشتي به غوږ ځنې ډک نۀ کا(٢٠)
په وړومبي او دوېم شعر کښې خوشحال خان خټک او خپل ځان ته لوئے مقام ورکړے شوے دے او د خوشحال بابا مقام رحمان بابا د مخکښې نه رد کړے دے او بيا درېم شعر کښې د غوري خشتي ذکر سره خو د رحمان بابا ځواب کول بېخي لازمي ځکه شي چې رحمان بابا پخپله هم غوريا خېل دے. په داسې حالاتو کښې آخر هغه کوم امر وو چې رحمان بابا ئې د کامګار د ځواب کولو نه منع کړے وو؟ بغېر له دې نه بل څۀ کېدے شي چې کامګار خټک نه رحمان بابا د دور او شاعرانه معيار په لحاظ ډېر وړاندې وو بلکې کامګار خو د دولسمې صدۍ هجرۍ د اواسطو شاعر سعيد خټک هم خپل پېش روګڼلے دے چې وئيلي ئې دي :
د کامګار ئې و جواب ته څۀ امکان دے
چې سعيد په پښتو شعر تذئين کېښود
له دې نه نوره هم واضحه شوه چې کامګار خټک رحمان بابا نه ډېر وروستو دے ځکه ئې د رحمان بابا له خوا د شاعرانه دعوؤ د جواب هډو سوال نۀ پېدا کېږي.
ددغو دليلونو په بنياد مونږ دې نتيجې ته رسو چې د قلندر مومند صېب له خوا د رحمان بابا د پېدائش ښودلے شوے کال ١٠٨١ هـ صحيح نۀ دے. د پېدائش قريباً صحيح کال معلومولو د پاره د رحمان بابا په ديوان کښې يو شهادت داسې شته چې هغه زمونږ مدد کولے شي او هغه د مغل بادشاه اورنګزېب عالمګير د مرګ په حقله د رحمان بابا يو غزل نما نظم دے، دکوم په حقله چې محترم تقويم الحق کاکاخېل او مرحوم عقاب خټک هم په دغه تناظر کښې بحث کړے دے.
د دغه نظم وئيلو کال محققينو ١١١٩هـ ثابت کړے دے او په دغه نظم کښې رحمان بابا په هغه وخت کښې خپل عمر ٥٥ کاله نه اؤړېدلے ښودلے دے.
تر پنجاو پنجه تېر شوې
تۀ لا ځان بولې پسر
په دغه حساب تقويم الحق کاکا خېل صېب د رحمان بابا د پېدائش کال (١١١٩ – ٥٥ = ١٠٦٤هـ) راويستے دے (٢٢)
په دغه کال ښاغلي حبيب الله رفيع دا اعتراض کړے دے چې په ځنو نسخو کښې دا بېت غلط يا په نورو شکلونو هم راغلے دے کوم کښې چې رحمان بابا خپل عمر ښودلے دے (٢٣)
د رفيع صېب خبره درسته ده خو د دغو نسخو په حالت او حېثيت هم غور پکار دے. دې لړ کښې که د پښتو اکېډمۍ لائبرېرۍ کښې موجودو او د اسلاميه کالج پېښور لائبرېرۍ کښې پرتو د رحمان بابا د ديوان قلمي نسخو باندې غور وشي نو د نسخو حالت او صحت نه هم اندازه کېدے شي او يوه نتيجه تر لاسه کېدے شي. پښتو اکېډمۍ کښې په ق ٣٨٤ نمبر موجوده قلمي نسخه کښې ددې شعر متعلقعه مصرعه داسې راغلې ده:
“تر پنجا تر رنجا تېر شوې”
(قلمي نسخه ص ٥٠)
په ق ٧٥٨ نمبر قلمي نسخه کښې هم دا شعر په پورتني شکل راغلے دے خو دغو دواړو نسخو حېثيت او صحت د سند وړ نۀ دے ځکه چې دواړو نسخو کښې ډېرې زياتې غلطۍ دي او د دې وجه دا کېدے شي چې دا نسخې د رحمان بابا دور نه ډېرې وروستو (نقل درنقل) ليکلے شوې دي. په وړومبۍ نسخه تاريخ نشته البته په دوېمه نسخه د کتابت کال ١٢٧٣هـ ليکلے شوے دے. دې نه د وړاندېني او د رحمان بابا دور ته نسبتاً نزدې نسخو کښې دغه متعلقه شعر درست راغلے دے لکه د اسلاميه کالج د لائبرېرۍ يوه نسخه چې په ١٩٢١ نمبر موجوده ده او په کال ١٢٢٩هـ کښې کتابت شوې ده. دغه نسخه کښې د شعر متعلقه مصرعه داسې ده:
“تر پنجا تر پنجه تېر شوې”
په شعر کښې د مصرعې دغه شکل نه علاوه په بل شکل کښې شعر نه هېڅ معنىٰ نۀ راووځي.
