څرګنده خزانه کښې تېروتنې (دویمه برخه)
دَ دې کتاب “دريم باب” دَ قافيې” متعلق دے چې پهـ قافيه، دَ قافيې پهـ حرفونو، حرکتونو اؤ خوبيو خاميو بحث کوی. دَ “مفردې روی” متعلق نوموړے ليکی چې:
“سَر،غَر،بَر” دوه حرفی قافيئې (کذا) دی خوکهـ دَ دې نه درې حرفی، څلور حرفی يا سېوا قافيه راوړلے شی خو چې هغه مفرد روی والا وی يعنی صرف اخيرے (کذا) ټکے ئې يؤ شان وی نو بيا هم يؤ بل سره سمې دی لکه دَ “سر” ، “بر” ، “ور” سره ” پرهر” ، “ځيګر” ، “قلندر” ، “پېغمبر” ، “مازيګر” وغېره. (۸)
دلته موصوف تېروتے دے ځکه چې دَ “سَر” ، “بَر” اؤ “غر” سره “قلندر” قافيه لګول صحيح نهـ دی اؤ دَ هغې وجه داده چې پهـ “سَر” ،”غَر” اؤ “بَر” کښې دَ “ر” نه ما قبل حرکت زبر دے چې توجيه ورته وئيلے شي خو پهـ پښتو ژبه کښې دَ قلندر ټکی توجيه زورکے دے چې دَ زور نه لنډ اواز لری. دا قسمه قافیې خپلو کښې لګول عېب ګڼلے شی چې “اقواء” ورته وائی. دَ زور اؤ زورکی دَ فرق واضحولو لپاره يؤ څو نور مثالونه وړاندې کولے شی، “وزر”، غر”، “خنجر” ، “سر” خپلو کښې قافيې دی اوس دې سره کهـ مونږ “تبر” قافيه راولو نو دې قافيې کښې به ښکاره فرق محسوس شی. دلته نورو قافيو کښې دَ “ر” نه اګاهو زبر دے او “تبر” کښې دغه حرکت زورکے دے دا قسمه قافيې راوړل عېب ګڼلے شی.
دَ “ردف” متعلق نوموړے ليکی چې:.
ردف:ــــــــــــ “ردف” لغت کښې يؤ سور پسې (ناست) بل سور ته وائی اؤ پهـ اصطلاح کښې دَ قافيئې (کذا) حرف دے چې دَ روی نه وړومبے لګېدلے بيا بيا راځی لکه: کار، مار، دار کښې ” ر” روی ده او دَ روی نه اول راغلے حرف “الف” دے اؤ هم دا “الف” پهـ دې قافيئو (کذا) کښې “ردف” دے. (۹)
دلته دَ “ردف” متعلق دَ موصوف دا خبره چې دَ قافيې هغه حرف دے چې دَ روی نه وړومبے لګېدلے بيا بيا راځی صحيح نهـ ده اؤ دا ځکه چې دَ روی نه اګاهو دَ قافيې بل حرف هم بیا بیا راتلے شی. دَ مثال پهـ توګه به مونږه “ظالِم” اؤ “عالِم” قافيې واخلو. دلته دېو قافيو کښې “م” روی دے اؤ دَ روی نه وړومبے لګېدلے بيا بيا راتلونکے دَ قافيې حرف “ل” دے. دَ ښاغلی دَ “ردف ” دَ تعريف مطابق دلته دا “ل” ردف دے.لېکن داسې نهـ ده دلته دېو قافيو کښې “م” روی دے اؤ “ل” دخیل دے ردف نهـ .دغه شان کهـ چرې بخت،سخت،تخت اؤ وخت قافيې واخستلے شی. نو کهـ چرې دَ “څرګندې خزانې” لُستونکی دا وهـ وائی چې دلته “ت” روی ده اؤ “خ” دَ روی نه وړومبے لګېدلے بيا بيا راتلونکے حرف دے نو دا ردف دے نو دغه لُستونکی پهـ دی ګرَمول نهـ دی پکار. خو دَ علم قافيې مطابق هغوی غلط دی. هغه ځکه چې دېو قافيو کښې “خ” قېد دے ردف نهـ ـ
دَ ردف متعلق ښاغلے سمندر خان سمندر ليکلی دی چې:.
