creating-a-peaceful-environment-for-peace 0

د امن د پاره به د امن ماحول سازول وي

امن په دوه قسمه مخې ته راځي . يو هغه چې د کومې شخړې د ختمېدو د پاره يو څوک د بهر نه د امن ختمولو هڅه يا غوښتنه کوي . يعني د مخالف يا بالادست فړيق نه دا غوښتنه کېږي چې د اولسونو وژنه ، ژوبله ، ويرول او زورول بند کړي. خو د دې سره سره به اولنے فريق هم په داخل کښې د امن ضمانت ورکوي. که چرته په داخل کښې د امن ماحول پېدا نۀ کړے شي نو دا به د بهرنۍ بدامنۍ د پاره جواز وي. يعني که تش د بهرني فريق نه د امن ضمانت ورکړے شي هم داسې امن به پائيدار نۀ وي.
داخل کښې امن څۀ دے ، د امن هغه اهميت يا ضرورت چې د ټولنې ذهن يې وۀ مني. يعني مونږ په ذهني توګه د امن غوښتونکي او ورکونکي شو.
يو دوه مثالونه؛
که چرته د زناناو د پاره د فېميلي پارک په نوم يو څه پروژه سيمه ته راځي نو چې د ټولنې ذهن دا وۀ مني چې هو ، فېملي پارک د زناناو د ښۀ صحت (بدني او ذهني) د پاره هم دومره اهم دے څومره چې د نرينه د پاره اهم دے. خو د بده مرغه تجربې داسې ښئيي چې د فېملي پارک په نوم پروژې خلاف د سيمې واړۀ زاړۀ ټول سړي رامخې ته شول او دا يې د بې حيايۍ او فحاشۍ په نوم وتړله. په داسې حال کښې چې په سيمه کښې د زناناو په نوم پوهنتون په خلاف يا د مخلوط پوهنتون په خلاف چا هم غږ نۀ دے پورته کړې . دا ډېره ښه شوې ده چې د پوهنتونونو مخالفتونه نۀ دي شوي خو دا د ټولنې مفاداتي يا ډبل سټینډرډ په ګوته کوي . د پوهنتون مخالفت ځکه نۀ کېږي چې هم دغه د بې حيايۍ او فحاشۍ اواز کونکيو لوڼه خويندو ته هم خالص د نوکريو ضرورتونه مخې ته پراتۀ دي يا به پوهنتونونو کښې د چا زوے ، ورارۀ نوکر وي. يو مخلوط پوهنتون ته دې جينۍ ځي خو فېملي پارک ته دې نۀ ځي ، ځکه چې هلته د سړيو کوم ښکاره مفادات نشته.
بل تېرو ورځو کښې د بيالوجي پروفېسر شېرعلي د بيالوجي يو چېپټر ماشومانو ته ښودلو کوم چې د سرکار په نصاب کښې شامل دے او دغه پروفېسر ته سرکار په دې وجه تنخا ورکوي چې دوي به هم دغه نصاب وړو ته ښئيي. خو هغه پروفېسر د سيمې خلقو په کاغذ ليکلي معافۍ ته مجبوره کړو.
دا هغه شيان دي چې د امن د پاره د امن د ماحول نشتوالے په ګوته کوي. دا هغه ماحول دے چې يو څوک په ټولنه کښې د خپل کردار د ادا کولو نه منع کوي او ويره او خوف جوړوي . دغه ويره او خوف ته په نورو ټکيو کښې بدامني وايي.
دا د امن ماحول د سيمې ذهني روزنې پورې اړه لري . دا ذهني روزنه به څوک کوي؟ ظاهره خبره ده چې دا هم د رياست ذمه واري وي چې د وګړيو ذهني لوړتيا د پاره چټک ګامونه پورته کوي. خو ټولنه او په ټولنه کښې موجود سټېک هولډرز هم بري الذمه نۀ شي کېدے.

د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