داسې معلومېږي چې دغه نسخه که نقل در نقل هم ده خو سلسله ئې ډېره اوږده نۀ ده ځکه چې د غلطيو امکان پکښې هم کم دے. په دغه بنياد د دې قسمه نسخو هر شعر د سند وړکېدے شي خو بيا د دغه شعر په بنياد د تقويم الحق صېب له خوا متعين کړي کال ١٠٦٤هـ سره دومره قدر اختلاف کېدے شي چې د نظم وئيلو کال ١١١٩هـ نه پوره ٥٥ کاله کم نۀ کړو بلکې کم نه کم(٥٦) پنځوس او زيات نه زيات ٥٩ کاله ترې کم کړو ځکه چې رحمان بابا د ٥٥کالو نه خپل عمر اوړېدلے ښائي او شپېتو کالو ته رسېدلے ئې نۀ ښائي. کومو نسخو کښې چې د “پنجا و شسته تېر شوې” خبره ده نو د دغه نسخو صحت مشکوک دے ځکه چې هغه د ډېر وروستي دور دي او د نقل در نقل په وجه پکښې غلطۍ ډېرې دي او بله دا چې اعتماد زړې نسخې ته حاصل وي. په دغه حساب د رحمان بابا د پېدائش کال به د١٠٦٠هـ او ١٠٦٤ هـ تر مېنځه کلونو نه لرې هېڅکله نۀ وي.
محترم قلندر صېب د رحمان بابا د نظم د وئيلو په کال ١١١٩هـ دا تنقيد کړے دے چې د دې تاريخ د ١١١٩هـ نه ډېر وروستو هم کېدے شي ځکه دا شعر سند نۀ شي کېدے خو لکه چې ښاغلي رفيع صېب هم ورته اشاره کړې ده. (جرس: جولائي، ستمبر ٩٤) چې په دغه نظم کښې يو بېت داسې هم شته چې د شاه عالم دورِ حکومت (١١١٩هـ – ١١٢٤هـ) شروع کېدلو ته پکښې اشاره شوې ده، شعر دا دے:
اوس نوبت د شاه عالم دے
دور طور شو دګر
نو معلومه شوه چې دا شعر وروستو نه بلکې د ١١١٩هـ سره نزدې ليکلے شوے دے البته د قلمي نسخو په حواله چې مونږ کومه خبره وکړه په دې لړ کښې که کومه نسخه کښې چې د ١٢٢٩ هـ نه مخکښې او د رحمان بابا دور ته نوره هم نزدې ليکلے شوې وي، دا شعر په بدل شکل وي نو بيا بايد چې هغه څۀ ومنلے شي کوم چې هغه شعر نه ووځي. فى الحال له دې نه سېوا هېڅ نۀ شي وئيلے کېدے.