ياد لرئ کهـ چری پهـ قافيه کښې دَ روی تورے نهـ وی نو هغه قافيه اډو جائزه نهـ ده. اؤ کهـ روی پهـ قافيه کښې وی اؤ پهـ لفظ کښې دَ روی نه اګاهو دَ علت تورے وی اؤ هغه ساکن وی نو دغه علت دَ ساکن توری نوم “ردف” دے. (۱۰)
همايون صياد ليکی چې:ــــــــ
ردف مطلق:ــــ هر کله چې دَ روی توری نه اګاهو يؤ ساکن تورے بې لهـ څهـ فاصلی راشی چې دَ دهـ اؤ روی تر مينځه بل څهـ تورے موجود نهـ وی اؤ دا ساکن تورے دَ عربۍ اؤ دَ پښتو دَ علت دَ تورو (الف،واؤ،يا ،ء،اؤ ه) دَ قبيل ځنې وی نو “ردف مطلق” بللے شی.
(۱۱) ممتاز الرشيد ليکی شی:- (لغوی معنی پيچهے آنا) اصطلاح ميں ردف وه حرف مدہ ہے جو روی سے پہلے بلا فاصلہ آئے۔ (۱۲)
دَ دېو پوهانو دَ بيانونو نه مونږ ته هغه غلطی پهـ ګُته کېږی کومه چې موصوف نه شوې ده.اعنی ردف به ساکن وی اؤ دَ علت دَ تورو ځنې به وی.
دَ زائد ردف پهـ حقله موصوف ليکی چې:-
“زائد ردف:- کله چې قافيه کښې دَ علت حرف نه پس اؤ روی نه اګاهو يؤ بل ساکن حرف هم موجود وی نو دغه ساکن حرف ته زائد ردف وائی لکه:”ډانګ” اؤ “پړانګ” قافيئو (کذا) کښې “ګ” روی “الف” اصلی ردف اؤ “ن” زائد ردف دے. (۱۳) دلته موصوف دَهغو توريو ذکر نهـ دے کړے کوم چې دَ زائد ردف لپاره مخصوص دی.
سمندر خان سمندر پهـ خپل کتاب “علِم قافيه” کښې دا توری ښئيلی دی. ښاغلے ليکی:
” بس ټول شپږ توری داسې دی چې هغه زائد ردف کېدے شی. نور نشته اؤ هغه دا دی “ر،س،ش،خ،ف،ن.”
ممتاز الرشيد ليکی چې:ــــ
ردف کیلئے یہ چهـ حروف مخصوص ہیں۔
ش،ر،ف،س،خ،ن ۔اِن کا مجموعہ شرف سخن بنتا ہے۔جِسے باسانی یاد رکها جا سکتا ہے ۔
دَ “تاسيس” متعلق ښاغلے ليکی چې:ــــــ کهـ دَ مطلعې دَ دواړو مصرعو قافيئو (کذا) کښې تاسيس راوستلے شی لکه لائق اؤ فائق نو بيا به تر مقطعې ټولو قافيو کښې تاسيس راوستل پکار وی لکه:”شائق” خو کهـ پهـ مطلع کښې يوه مصرع کښې “لائق” اؤ بله کښې “صادق” راوستے شی نو بيا کهـ پهـ باقی قافيئو(کذا) کښې تاسيس نهـ وی نو خېر دے شاعر دَ دې پابند نهـ دے.(۱۵)
دلته نوموړی فرمائيلی دی چې کهـ چرې يوه مصرع کښې “لائق” اؤ بله کښې “صادق” راوستے شی نو بيا کهـ پهـ باقی قافيو کښ تاسيس نهـ وی نو خېر دے. حال دا دے چې دا دواړه مؤسسې قافيې دی.لُستونکيو ته معلومه ده چې تاسيس هغه ساکن الف ته وئيلے شی چې دَ هغهـ اؤ روی تر مينځه يؤ بل متحرک حرف موجود وی کوم چې دخیل بللے شی نو چې پهـ مطلع کښې “لائق” اؤ “صادق” قافيې راوستے شی نو بيا څنګه شاعر دَ تاسيس پابند نهـ دے؟ ځکه چې دېو دواړو قافيو کښې “الف” تاسيس دے اؤ هر کله چې دَ مطلعې قافيې مؤسسې وی نو بيا شاعر دَ دې پابند دے چې دَ مقطعی پورې به هغه قافيې راوړی چې تاسيس لری. هن البته شاعر دَ دخيل پابند نهـ دے اؤ هغه ځکه چې “لائق” اؤ “صادق” کښې دخيل بدل بدل حرفونه دی. پهـ “لائق” کښې “ئـــــ” اؤ “صادق” کښې “د” دخيل دے. اوس کهـ يؤ شاعر دَ دې سره “طارق” قافيه کړی نو صحيح به وی خو کهـ چرې مطلع کښې دواړو قافيو کښې دخيل يؤ حرف وی نو بيا به ارومرو تر دَ مقطعی هغه يؤ حرف راوړلے شی. لکه کهـ مطلع کښې “طاهر” اؤ “ماهر” قافيې راوستلے شی نو بيا به شاعر هغه قافيې راوړی چې دَ “الف” اؤ “ر” تر مينځه “ه” لری اعنی ظاهر. خو کهـ پهـ مطلع کښې “طاهر” اؤ “جابر” قافيې راوړلې شی نو بيا دَ شاعر خوښه ده اؤ هغه هر قسمه قافيې راوړلې شی لکه “طاهر” اؤ “جابر” سره “خاطر” قافيه راوړې شی. خو تر څو چې دَ تاسیس خبره ده نو دَ تاسيس به شاعر پابندی کوی هغه ځکه چې مطلع کښې دَ تاسيس والا قافيې راغلی دی.البته کهـ چرې يؤ شاعر پهـ مطلع کښې “عادل” اؤ “دِل” قافيه کړی نو بيا پهـ هغه دا پابندی نشته چې مؤسسې قافيې دې راوړی اؤ هغه ځکه چې پهـ مطلع کښې يوه قافيه “عادِل” تاسيس لری اؤ دويمه قافيه “دِل” نهـ لری.
