انساني ژوند د يو تنظيم،ادارې ائين،او قانون نه بغېر نۀ چلېږي ځکه خو په دنيا کښې د ملکونو په کچ ډهانچې موجودې دي او دغه ملکونه مختلفې ادارې چلوي د هرې ادارې خپل خپل کار او زيار وي او هره اداره د خپل نوعيت د انتظاماتو چلولو په لړ کښې خپل مشر او کشر لري ـ په دې خبره کښې هيڅ شک نۀ وي چې د سويپر نه واخله او تر د يوې ادارې د مشر پورې د هر چا خپلې خپلې زمه وارۍ وي يوه اداره چې پر مختګ کوي په هغې کښې د هر فرد خپل خپل کردار وي ډېر خلک داسې هم وي چې که هر څو ورته د يوې ادارې د مشرانو له خوا نۀ خو څه خاص نظر کرم وي او نۀ څه خاص انعام او اکرام وي بلکې په حقيقت کښې ډېر ځله داسې هم کېږي چې د مشرانو له خوا په شعوري توګه زورولے کېږي خو بيا هم هغه خلک لګيا وي خپل خپل کار کوي او هغوي په دې هم پوهه وي چې زمونږ په دې کارونو او زيارونو به سبا دغه خلک شملې تړي او برېتونه به تاوهي خو هغوي د دې خبرو څه پرواه نۀ کوي ځکه چې دغه کارونه او زيارونه نۀ خو د چا له مخه کوي او نه څه په لالچ ئې کوي بلکې دغه هغوي خپله ډيوټي او فرض ګڼي د دې برعکس په يوه اداره کښې داسې خلک هم وي چې هغوي نۀ خپل فرض پوره کوي او نۀ څه د اخلاقياتو په خوا تېر شوي وي بلکې د هغوي پنځم او شپږم امام بېکن او ميکاويلي وي په هر څه کښې د خپلو ذاتي ګټو وټو په تکل کښې وي د هوا روخ ته ګوري غټ غت برشونه ئې په لاسو کښې وي د پالشو په هنر ښۀ پوهېږي د ډالو ټپلو په چل پوهېږي د وينې رګ پېژني په لږ وخت کښې ځان د کوم ځائے نه کوم ځائے ته رسوي هر وخت د يوې ادارې د مشر نه مخکښې وروسته کېږي په لږ وخت کښې د مشر نه اکبر باچا جوړ کړي د هغه نه خپل اوقات هېر کړي او د خپلو صفتونو په اورېدو په دغه چمچو او پالشيانو راورېږي ـ
د دې خبرې سپيناوې هم ضروري دے چې يوه اداره په دې هم نۀ چلېږي چې هر سړے دې خپل خپل کار کوي بلکې کله کله د يوې اداري مشر ته د خپل ټيم جوړولو او چلولو په لړ کښې د يو ټيم ضرورت هم وي دغه ټيم د بهر نه نۀ راځي هم د دغه ادرې وګړي وي چې د ادرارې د مشر سره د انتظاماتو په لړ کښې کومک کوي بايد چې د يوې ادارې چلولو په لړ کښې شامل ممبران ښه په ايماندارۍ او بي رويا بي ريا خپل صلاحيتونه او هنرونه په کار راولي خو له بده مرغه داسې نۀ ده په ټول ملک کښې به چرته خوش قسمته اداره وي چې د هغې مشر به په خپل قابليت او اهليت راغلي وي نور خو په حقيقت کښې ” ہر شاخ پہ الو بيٹھا ہے” ځکه خو هم دغه خلک ډېر زر د چمچو ښکار کېږي ـ
دغه مشران د صفت قابل نۀ وي اوچې کله خپل صفتونه اوري او د پروټوکول قابلان نۀ وي او لوئي لوئې کرسۍورته مېلاؤ شي دغه خلکو ته د کرسو په وجه عزت ميلاؤېږي ځکه نو رو رو پکښې فرعونيت سر پورته کول شروع کړي که وکتے شي نو د هر مشر اولنے تقرير د کمال وي د هغه وژن او مشن د ستائينې وړ وي خو رو رو ترې هر څه هېر شي پښې پرېږدي او په سر روان شي ـ