د وفات کال :
د پټې خزانې مؤلف محمد هوتک بن داؤد د رحمان بابا د وفات کال ١١١٨هـ ليکلے دے چې اوس د کتابت د غلطۍ په وجه ١١٢٨ هـ منلے شوے دے او بيا دغه ١١٢٨ هـ کال د يونس د يو شعر نه هم استخراج کړے شوے دے. دغه کال قلندر مومند صېب غلط ياد کړے دے او وئيلي ئې دي چې د يونس د شعر نه دا کال د اوسنۍ رائجې املا نه د ابجدو په حساب استخراج کړے شوے دے او بيا ئې د نافع المسلمين په حواله د قائم د مرثيې په مناسبت د رحمان بابا د وفات کال ١١٦٣ هـ ښودلے دے.
هر کله چې د رحمان بابا د پېدائش کال د ١٠٦٠هـ او ١٠٦٤ هـ تر مېنځه ثابتېږي نو بيا ئې ژوند تر١١٦٣ پورې نۀ شو اوږدولے ځکه چې د هغۀ په ديوان کښې د ٥٥ کالو بلکې د څلوېښتو کالو عمر ته هم اوږد عمر وئيلے شوے دے ځکه نو مونږ وئيلے شو چې په دې حقله د ښاغلي حبيب الله رفيع هغه رائے سره دا دليل رد کېدے شي کومه ئې چې په دغه مناسبت په خپله مقاله (جرس جولائي، ستمبر ١٩٩٤ء صفحه ٤٩ ، ٥٠ ) کښې ښودلې ده.
د يونس د شعر په حقله دا خبره صحيح ده چې د رحمان بابا د مرګ ذکر پکښې شوے دے خو د وفات کال ښودل ئې صحيح نۀ ښکاري ځکه چې پخوانو شاعرانو په دا قسمه شعرونو يا معمو وئيلو کښې که نور هېڅ نۀ وي کړي نو کال ته اشاره خو ئې ضرور کړې ده. په دې حقله د رفيع صېب خيال دے چې د يونس ټولې معمې ډېرې ژورې او دقيقې دي او د اشارې ضرور ت ئې نۀ دے محسوس کړے خو که داسې هم وي نو مونږ د يونس شعر سند نۀ شو ګڼلے ځکه چې د يونس د نورو ډېرو شعرونو نه به هم دغه متعلقه کال يا د نورو اهمو واقعاتو کلونه راووځي خو داسې کول به يقيناً چې غېر محتاط عمل وي.
د رحمان بابا د وفات د کال په حقله به وړومبے د دې خبرې تکرار وکړو چې د تاريخِ مرصع په سند د ګل خان او جمال خان د واقعې په مناسبت د رحمان بابا عمر تر ١١٢٣هـ خو په هر لحاظ يقيني دے.
بله خبره دا کېدے شي چې رحمان بابا د خپلو ليدلو بادشاهانو په نظامِ حکومت او د هغه وخت په حالاتو ضرور څۀ خو وئيلي دي. د شاهجهان دورِ حکومت ختمېدو ته رحمان بابا ډېر نزدې وو ځکه لا دغه حالات تازه وو او چې رحمان بابا په ښۀ بد پوهېدو نو د شاه جهان د دور خبرې لا ختمې شوې نۀ وې. د اورنګزېب ټول دور رحمان باپا پخپله ليدلے وو ځکه ئې د دغو دواړو دورونو په حقله په شاعرۍ کښې اشارې موجودې دي. اورنګزېب نه پس د ١١١٩ هـ او ١١٢٤ هـ تر مېنځه د شاه عالم دورِ حکومت وو خو د رحمان بابا په شاعرۍ کښې د دغه دور متعلق صرف دومره اشاره شته چې :
اوس نوبت د شاه عالم دے
دور طور شو د ګر
خدائے زده څۀ بازى شي پېښه
عاشوره شي که اختر
د دغه دور په حقله د رحمان بابا په کلام کښې د اشارو د عدم موجودګۍ په بنا دا اندازه هم کېدلے شي چې شايد رحمان بابا له دې نه پس د شاعرۍ کولو جوګه نۀ وي پاتې او يا شايد وفات شوے وي. په دې بنياد د يوې غېر محتاط اندازې مطابق دا هم ممکنه ده چې رحمان بابا د ١١٢٣هـ او ١١٢٤هـ تر مېنځه وفات شوے وي. مرحوم عقاب خټک هم دغه رائے په خپل کتاب کښې ښودلې ده او وئيلي ئې دي چې د دې رائے مرسته دا خبره هم کوي چې رحمان بابا اوږد عمر ته نۀ دے رسېدلے ځکه خو ئې په شاعرۍ کښې شپېتو کالو نه د زيات عمر په حقله اشاره نشته او هسې ئې هم څلوېښتو کالو ته اوږد عمر وئيلے دے.
