تشکيلي يا نقلي حقيقت Hyperreality د مابعد جديد صورتحال يو اړخ دے چې اوومه لسيزه کښې د فرانسوي دانشور ژان بودليير Jean Baudrillard له خوا د علمي نړۍ برخه ګرځېدلی اصطلاح ده او مطلب او مقصد يې دا دے چې د اصل حقيقت په ځاے يو بل او مصنوعي حقيقت مخې ته په داسې انداز راول شي چې اصل حقيقت د خلقو نه هېر شي . په نورو ټکيو کښې د مها بيانيې په ځاے د بيانيې تشکيل کول ، د تاريخ په ځاے په حال کښې اوسېدل. د تاريخ نه که بېخي انکار نۀ دے خو تاريخ د يو مړ وجود په څېر ګڼل ضروري ګڼي. دا تشکيلي يا نقلي حقيقت ډسکورس مخې ته راوړي چې دا هم لکه د ډسکورس په شان د طاقت په اساس جوړېږي او د طاقت منبع په اوسني دور کښې تر ټولو زيات مېډيا ده . مېډيا چې د چا سره ده او د چا په لاس کښې ده ، هغوي د مصنوعي يا نقلي حقيقتونو تشکيل کوي .
د پښتنو قيصه څه ده؟ او حقيقت څه دے؟ او بيا د پښتنو په اړه جوړ شوي اوسني حقيقتونه څه دي؟ دا که څه هم ډېرو ته ډېر ښکاره او روښانه دي ، خو ډېري لا په دې قيصه هډو خبر هم نۀ دي . د پښتنو اصل قيصه يا حقيقت په مېډيا نشته چې د پښتنو قيصه يا حقيقت د مېډيا په زور څنګه په يو مصنوعي حقيقت بدلېږي. بله دا چې د دې تشکيلي يا نقلي حقيقت پخپله پښتانۀ هم خشاک دي . نن زياتره پښتانۀ زلمي تاريخ د هغه ځاے څخه شروع کوي ، د کوم وخت نه چې هغوي پخپله په ښو بدو پوهېدلي وي يا د حالاتو عيني شاهدان پاتې شوي وي او که چرته يو نيم په تاريخ کښې د واقعاتو او شخصياتو کردار تسليم هم کړي نو د يو مړ وجود په رنګ يې تسليموي ، يعني د تاريخ د حرکياتو يا د تاريخ د تسلسل نه يومخ انکاري وي.
دغي صورتحال له امله د پښتنو قيصه غېر پښتنو ته هم د يو مصنوعي يا جوړ شوی حقيقت په تناظر کښې رسېږي او پخپله پښتانۀ ځوانان هم د مېډيايي مصنوعي حقيقت سره مخ دي . کله کله يوه نيمه پېښه/حادثه پښتانۀ داسې وجړقوي چې د دوي د لاشعور نه د اصلي حقیقتونو يوه سلسله راووځي خو چې څنګه دوي بيا خپل شعوري ژوند يعني حال ته واپس راشي نو د مصنوعي حقيقت په رنګ کښې بيا رنګ شي. خو ياد ساتل پکار دي چې دې تشکيلي/نقلي/مصنوعي حقيقت (Hyperreality) ته پوهانو د نظر بندۍ يا د نظر دهوکه هم وئيلي دي .
0