change-requires-a-lot-of-patience 0

بدلون لويه حوصله غواړي

ماته پۀ کال ۱۹۹۰ کښې نيم سېرے شورو شۀ – او دومره تېز درد به وۀ چې دېوالونو له به پۀ جنګ ورتلم – دغه وخت زۀ د اېم بي بي اېس دريم کال سبقي ووم –

لس کاله ما د دردونو دومره ګولۍ اوخوړې چې معده ئې راله خرابه کړه – او پۀ دواړو مټو کښې مې دومره ستنې اووهلې چې ډيلټائډ مسلز ئې راله بيخي وچ کړۀ –

د نيورالوجسټ او نيوروفيزېشن پورې ډاکټرانو راباندې خپلې توقې وازمائيلې – خو هېڅ خوند ئې ونۀ کړۀ – د دردونو کومې ګولۍ چې به مې يوه مياشت اوخوړې نو پۀ دوئمه مياشت به هغې ته ريزسټنس پېدا شۀ – دغسې به مې مسلسل ګولۍ بدلولې –

يوه ورځ مې پۀ ډان اخبار کښې د يوې نيوټرشنسټ ډاکټرې کالم ولوستۀ – بيا مې د هغې ليکلے کتاب واخستۀ – ډېرې منطقي خبرې پکښې وې – بيا مې سوچ کوۀ – چې دا خبرې زمونږ د طب پۀ کتابونو کښې ولې نشته – مونږ ولې د بی ضرورته دوايانو پۀ جال کښې ګېر يو –

هغه وخت کښې انټرنېټ ته رسائي عامه نۀ وه او نۀ سوشل ميډيا وه – زۀ به مسلسل لائبريرۍ ته تلم او پۀ دې حواله به مې چاپ آرټيکلې کتلې – پۀ يو څو مياشتو کښې زۀ پۀ دې نتېجه ورسېدم چې دوايانې ولې زهر دي – دا يواځې زمونږ پېسه نۀ بربادوي بلکه زمونږ مدافعت هم تباه کوي –

د هغې نه پس ما پۀ ځان تجربه وکړه – د نيم سېري ګولۍ او ستنې مې بيخي پرېښودې – د درد شدت چې به پۀ دوه درې ورځې کښې خپل انتها ته ورسېدۀ نو بيا به کمېډو شۀ – او پۀ دومره وخت کښې به ختم شۀ – څومره وخت چې به ئې د دوايانو سره اخستۀ –

د درد د برداشت سره ورو ورو عادت شوم خو بيا مې پکښې دا حېرت انګېز خبره نوټ کړه – چې د وخت سره سره د دې درد پۀ دورانيه او شدت کښې کمے راغے – او پۀ دمه دمه ډېر کم شۀ – اوس هم راځي خو هغه زور ئې نۀ وي – ځکه چې زما مدافعت ورته تکړه شوے دے –

بيا مې دغه تجربه پۀ تبه کښې هم وکړه او کاميابه شوه – زۀ پۀ دې نتېجه ورسېدم چې ډېرې بيمارۍ د دوايانو پۀ ځائے د وجود پۀ مدافعت وژل غواړي او مدافعت هله زوراور وي – چې انسان دوايانې نۀ خورې –

بيا مې پۀ کلينک کېې دغه تجربې پۀ خپلو نزدې او مطمئن مريضانو وکړې – هغه هم ټيک شو – بيا مې سلسله د بلډ پرېشر ، شوګر او کوليسټرول مريضانو وازمائيله – پۀ چا کښې چې صبر او حوصله وه – د سهي خوراک او ورزش سره ټيک شو –

خو دا کار دومره اسان نۀ وۀ – ځکه چې ډېر مريضان رانه وتښتېدل او ډېرو راپسې پراپېګنډې وکړې – هر دويم تن به راته دا خبره کوله چې دا نور ټول ډاکټران او سپېشلسټان لېوني دي چې دوايانې لیکی – صرف تۀ پوهه ئې – ما به ورله څۀ جواب ورکړے وۀ –

کله چې انسان د يو ټرېنډ خلاف خبره کوي – او بيا داسې ټرېنډ چې پۀ هغې کښې د ټولنې قابل کسان پۀ سر کښې ولاړ وي نو څوک به ئې خبره واوري – خېر کۀ چا منله او کۀ نۀ خو ما خپله لار پرې نۀ ښوده – او اوس د سوشل ميډيا پۀ برکت ورو ورو خلک پوهيږي چې رښتيا څۀ دي –

#ډاکټرديداريوسفزے

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ وليکئ