اوس مې ځائے په دا جهان کښې پاتې نۀ شو
خوزېدلے تر چهل او تر پنجاه يم
هر څو که دا يوه اندازه کېدے شي خو محتاطه رائے او پوخ دليل بيا هم نۀ دے او دغسې د يو پوخ دليل د نشتوالي په وجه مونږه د رحمان بابا ژوند په يقيني توګه د ١١٢٣هـ نه نۀ شو اړولے او که خامخا ئې له دغه کال نه اړوؤ نو بايد چې مضبوط دلائل پېش کړو. په موجوده حالاتو کښې مونږ له دې نه سېوا بله رائے نۀ شو قائمولے چې رحمان بابا د کال ١٠٦٠هـ او ١٠٦٤ هـ تر مېنځه زېږېدلے دے او د وفات کال ئې نا معلوم دے.
حوالې
۱- پټه خزانه مخ ٩٤ دوېم چاپ (١٣٣٩ هـ ش).
۲- رحمان بابا مخ ٩ دوست محمد کامل
۳- رحمان پوهنه مخ ٩ ، ١٧، ٢٩ ( ١٩٩٣ء) رحمان ادبي جرګه پېښور.
۴- هم دغه کتاب مخ ٤٧.
۵- هم دغه کتاب مخ ٣٢ .
۶- تقويم الحق سره خبرې
۷- رحمان بابا – دوست محمد کامل مخ ٣٢ د
۸- هم دغه کتاب مخ ٣١
۹- ديوان عبدالقادر خان خټک مخ ٢١٦ همېش خليل، وړومبے اشاعت ١٩٦٧ء .
۱۰- رحمان بابا، عقاب خټک مخ ١٢٥ ١٣٧٨هـ.
۱۱- ديوان عبدالرحمان (اردو ترجمه) مخ ٣٢١ دوېم چاپ ١٩٨٧ء)
۱۲- ديوان عبدالقادر خان خټک مخ ٣٦٩ دوېم چاپ ١٩٨٧ء).
۱۳- تاريخ مرصع مخ ٤٠٨ تاليف د افضل خان، مقابله تصيح او نوټونه دوست محمد خان کامل مومند يونيورسټي بک اېجنسي.
۱۴- د صديق ديوان مخ ٧٧، د دوست شنواري په زيار.
۱۵- هم دغه کتاب،مخ ١٠٧
۱۶- هم دغه کتاب،مخ ١٥٥.
۱۷- ديوانِ کامګار خان، مخ ١٠٩-١١٠.
۱۸- هم دغه کتاب،مخ ١٣٦.
۱۹- هم دغه کتاب،مخ ٩٦.
۲۰- هم دغه کتاب ١٠٠.
۲۱- هم دغه کتاب ،مخ ٨٢
۲۲- رحمان پوهنه، مخ ١١.
۲۳- جرس، جولائي-ستمبر ١٩٩٦ء، مخ٤٥.
۲۴- رحمان بابا(عقاب خټک)، مخ ٢٤.
حنيف خليل
حنيف خليل