دَ “وصل” متعلق ئې ليکلی دی چې:
وَصْل: په لغت کښې يو ځاے کېدلو،ملاقات کولو ته وائی او په اصطلاح کښې “وَصْل” دَ قافيې هغه حرف دے چې دَ روی نه پس يواځې راځی او وروستو ترې “خروج”،”مزيد ” يا “نائره” نومې يو حرف هم نۀ وی.(۱۶)
دوه قافيې ( ژړوينه) اؤ (خندوينه) دَ مثال پهـ توګه راوړلې شی چې “وصل” به هم لری او دَ “وصل” نه وروستو به نور حرفونه “حروج” ، “مزيد” اؤ “نائره” هم لری.
وړومبۍ قافيه کښې “ړ” روی، “و” وصل، “ی” خروج ، “ن” مزيد اؤ غېر ملفوظه “ہ” نائره ده.
دويمه قافيه کښې “د” روی، “و” وصل، “ی” خروج ، “ن”مزيد او “ہ ” نائره ده.
دَ “حذو”متعلق ليکلی چې:ـــ “حذو:ــــ پهـ ردف کښې دَ الف نه اګاهو “زبر” دَ “و” نه اګاهو “پېښ” او دَ “ی” نه اګاهو “زېر” ته “حذو” وائی لکه:
دَ نظر تورې درنه زنګ وهـ نهـ کړی
سترګې ئې نهـ منم چې جنګ وهـ نهـ کړی (سائل)
دلته “زنګ او جنګ” قافيه کښې دَ “ز” او “ج” حرکت (کوم چې زبر دے) ته “حَذو” وائی.(۱۷)
عرض دا دے چې دلته خو وړومبے لهـ سره ردف نشته اګاهو حرکات خو ئې لا لرې خبره ده.
دَ “حذو” متعلق ښاغلے صيّاد ليکلی چې:
بيان دَ حذو:ـــ پهـ لغت کښې دوو څيزونو برابر برابر راوستلو ته حذو وائی. دَ حذو اختلاف جائز نهـ دے. خو چې کله روی متحرکه شی بيا جائز دے. لنډه دا چې دا حرکت پهـ ردف کښې دَ “الف” نه اګاهو “زور” دَ “واؤ” نه اګاهو “پېښ” اؤ دَ “ی” نه اګاهو “زېر” وی.
(۱۸) ښاغلے سمندر خان سمندر ليکلی چې:ـــ “دَ ردف نه چې اګاهو حرکت وی دَ هغهـ نوم “حذو” دے.” وړاندې ليکی
” چې دَ قيد توری ځنې کوم حرکت اګاهو راځی دَ هغهـ نوم “حذو” دے”
(۱۹) ممتاز الرشيد ليکی چې:ـ “حذو:ـــــ دو چیزوں کو برابر کرنا، ردف اور قید سے پہلےجو حرکت ہو اُسے “حذو” کہتے ہیں۔ جیسے “غبار “ اور “شمار” میں “ب” اور “م” کی زبر “دُور” اور “نُور” میں “د” اور “ن” کی پیش “امير” اور “وزير” میں “م” اور “ز” کی “زېر”..
(۲۰) د دېو تعريفونو پهـ رڼا کښې هغه نيمګړتيا پهـ نظر راغله کومه چې موصوف نه شوې وه. خلاصه دا شوه چې حذو دَ “ردف” اؤ “قيد” نه اګاهو حرکت ته وئيلے شی.
احسان الله زریان
وړومبۍ برخه لاندې لېنک باندې کتلے شئ
د دې ليک وړومبۍ برخې دپاره دلته کلک کړئ
احسان الله زريان