زۀ د خپلې مشاهدې تر مخه په دې نتيجه رسېدلے يم چې کرسۍ خدائے پاک اهل او نا اهل دواړو له ورکوي خو انجام د اهل په عزت وي او د نااهل په بې عزتۍ وي ـ د نا اهله مشرانو غټه نخښه دا وي چې په مخلص او خوشامدګر کښې فرق نۀ شي کولے حالانکې دغه فرق ډېر اسان دے کله چې هم يو مشر په کرسۍ کښېني نو د دغه ادارې مختلف خلک ورسره مېلاوېږې را مېلاوېږي په دې کښې داسې هم وي چې د ادارې سره مخلص وي او خپل خدمات پېش کول غواړي ـ داسې پکښې هم وي چې د هغوي جائز فريادونه وي او د هغې نۀ مشر په وخت خبروي او داسې هم وي چې هغوي د اقتدار وږي وي خپل غرضونه او لالچونه ئې وي ـ که يو سړے خپل فرياد وړاندې کوي بايد چې د هغه سره ئې دليل وي او مشر دې دغه دليل د ادارې د قانون په کنډه وتلي په اسانه به ئې پته ولګي دغه ځپلي خلک که د مشر د ټيم برخه جوړه شي او که نۀ شي که مطالبه ئې جائزه وي بايد چې په قانون کښې دننه د يو طريقه کار لاندې پوره شي کوم خلک چې د ادارې سره مخلص وي هغوي که د يوې ادارې د مشر سره د ټيم حصه جوړېدل غواړي نو د هغوي هم پته ډېره په اسانه لګي دغه خلک همېشه د ادارې د پرمختګ خبره کوي ذاتي ګټې وټې نۀ لټوي د ائين او قانون خلاف قدم نۀ پورته کوي بلکې په ډېرو څېزونو کښې مخالفت هم کوي خو دريمه طبقه yes man يا چمچې وي د دغې خلکو پېژندل د يو مشر د پاره کۀ يو خوا ګران وي نو بل خوااسان هم وي ـ دغه خلک د جومات په پېزار ځائے کښې د ډوډۍ په مېز او د تقرير په دوران کښې په پړقو وهلو کښې پېش پېش وي د القاباتو کمے ورسره نۀ وي دا قسمه خلک واړه خلک وي دا غرضيان او لالچيان خلک د اګۍ د ډز نه هم ويرېږي دا د پېو مجنونان وي د خوشحالۍ ملګري وي په هره بده پېښه کښې وروسته زور کوي دا قسمه چمچې د يو مشر په بې عزتۍ او او د يوې ادارې په تباهۍ کښې لوئے کردار لوبوي دا خلک په عمومي توګه په يوه پارټۍ کښې پاتي کېږي او هغه وي اقتدار پارټي ځکه نو د يو مشر د پاره دا ضروري وي چې هغه په وخت د سر نه دا چمچې وپېژني ځکه چې هم د دغې خلکو له وجې په يوه اداره کښې غلط فهمۍ او نفاق پېدا کېږي بې ځايه مشورې او د بل د خرابولو ترغيبونه ئې په وخت رد کول پکار دي، د يو مشر د پاره مشوره ضروري وي خو مشوره مشوره بويه ـ زۀ دا خبره په دعوه سره کوؤم چې که چرته هم يوې ادارې طرقي کړې ده نوپه هغې کښې د يو مشر د صلاحيتونو سره سره د هر وګړي کردار او اخلاص شامل وي خو چې کومه اداره غرقه شوي ده نو په هغې کښې د چمچو لوئے لاس وي زما په خيال چې په هره ادره کښې دې داسې يو کتاب پروت وي او هر تلونکے مشر دې راتلوني مشر ته د يوې ادارې ستونزې د هغې د حل تجويزونه په ليکلي شکل کښې پرېږدي خو په خصوصي توګه دې ورته چمچې هم په ګوته کړي او په خصوصي توګه خو دې هغه مشران کوم چې د دې چمچو له وجې خوار او ذليله دي هغوي خو دې خامخا دا کرکژن کردارونه راډګې ته کړي چې په راروان وخت کښې د هرې ادارې مشر هر وګړي له د هغه د صلاحيتونو په بنياد او د ادارې د يو غړي په حېث عزت او اهميت ورکړي او ځان په يو څو کسانو پسې ونۀ تړي بلکې ځان د ټولې ادارې مشر وګڼي او په عملي توګه ئې ثابته هم کړي ځکه چې موقع چا ته بار بار دروازه نۀ وهي ـډاکټر سمندر يوسفزے
0